يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 1

په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ،
2 په ازل کې کلام د خدای سره ؤ.
3 خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی.
4 کلام د ژوندون سرچینه وه او دې ژوندون انسانانو ته رڼا راوستلې ده.
5 رڼا په تیاره کې ځلیږي او تیاره هېڅکله هم په هغې باندې نه ده غالبه شوې.
6 نو بیا خدای یو سړی راولېږه چې یحیی نومېده،
7 هغه د یو شاهد په توګه راغی چې خلکو ته د دې رڼا په هکله شاهدي ورکړي، ترڅو ټول د دې پیغام په وسیله ایمان راوړي.
8 هغه په خپله رڼا نه وه، بلکې هغه راغی چې د هغې رڼا په هکله شاهدي ورکړي.
9 هغه رښتینې رڼا چې په ټولو انسانانو باندې ځلیږي، نړۍ ته راروانه وه.
10 کلام په نړۍ کې ؤ او که څه هم نړۍ د هغه په وسیله پیدا شوې وه، خو نړۍ هغه ونه پېژانده.
11 هغه خپل وطن ته راغی خو خپلو خلکو هغه قبول نه کړ.
12 خو کومو خلکو چې هغه یې قبول کړ او ایمان یې ورباندې راوړ، نو هغوی ته یې دا حق ورکړ چې د خدای اولادونه شي.
13 داسې اولادونه چې هغوی نه د عادي زېږېدنې، نه د جسماني خواهشاتو او نه د انساني ارادې له مخې بلکې د خدای د روح په وسیله پیدا شوي وي.
14 کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ.
15 یحیی خلکو ته د هغه په هکله شاهدي ورکړې وه. هغه په لوړ اواز وویل: «دا هغه څوک دی چې ما د هغه په هکله ویلي وو چې زما څخه وروسته به راځي، خو هغه زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا پیدا شوی نه وم چې هغه موجود ؤ.»
16 هغه د خپلې زیاتې مهربانۍ له مخې مونږ ټولو ته برکت راکړ، مونږ ته یې د یو برکت پسې بل برکت راکړ.
17 ځکه چې شریعت د موسی په وسیله ورکړل شو او مهرباني او رښتینولي د عیسی مسیح په وسیله راغله.
18 هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی.
19 د یحیی شاهدي دا وه: کله چې د اورشلیم د یهودیانو مشران ځینې کاهنان او لاویان یحیی ته ورولېږل چې پوښتنه ترې وکړي: «ته څوک یې؟»
20 هغه اقرار وکړ او منکر نه شو، بلکې ښکاره یې وویل: «زه مسیح نه یم.»
21 هغوی ترې پوښتنه وکړه: «نو بیا ته څوک یې؟ ته الیاس نبي یې؟» هغه ځواب ورکړ: «نه، زه هغه نه یم.» هغوی پوښتنه وکړه: «ته هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو؟» هغه ځواب ورکړ: «نه.»
22 هغوی وویل: «نو بیا مونږ ته ووایه چې ته څوک یې؟ ځکه هغو کسانو چې مونږ رالېږلي یو هغوی ته باید ځواب ورکړو. د خپل ځان په هکله څه وایې؟»
23 یحیی وویل: «لکه څنګه چې اشعیا نبي ویلي دي:‹زه د نارې وهونکي اواز یم چې په دښته کې نارې وهيچې د څښتن لاره سمه کړئ.›»
24 کوم استازي چې د فریسیانو له خوا لېږل شوي وو،
25 د یحیی څخه پوښتنه وکړه: «که چېرې ته نه مسیح یې، نه الیاس یې، نه هغه پیغمبر یې چې مونږ ورته په تمه یو، نو بیا ولې د تعمید غسل ورکوې؟»
26 یحیی ځواب ورکړ: «زه په اوبو باندې د تعمید غسل ورکوم، خو ستاسو په منځ کې یو څوک ولاړ دی چې تاسو هغه نه پېژنئ.
27 هغه زما څخه وروسته راځي، خو زه د دې لایق هم نه یم چې د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم.»
28 دا ټولې پېښې په بیت عنیا کې چې د اردن د سیند په بله غاړه باندې پروت دی یعنې په هغه ځای کې چې یحیی خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، وشوې.
29 بله ورځ یحیی ولیدل چې عیسی د هغه خواته راروان دی، نو هغه وویل: «وګورئ، دا د خدای له خوا وری دی چې د نړۍ د خلکو ګناهونه لېرې کوي!
30 دا هماغه دی چې د هغه په هکله ما ویلي وو چې زما څخه وروسته به یو څوک راځي چې زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا نه وم پیدا شوی چې هغه موجود ؤ.
31 ما هغه نه پېژانده چې هغه به څوک وي، خو زه راغلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم د دې دپاره چې هغه د اسراییلو خلکو ته وروپېژنم.»
32 بیا یحیی دا شاهدي ورکړه: «ما روح القدس ولیده چې د کوترې په شکل د اسمان نه رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.
33 ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.›
34 ما ولیدل چې داسې وشول او شاهدي ورکوم چې هغه د خدای زوی دی.»
35 په بله ورځ یحیی بیا د خپلو دوه شاګردانو سره ولاړ ؤ،
36 کله چې هغه ولیدل چې عیسی له هغه ځای څخه تېریږي نو ویې ویل: «وګورئ، دا دی د خدای له خوا د قربانۍ وری!»
37 د یحیی دوو شاګردانو دا خبره واورېدله او عیسی پسې روان شول.
38 عیسی شاته وکتل او ویې لیدل چې هغوی هغه پسې روان دي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تاسو څه شي پسې ګرځئ؟» هغوی پوښتنه وکړه: «ربي ته چېرته اوسېږې؟» د ربي معنی استاذ.
39 عیسی وویل: «راشئ او وګورئ.» دا شاوخوا د ماسپښین څلور بجې وې نو هغوی د هغه سره لاړل او ویې لیدل چې هغه چېرته اوسېده او پاتې ورځ یې د هغه سره تېره کړه.
40 د هغو دوه تنو څخه چې د یحیی د خبرو له اورېدلو وروسته عیسی پسې روان شو، یو یې د شمعون پطروس ورور اندریاس ؤ.
41 اولنی کار چې هغه وکړ هغه دا ؤ چې هغه خپل ورور شمعون پیدا کړ او هغه ته یې وویل: «مونږ مسیح موندلی دی.» یعنې وعده شوی پاچا.
42 نو اندریاس شمعون عیسی ته راوست. عیسی هغه ته وکتل او ویې ویل: «ته د یوحنا زوی شمعون یې، خو له دې وروسته به ته د کیفا په نوم یادېږې.» (د کیفا معنی پطروس دی او پطروس د تیږې معنی ورکوي.)
43 بله ورځ عیسی دا پرېکړه وکړه چې جلیل ته لاړ شي. په لاره کې هغه فیلیپوس پیدا کړ او ورته یې وویل: «ما پسې راځه.»
44 فیلیپوس د اندریاس او پطروس په شان د بیت صیدا ؤ.
45 فیلیپوس نتناییل راپیدا کړ او ورته ویې ویل: «مونږ هغه کس پیدا کړ چې موسی د شریعت په کتاب کې لیکلي او همدارنګه پیغمبرانو هم د هغه په هکله لیکنې کړي دي. هغه عیسی دی چې د ناصرې د ښار څخه دی او د یوسف زوی دی.»
46 نتناییل د هغه نه پوښتنه وکړه: «ایا په ناصرې کې هم ښه شی پیدا کېدای شي؟» فیلیپوس ځواب ورکړ: «راشه او وګوره.»
47 کله چې عیسی ولیدل چې نتناییل د هغه خواته راروان دی نو د هغه په هکله یې وویل: «دا سړی اصلي اسراییلی دی او په هغه کې هېڅ کومه ټګي نشته.»
48 نتناییل پوښتنه وکړه: «ته ما څنګه پېژنې؟» عیسی ځواب ورکړ: «مخکې له دې چې فیلیپوس تاته غږ وکړي ماته ولیدلې چې د انځر د ونې لاندې وې.»
49 نتناییل وویل: «استاذه! ته د خدای زوی یې! ته د اسراییلو پاچا یې.»
50 عیسی وویل: «ایا تا په دې خاطر ایمان راوړ چې ما درته وویل چې ته مې د انځر د ونې لاندې ولیدلې؟ ته به د دې نه هم لوی لوی کارونه ووینې.»
51 بیا یې هغه ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ووینئ چې اسمان به پرانیستل شي او د خدای فرښتې به د انسان د زوی په مرسته اسمان ته خېژي او راښکته کیږي.»