رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 4

له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.»
2 سمدلاسه روح القدس زه تر خپلې اغېزی لاندې راوستلم او په اسمان کې مې یو تخت ولیده او په هغه تخت باندې یو څوک ناست ؤ.
3 هغه څوک چې هلته ناست ؤ، د لعل او عقیق د تیږو په شان ځلېده او د تخت ګردچاپېره د بوډۍ ټال ؤ چې د زمردو په شان ځلېده.
4 د تخت ګردچاپېره نور څلورویشت تختونه وو او په هغو باندې څلورویشت مشران ناست وو چې سپین کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو تاجونه یې په سر وو.
5 د هغه تخت څخه برېښنا، غرهار او د تندر اوازونه راتلل. د تخت په مخکې اووه سوځېدونکي څراغونه بلېدل. هغه د خدای اووه روحونه دي چې د خدای خدمت کوي.
6 همدارنګه د هغه تخت په مخکې یوه بحیره وه چې د بلور د ښیښې په شان ښکاره کېده.د تخت ګردچاپېره او هرې خواته یې څلور اسماني موجودات وو چې مخکې او شاته یې ډېرې سترګې لرلې.
7 لومړنی اسماني موجود د زمري په شان ؤ، دوهم یې د غویي په شان، درېم یې د انسان په شان څېره لرله او څلورم یې عقاب په شان ؤ چې د الوتلو په حال کې وي.
8 دغو څلورو اسماني موجوداتو هر یو شپږ وزرونه لرل او هرې خواته یې ډېرې سترګې لرلې او شپه او ورځ به یې بې له کوم ځنډه ویل:«سپېڅلی، سپېڅلی، سپېڅلی دیمطلق قادر څښتن خدایچې هغه ؤ او هغه دیاو دی راتلونکی هغه.»
9 هرکله چې هغه اسماني موجودات هغه چاته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله به ژوندی وي، جلال او عزت ورکوي او شکرګزاري یې کوي،
10 نو هغه څلورویشت مشران هم هغه ته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله ژوندی دی په سجده پرېوځي او عبادت یې کوي. هغوی خپل تاجونه د تخت په مخکې ږدي او وایي:
11 «ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایهته لایق یې د جلال او د عزت او قدرتځکه چې ټول شیان پیدا کړل تاپه ارادې د ستا پیدا شول هغهاو په وجود کې راغلل.»