رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 12

نو بیا په اسمان کې یوه لویه نښه ښکاره شوه. هلته یوه ښځه وه چې لمر یې لکه د کالیو په شان اغوستی ؤ، سپوږمۍ یې تر پښو لاندې وه او په سر باندې یې د دولسو ستورو تاج ؤ.
2 هغه امیدواره وه او د لنګون د درد له امله یې چیغې وهلې او په تکلیف وه.
3 بیا په اسمان کې یوه بله نښه ښکاره شوه. هلته یو لوی سور ښامار ؤ چې اووه سرونه او لس ښکرونه یې لرل او په هر سر باندې یې تاج ؤ.
4 هغه په خپلې لکۍ باندې د اسمان درېمه برخه ستوري راکش کړل او په ځمکه یې راوغورځول. ښامار د هغې ښځې په مخکې چې د ماشوم د زېږولو په حال کې وه ودرېده، د دې دپاره چې کله د هغې ماشوم وشي هغه یې ژوندی تېر کړي.
5 بیا د هغې زوی پیدا شو چې په ټولو قومونو به د اوسپنې په امسا باندې حکومت کوي. خو د هغې ماشوم پورته د خدای او د هغه تخت ته یووړل شو.
6 هغه ښځه بیابان، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.
7 بیا په اسمان کې جنګ وشو. میکاییل او د هغه فرښتو د ښامار سره جنګ وکړ او ښامار او د هغه فرښتو د دوی سره جنګ وکړ.
8 خو ښامار ماتې وخوړه او نور د هغه او د هغه د فرښتو دپاره په اسمان کې ځای نه ؤ.
9 نو هغه لوی ښامار لاندې وغورځول شو، هغه زوړ او پخوانی مار چې د شیطان یا ابلیس په نوم یاديږي او ټوله نړۍ یې غولوله، د خپلو فرښتو سره لاندې ځمکې ته وغورځول شو.
10 بیا مې په اسمان کې یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «اوس زمونږ د خدای خلاصون، قدرت او پاچاهۍ او د هغه ټاکل شوي مسیح د واک او اختیار وخت رارسېدلی دی، ځکه هغه څوک چې زمونږ د خویندو او ورونو مدعي ؤ او شپه او ورځ به یې د خدای په حضور کې په هغوی باندې تور لګاوه، هغه د اسمان نه لاندې ځمکې ته غورځول شوی دی.
11 زمونږ خویندې او ورونه د وري د وینې او د پیغام د شاهدۍ په وسیله په هغه باندې بریالي شول، ځکه چې هغوی دې ته تیار وو چې خپل ژوند له لاسه ورکړي او حتی مړه شي.
12 نو ای اسمانونو او تاسو چې په کې اوسېږئ، خوشحالي وکړئ. خو ای ځمکې او بحره! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه شیطان تاسو ته ښکته درغی او په دې ښه پوهیږي چې زیات وخت ورسره نشته، نو هغه ډېر په قهر دی.»
13 کله چې ښامار پوه شو چې ځمکې ته راغورځول شوی دی، نو د هغې ښځې پسې شو چې زوی یې زېږولی ؤ.
14 خو ښځې ته د عقاب دوه لوی وزرونه ورکړل شول، ترڅو وکولای شي هغه ځای ته والوزي چې په بیابان کې ورته تیار شوی ؤ. هلته به تر درې نیمو کالو پورې د هغې پالنه وشي او د هغه ښامار د حملې نه به خوندي وساتل شي.
15 بیا ښامار د خپلې خولې نه د اوبو سېلاب جاري کړ ترڅو هغه ښځه لاندې کړي او هغه یوسي.
16 خو ځمکې د هغې ښځې سره مرسته وکړه، خوله یې خلاصه کړه او د اوبو هغه سېلاب یې چې ښامار د خپلې خولې نه جاري کړی ؤ، تېر کړ.
17 نو ښامار په هغې ښځې باندې ډېر په قهر شو او لاړ چې د هغې د پاتې اولادې سره چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي او د عیسی په هکله شاهدي ورکوي، وجنګیږي.
18 ښامار د بحر په غاړه ودرېده.