رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 18

له دې نه وروسته ما یوه بله فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله. هغې ډېر واک او اختیار درلود او ځمکه د هغې د شان او شوکت نه رڼا شوه.
2 هغې په لوړ اواز سره نارې ووهلې:«راولوېد، لوی څپرکیل راولوېد!هغه شو د شیطانانو کورپناه ځای شو د پېریانود هر ډول ناپاکو مرغانو پناه ځای شواو د ناپاکو او چټلو ځناورو پناه ځای شو
3 ځکه چې څښلي دي ټولو قومونود شهوت شراب د هغې د زناکارۍپاچاهانو د نیا کړې هغې سره زنااو شتمن شوي د نړۍ سوداګرانپه سبب د هغې د زیاتې عیاشۍ»
4 بیا ما د اسمان نه یو بل اواز واورېد چې ویل یې:«ای زما خلکو تاسو راووځئ د څپرکیل د ښار څخههسې نه چې شئ شریک د هغه په ګناهونو کېاو راشي بلاګانې یې په تاسو باندې
5 ځکه د هغې د ګناهونو څخهدي جوړې شوې داسې لوړې ډېرۍچې تر اسمانه رسياو خدای ته په یاد دي د هغې بد عملونه
6 داسې چلند وکړئ هغې سرهلکه چې څنګه هغې کړی دی د نورو سرهکوم څه چې کړي دي هغېورسره ویې کړئ دوه چنده تاسوکوم شراب چې تیار کړي دي هغې تاسو تهورته ډکه کړئ پیاله د هغېدوه چنده د قوي شرابو
7 څومره لویي چې ورکوله خپل ځان ته هغېاو عیاشي یې کولههغومره ورکړئ ورته غم او عذابځکه چې خپل زړه کې هغه وایي:‹زه یمه ناسته په تخت د ملکې په شانزه کونډه نه یم او وبه نه وینمه هېڅکله غم›
8 له دې امله په هغې باندې به راشيپه یوه ورځ مصیبتونه داسېلکه مرګ، غم او قحطياو هغه به وسوځول شي په اور کېځکه څښتن خدای چې قضاوت کړي د هغې په هکلههغه دی د قدرت خاوند»
9 د ځمکې هغو پاچاهانو چې د هغې سره زنا کړې ده او د هغې سره یې د عیاشۍ نه خوند اخیستی دی، کله چې د هغې د سوځېدلو لوګی وویني، نو د هغې په حال به وژاړي او ویر به وکړي.
10 هغوی به لېرې ولاړ وي او د هغې عذاب نه چې هغه به یې تېروي، ووېریږي او وبه وایي:«افسوس، افسوس، ای د څپرکیل لوی ښاره!ای قدرتمند ښاره!په یو ساعت کې سزا درکړل شوه.»
11 د نړۍ سوداګران به هم په څپرکیل باندې ژړا او ویر کوي، ځکه چې نور به هېڅوک هم د هغوی نه سودا نه اخلي.
12 هېڅوک به د هغوی سره زر، سپین زر، قیمتي تیږې، مرغلرې، ښه کتان، بانجاني ټوټې، ورېښم، سرې ټوټې، ډول ډول خوشبویه لرګي، د فیل د غاښونو، قیمتي لرګو، برنجو، اوسپنو او مرمرو نه جوړ شوي شیان
13 او ورسره دالچیني، مسالې، عطر، د مر کنډ، قیمتي خوشبویي، شراب، د زیتون تېل، اوړه، غنم، غویان او پسونه وانخلي او په اسونو، ګاډۍ او په غلامانو او جنګي اسیرانو باندې یې سوداګري وکړه.
14 سوداګران به هغې ته ووایي:«هغه شیان چې تا یې ارمان کاوه چې خپل یې کړې،هغه دې ورکړل له لاسه،تا له لاسه ده ورکړی خپله ښکلا او شان او شوکتاو نور به هېڅکله په لاس درنه شي.»
15 هغه سوداګران به چې د هغې د شیانو د خرڅولو نه شتمن شوي وو، لېرې ولاړ وي او د هغې د عذاب نه چې هغه یې تېروي، ووېریږي او ویر او ژړا به کوي
16 او وایي به:«افسوس، افسوس په دې لوی ښار چېچې به یې اغوستي وو ښه کتان،بانجاني او سره کالياو ښایسته شوی ؤ په سرو زرو، قیمتي تیږواو مرغلرو باندې
17 ځکه چې هغې په یو ساعت کې هغه ټوله شتمني له لاسه ورکړه.»د کشتۍ ټول خاوندان، مسافران، کشتیوانان او هغه خلک چې د بحر له لارې به یې خپل کاروبار کاوه، لېرې ولاړ وو.
18 کله چې هغو د هغه ښار د سوځېدلو لوګی ولیده نو نارې یې ووهلې او ویې ویل: «د دې لوی ښار په شان به بل ښار چېرته وي؟»
19 هغوی په خپلو سرونو باندې خاورې بادولې او ژړاګانې او ویر یې کاوه او ویل یې:«افسوس، افسوس، په دې لوی ښارچې شتمن شول د هغې په وسیلهټول خاوندان د کشتۍ ګانوشو برباد په یو ساعت کې
20 ای اسمانه، خوشحالي وکړه،ای د خدای سپېڅلو خلکو،ای رسولانو او پیغمبرانو،شئ خوشحاله په هغې باندې،ځکه چې ستاسو په خاطرخدای قضاوت کړی هغې باندې»
21 په دې وخت کې یوې زورورې فرښتې یوه تیږه چې د ژرندې د یو غټ پل په شان وه، راواخیستله او بحر ته یې ګوزاره کړه او ویې ویل:«په همدې ډول به څپرکیل هغه لوی ښارهم به ګوزار کړای شي په زوره ښکتهاو بیا به هم هېڅکله ونه لیدل شي
22 نور به هېڅکله هم وانه ورېدل شيتا کې اوازونه د چنګ غږوونکو،ساز غږوونکو، شپېلۍ وهونکواو سرني وهونکونه به پیدا شي تا کې کوم کسبګر چې کاروبار کوياو نه به بیا واورېدل شي تا کې اواز د ژرندې
23 نور به ونه ولیدل شي تا کې د څراغ رڼااو نه به واورېدل شي تا کې اوازونه د زوم او ناوېځکه چې ستا سوداګران ډېر قدرتمند خلک وود نړۍ د ټولو سوداګرانو څخهاو ټول قومونه غولولي وو تا خپلې جادو باندې
24 ستا په کوڅو کې بهېدلې وینې د پیغمبرانواو د خدای د سپېڅلو خلکواو د هغو ټولو خلکو وینهچې وژل شوي دي د ځمکې په مخده ستا په غاړه.»