يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 10

«په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د پسونو پنډغالي ته د دروازې په لاره نه ورننوځي، بلکې د کومې بلې لارې نه ورننوځي هغه غل او داړه مار دی.
2 خو کوم سړی چې په دروازه ورننوځي هغه د پسونو شپون دی.
3 څوکیدار هغه ته دروازه خلاصوي او کله چې هغه خپلو پسونو ته نوم اخلي او نارې ورته وهي نو پسونه د هغه اواز پېژني او هغه یې دباندې وباسي.
4 کله چې هغه خپل ټول پسونه وباسي نو شپون یې مخکې روان وي او پسونه ورپسې وي، ځکه چې د هغه اواز پېژني.
5 هغوی د پردي سړي پسې نه ځي، بلکې د هغه نه تښتي، ځکه چې هغوی د پردي سړي اواز نه پېژني.»
6 عیسی هغوی ته دا مثال راوړ، خو هغوی په دې پوه نه شول چې د هغه مقصد څه دی.
7 عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زه د پسونو دپاره د دروازې په شان یم.
8 هغه ټول نور چې زما نه مخکې راغلي وو، غله او داړه ماران وو او پسونو د هغوی اواز ته غوږ نه دی نیولی.
9 زه د دروازې په شان یم. هرڅوک چې زما له لارې ننوځي نو هغوی به وژغورل شي. هغوی به ځي او راځي او ښه څړځای به پیدا کوي.
10 غل یوازې د غلا، قتل او بربادۍ دپاره راځي. زه د دې دپاره راغلی یم چې زما پسونه ژوندون ومومي او د هغوی په ژوند کې هرڅه پرېمانه وي.
11 زه نېک شپون یم، داسې شپون چې د خپلو پسونو په خاطر خپل ځان قربانوي.
12 خو یو مزدور چې شپون نه دی او پسونه یې خپل نه دي، نو کله چې وویني چې لېوه راروان دی، پسونه پرېږدي او تښتي. لېوه به په پسونو باندې حمله وکړي، پسونه به په زوره بوځي او خواره واره به یې کړي.
13 هغه به وتښتي، ځکه چې هغه مزدور دی او د پسونو پروا نه لري.
14 زه نېک شپون یم. زه خپل پسونه پېژنم او هغوی ما پېژني.
15 لکه څنګه چې ما پلار پېژني، زه هم پلار پېژنم او زه خپل ځان د پسونو دپاره قرباني کوم.
16 زه نور پسونه هم لرم خو هغه د دې شپول نه دي، هغه هم باید راولم. هغوی به هم زما اواز اوري او یوه رمه به شي او شپون به یې هم یو وي.
17 پلار زما سره مینه کوي ځکه چې زه خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې هغه بیا ومومم.
18 هېڅوک زما نه زما ژوند نه اخلي، بلکې په خپله خوښه یې قرباني کوم. دا زما اختیار دی چې ځان قربان کړم او دا واک او اختیار لرم چې هغه بېرته لاسته راوړم. دا هغه څه دي چې پلار مې راته حکم کړی چې ویې کړم.»
19 د عیسی په دې خبرو یوځل بیا د یهودیانو ترمنځ اختلاف پیدا شو.
20 په هغو کې ډېرو وویل: «هغه پېرانو نیولی دی او لېونی دی. ولې د هغه خبرو ته غوږ نیسئ؟»
21 خو نورو به ویل: «څوک چې پېریانو نیولی وي هغه داسې خبرې نه شي کولای. ایا پېری کولای شي چې ړانده بینا کړي؟»
22 دا د ژمي وخت ؤ او په اورشلیم کې د خدای د کور د وقف کېدلو اختر ؤ.
23 عیسی د خدای د کور په یوځای کې چې د سلیمان د برنډې په نوم یادېده، ګرځېده.
24 خلک د هغه نه ګردچاپېره راټول شول او ورته ویې ویل: «ترڅو پورې به مونږ پرېږدې چې شکمن واوسو؟ که چېرې ته مسیح یې نو مونږ ته یې ښکاره ووایه.»
25 عیسی ځواب ورکړ: «ما تاسو ته وویل خو تاسو پرې باور نه کوئ. زه چې د خپل پلار په نوم کوم کارونه کوم هغه زما په هکله شاهدي ورکوي.
26 خو تاسو پرې باور نه کوئ ځکه چې تاسو زما پسونه نه یئ.
27 زما پسونه زما اواز پېژني او زه هغوی پېژنم او هغوی ما پسې راځي.
28 زه هغوی ته تلپاتې ژوندون ورکوم او هغوی به هېڅکله هم هلاک نه شي او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی په زوره راڅخه بوځي.
29 زما پلار چې هغه خلک یې ماته راکړي دي هغه د ټولو نه لوی دی او هېڅوک نه شي کولای چې هغوی زما د پلار نه په زوره بوځي.
30 زه او پلار یو یو.»
31 خلکو یوځل بیا تیږې راواخیستې چې هغه سنګسار کړي.
32 عیسی هغوی ته وویل: «ما تاسو ته د پلار له خوا ډېرې ښې معجزې وښودلې. تاسو د هغو نه د کومې یوې په خاطر ما سنګساروئ؟»
33 هغوی ورته ځواب ورکړ: «مونږ تا د کوم نېک کار په خاطر نه سنګساروو، بلکې د کفر ویلو په خاطر. ځکه چې ته یوازې یو انسان یې، خو د خدایۍ دعوه کوې.»
34 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ایا ستاسو په شریعت کې نه دي لیکل شوي چې خدای وویل: ‹تاسو خدایان یئ؟›
35 مونږ پوهېږو چې د خدای کلام نه شي بدلېدلی. نو که چېرې خدای هغه خلک چې د هغه پیغام ورته رسېدلی دی خدایان بللي دي،
36 نو بیا تاسو ولې په ما باندې د کفر ویلو تور لګوئ چې کله وایم چې زه د خدای زوی یم؟ لکه څنګه چې پلار زه وقف کړی یم او نړۍ ته یې رالېږلی یم.
37 که چېرې زه د خپل پلار کارونه نه کوم نو په ما باندې ایمان مه راوړئ.
38 خو که چېرې زه هغه کارونه کوم چې پلار یې کوي، که بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ نو لږ تر لږه زما په کارونو باندې خو ایمان راوړئ. بیا تاسو دا ومنئ او په دې پوه شئ چې پلار په ما کې دی او زه په پلار کې یم.»
39 هغوی یوځل بیا هڅه وکړه چې عیسی ونیسي، خو هغه د هغوی له نظره پناه شو.
40 بیا عیسی د اردن د دریاب بلې غاړې ته پورې وت او هغه ځای ته لاړ چې مخکې یحیی په کې د تعمید غسل ورکاوه او هلته پاتې شو.
41 ډېر خلک ورته راغلل او هغوی وویل: «یحیی هېڅکله کومه نښه ونه ښودله، خو هغه چې هرڅه د دې سړي په هکله ویلي وو هغه رښتیا ؤ.»
42 او په هغه ځای کې ډېرو خلکو په عیسی باندې ایمان راوړ.