رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 5

بیا ما د هغه کس په ښي لاس کې چې په تخت باندې ناست ؤ، یو طومار ولیده چې دننه او دباندې دواړو خواوو باندې یې لیکنه شوې وه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلي وو.
2 ما یوه قوي فرښته ولیدله چې په لوړ اواز یې اعلان کاوه: «څوک د دې لایق دی چې طومار خلاص کړي او مهرونه یې مات کړي؟»
3 خو نه په اسمان کې، نه په ځمکه او نه هم د ځمکې لاندې داسې څوک ؤ چې وکولای شي هغه طومار خلاص کړي او یا یې دننه وګوري.
4 ما سخت وژړل، ځکه چې هېڅوک هم د دې لایق نه ؤ چې هغه طومار خلاص کړي او دننه یې وګوري.
5 خو د مشرانو څخه یو یې راته وویل: «نور مه ژاړه، ځکه چې د یهودا د قبیلې هغه زمری چې د داود د نسل څخه دی، بریالی شوی دی چې طومار خلاص کړي او اووه مهرونه یې مات کړي.»
6 بیا ما د تخت ترمنځ او څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په منځ کې ولیدل چې یو وری ولاړ دی او داسې معلومېده چې حلال شوی وي. هغه وري اووه ښکرونه او اووه سترګې لرلې چې هغه د خدای اووه روحونه وو چې ټولې نړۍ ته لېږل شوي دي.
7 هغه وری راغی او په تخت باندې د ناست کس د ښي لاس نه هغه طومار واخېست.
8 څنګه چې یې هغه طومار واخېست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د سپېڅلو خلکو دعاګانې دي.
9 هغوی یوه نوې سندره ویله:«ته لایق یې د دې چې طومار واخلېاو مهرونه یې مات کړېځکه چې ته یې حلال شوېاو په خپله وینه دې د خدای دپارهپه بیه واخیستل خلکد هرې قبیلې، هرې ژبې،هر قوم او هر ملت څخه
10 تا کړه جوړه د هغوی څخهشاهي کورنۍ او کاهنان د خدایاو پاچاهي به کوي هغوی په ځمکه باندې»
11 یوځل بیا مې وکتل او د زرګونو او میلیونونو فرښتو اوازونه مې واورېدل چې د تخت او اسماني موجوداتو او مشرانو نه ګردچاپېره ولاړې وې.
12 هغوی په لوړ اواز سره ویل:«د دې لایق دی حلال شوی وریچې تر لاسه کړي قدرت، شتمني، حکمت،زور، عزت او جلالاو ثنا او صفت یې وشي.»
13 بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل:«هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري تهثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته!»
14 او هغو څلورو اسماني موجوداتو وویل: «امین!» او مشران په سجده پرېوتل او د خدای او وري عبادت یې وکړ.