رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 10

بیا ما یوه بله قوي فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله، هغه په ورېځو باندې پوښل شوې وه او په سر باندې یې د بوډۍ ټال ؤ. څېره یې د لمر په شان ځلېدله او پښې یې د اور د پایو په شان وې.
2 د هغې په لاس کې یو کوچنی طومار ؤ چې پرانیستل شوی ؤ. هغې خپله ښي پښه په بحر کې او چپه پښه په ځمکه کېښودله.
3 هغې د زمري د غړمبار په شان په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغې چیغې کړې نو اووه تندرونه وغرېدل.
4 کله چې هغه اووه تندرونه وغرېدل، نو ما غوښتل چې یو څه ولیکم، خو د اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «څه چې هغو اووه تندرونو ویلي دي هغه پټ وساته او هغه مه لیکه.»
5 بیا ما هغه فرښته چې په بحر او وچه ځمکه باندې ولاړه وه ولیدله، هغې خپل ښي لاس اسمان ته پورته کړ
6 او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي!
7 خو په هغه وخت کې کله چې اوومه فرښته خپل سرنی ووهي، نو د خدای پټ راز به پوره شي، لکه څنګه چې هغه خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو ته ویلي وو.»
8 بیا ما یوځل بیا هغه اواز واورېد چې د اسمان نه یې زما سره خبرې کولې او ویل یې: «لاړ شه او د هماغې فرښتې د لاس نه چې په بحر او وچه باندې ولاړه ده، هغه پرانیستل شوی طومار واخله.»
9 نو زه هغې فرښتې ته ورغلم او ورته مې وویل: «هغه کوچنی طومار ماته راکړه.» هغې وویل: «واخله او ویې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړي، خو خوله به دې لکه د شاتو په شان خوږه وي.»
10 نو ما هغه کوچنی طومار د فرښتې د لاس نه واخېست او ومې خوړ، هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ولګېده، خو کله چې مې تېر کړ نو زما خېټه یې ترخه کړه.
11 بیا راته وویل شول: «ته باید یوځل بیا د خدای پیغام ډېرو خلکو، قومونو، ژبو او پاچاهانو ته ورسوي.»