رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 8

کله چې وري اووم مهر مات کړ، نو د نیم ساعت دپاره په اسمان کې کراره کراري وه.
2 بیا ما اووه فرښتې ولیدلې چې د خدای په مخکې ولاړې وې او هغوی ته اووه سرني ورکړل شول.
3 بیا یوه بله فرښته چې د خوشبویي د سوځولو د سرو زرو لوښی ورسره ؤ، راغله او د قربانۍ د ځای سره ودرېدله. هغې ته ډېره زیاته خوشبویي ورکړل شوه چې د خدای د سپېڅلو خلکو په دعا سره یې د سرو زرو د قربانۍ په ځای باندې چې د تخت په مخکې وه، وړاندې کړي.
4 د خوشبویۍ لوګی د خدای د سپېڅلو خلکو په دعا سره د فرښتې د لاس نه، پورته د خدای حضور ته لاړ.
5 بیا فرښتې هغه د خوشبویۍ لوښی راواخیست او د قربانۍ د ځای د اور نه یې ډک کړ او په ځمکه یې راګوزار کړ. بیا د تندر غږ، غړمبار، برېښنا او زلزله راغله.
6 بیا هغه اووه فرښتې چې اووه سرني ورسره وو، د سرنیو وهلو ته تیارې شولې.
7 کله چې اولنۍ فرښتې خپل سرنی وواهه، نو اور او ږلۍ د وینې سره په ځمکه راوورېدلې او د ځمکې درېمه برخه او د ونو درېمه برخه یې وسوځوله او ټول شنه واښه وسوځېدل.
8 بیا دوهمې فرښتې خپل سرنی وواهه او لکه د یو لوی غره په شان یو شی چې اور ورباندې بل ؤ، بحر ته وغورځول شو او د بحر درېمه برخه په وینو بدله شوه.
9 په بحر کې درېمه برخه ژوندي مخلوقات مړه شول او د کشتۍ ګانو درېمه برخه په بحر کې له منځه لاړلې.
10 بیا درېمې فرښتې خپل سرنی وواهه نو د اسمان نه یو غټ ستوری چې د څراغ په شان بلېده، د سیندونو او چینو په درېمه برخه باندې راولوېد.
11 د هغه ستوري نوم افسنتین دی چې تریخ والی معنی لري او د اوبو درېمه برخه ترخې شوې او ډېر خلک د دې ترخو اوبو د څښلو له امله مړه شول.
12 بیا څلورمې فرښتې خپل سرنی وواهه، نو د لمر، سپوږمۍ او ستورو درېمه برخه یې داسې ووهله چې د هغو درېمه برخه تیاره شوه او د ورځې د رڼا او د شپې د رڼا درېمه برخه له منځه لاړه.
13 بیا مې کتل او د یو عقاب اواز مې واورېد چې په اسمان کې الوته او په لوړ اواز یې ویل: «بلا، بلا او بلا د ځمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې اوس به درې نورې فرښتې خپل سرني ووهي.»