رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 7

له دې نه وروسته مې څلور فرښتې ولیدلې چې د ځمکې په څلورو کنجونو کې ولاړې وې او د څلور واړه بادونو مخه یې نیولې وه، ترڅو په ځمکه، بحر او یا په کومه ونه باندې ونه لګیږي.
2 بیا ما بله فرښته ولیدله چې د لمرخاته خوا نه راپورته کېدله او د ژوندي خدای مهر ورسره ؤ او په لوړ اواز یې هغو څلورو فرښتو ته نارې ووهلې چې دا اختیار ورته ورکړل شوی ؤ چې ځمکې او بحر ته زیان ورسوي.
3 هغې فرښتې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ د خدای د خدمتګارانو په تندیو باندې مهر نه وي لګولی، تر هغې پورې ځمکې، بحر یا ونو ته زیان ونه رسوئ.»
4 بیا مې د هغو کسانو شمېر چې په تندیو باندې یې مهر لګېدلی ؤ، واورېد چې ۱۴۴۰۰۰ ؤ. هغوی د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه وو.
5 دولس زره د یهودا د قبیلې څخهدولس زره د روبین د قبیلې څخهدولس زره د جاد د قبیلې څخه
6 دولس زره د اشیر د قبیلې څخهدولس زره د نفتالي د قبیلې څخهدولس زره د منسي د قبیلې څخه
7 دولس زره د شمعون د قبیلې څخهدولس زره د لاوي د قبیلې څخهدولس زره د ایساکار د قبیلې څخه
8 دولس زره د زبولون د قبیلې څخهدولس زره د یوسف د قبیلې څخهدولس زره د بنیامین د قبیلې څخه.
9 له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې،
10 او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.»
11 ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګرد چاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ
12 هغوی ویل:«امین! ثنا او صفت او جلال،حکمت، شکرګزاري،عزت، قدرت او قوت دېتل ترتله وي زمونږ د خدای، امین!»
13 بیا د مشرانو څخه یو تن زما څخه پوښتنه وکړه: «دا خلک چې سپینې چپنې یې اغوستې دي څوک دي او له کوم ځای نه راغلي دي؟»
14 ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپین کړي دي.
15 له دې امله دي ولاړ هغوید خدای د تخت په مخکېاو شپه او ورځ کوي خدمت د هغه کور کېچې په تخت باندې ناست دی هغه څوکپه خپل شتون کې به پناه ورکړي هغوی تهاو کوي ساتنه به یې
16 نور به هېڅکله هغوی نه وږي کیږياو هم تږي کیږي به نهزیان به ونه رسوي دوی تهنه لمر او نه سوځوونکې ګرمي
17 ځکه هغه وری چې دی د تخت په منځ کېهغه به کړي د دوی شپونتوباو د ژوندون د اوبو چینو ته به بیایي هغویاو خدای به پاکې ټولې اوښکې کړيد هغوی له سترګو څخه»