رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 20

بیا ما یوه فرښته ولیدله چې د اسمان نه راښکته کېدله چې د بې پايه کندې کیلي او یو لوی زنځیر ورسره وو.
2 هغې ښامار یعنې هغه زوړ او پخوانی مار چې هماغه ابلیس یا شیطان دی، ونیوه او تر زرو کالو پورې یې په زنځیر وتړلو.
3 فرښتې هغه بې پایه کندې ته وغورځاوه، دروازه یې ورپسې وتړله او مهر یې ورباندې ولګاوه، ترڅو زر کاله پوره شوي نه وي، هغه نور ونه شي کولای چې قومونه وغولوي. له هغې وروسته باید د لږ وخت دپاره ازاد کړای شي.
4 بیا مې تختونه ولیدل چې هغه خلک پرې ناست وو چې د قضاوت کولو واک او اختیار ورته ورکړل شوی ؤ او د هغو کسانو روحونه مې ولیدل چې سرونه یې د عیسی په هکله د شاهدۍ ورکولو او د خدای د کلام په خاطر پرې کړل شوي وو. دا هغه خلک وو چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته یې سجده نه وه کړې او د هغوی تندي او لاسونو د هغو نښه نه درلودله. هغوی ټول بېرته راژوندي شول او د مسیح سره یې تر زرو کالو پورې پاچاهي وکړه.
5 خو هغه نور خلک چې مړه شوي وو، تر هغې پورې ژوندي نه شول ترڅو زر کاله پوره شوي نه وو. دا د مړو نه لومړنی بیا راژوندي کېدل دي.
6 بختور او سپېڅلی شوی هغه څوک دی چې په دې لومړني بیا راژوندي کېدلو کې شریک دی. ځکه چې په داسې خلکو د دوهم مرګ زور نه رسیږي، بلکې هغوی به د خدای او مسیح کاهنان وي او د هغه سره به تر زرو کالو پورې پاچاهي کوي.
7 کله چې زر کاله پوره شي نو شیطان به د زندان څخه راخلاص شي.
8 هغه به راووځي او د نړۍ د څلورو کنجونو قومونه چې جوج او ماجوج بلل کیږي، وغولوي او هغوی چې د بحر د شګو په شان بې شمېره دي، د جنګ دپاره سره راټول کړي.
9 هغوی په ټوله نړۍ کې خواره شول او د خدای د سپېڅلو خلکو کمپ او ګران ښار یعنې اورشلیم یې کلابند کړ، خو د اسمان نه ورباندې اور نازل شو او هغوی یې تباه کړل.
10 بیا شیطان چې هغوی یې غولولي وو، د اور او ګوګړو جهیل ته وغورځول شو، یعنې هغه ځای ته چې هغه ځناور او جعلي پیغمبر هم په کې غورځول شوي وو. هغوی به هلته شپه او ورځ د تل دپاره عذاب ویني.
11 بیا مې یو لوی سپین تخت ولیده چې یو کس ورباندې ناست ؤ. ځمکه او اسمان د هغه د مخې نه وتښتېدل او نور ونه لیدل شول.
12 بیا ما مړي ولیدل که غټ وو یا کوچني، د تخت په مخکې ولاړ وو او کتابونه پرانیستل شول. وروسته د دې کتابونو څخه بیا بل کتاب پرانیستل شو، یعنې د ژوندون کتاب. د مړو په هکله لکه څنګه چې په کتابونو کې لیکل شوي وو او د هغوی د عملونو له مخې قضاوت وشو.
13 بحر چې کوم مړي ساتلي وو، هغه یې بېرته ورکړل او مرګ او قبر هم هغه بېرته ورکړل او د هر چا قضاوت د هغه د عمل له مخې وشو.
14 بیا مرګ او قبر د اور جهیل ته وغورځول شول. د بحر دا اور دوهم مرګ دی.
15 د چا نوم چې د ژوندون په کتاب کې نه ؤ لیکل شوی، هغه د اور جهیل ته وغورځول شو.