يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 8

خو عیسی د زیتون غره ته لاړ.
2 بله ورځ سهار وختي هغه بېرته د خدای کور ته لاړ او ټول خلک ورته راټول شول. هغه کښېناست او هغوی ته یې تعلیم شروع کړ.
3 په دې وخت کې د شریعت عالمانو او فریسیانو یوه ښځه چې د زنا په وخت کې یې نیولې وه هغه ته راوستله او د ټولو په مخکې یې ودروله.
4 هغوی عیسی ته وویل: «استاذه، دا ښځه د زنا کولو په وخت کې نیول شوې ده.
5 موسی په شریعت کې مونږ ته حکم کړی دی چې داسې ښځې باید سنګسارې شي. خو ته په دې هکله څه وایې؟»
6 هغوی دا خبره د دې دپاره وکړه چې عیسی په دام کې راونیسي، ترڅو وکولای شي په هغه باندې تور ولګوي. خو هغه خپل سر ښکته واچاوه او په خپله ګوته یې په ځمکه باندې لیکل شروع کړل.
7 کله چې هغوی په پرله پسې توګه د هغه نه سوالونه کول، نو عیسی خپل سر راپورته کړ او هغوی ته یې وویل: «په تاسو کې چې کوم چا هېڅکله هم ګناه نه وي کړې نو هغه به اولنی کس وي چې هغه په تیږه باندې ولي.»
8 عیسی یوځل بیا خپل سر ښکته واچاوه او په ځمکه باندې یې لیکل کول.
9 کله چې هغوی دا خبره واورېدله نو زاړه خلک لومړي لاړل او بیا ځوانان ورپسې روان شول. عیسی د هغې ښځې سره چې هلته لا ولاړه وه یوازې پاتې شو.
10 عیسی خپل سر راپورته کړ او هغې ښځې ته یې وویل: «هغوی څه شول؟ هېچا ته محکومه نه کړې؟»
11 هغې ځواب ورکړ: «هېچا هم نه، ښاغلیه.» عیسی وویل: «نو بیا زه هم تا نه محکوموم، ځه او بیا نوره ګناه مه کوه.»]
12 عیسی یوځل بیا د خلکو سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زه د نړۍ دپاره رڼا یم! څوک چې زما پیروي کوي، هغه به په تیاره کې نه ګرځي، بلکې د هغه سره به د ژوندون رڼا وي.»
13 فریسیانو هغه ته وویل: «ته د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوې نو ستا شاهدي اعتبار نه لري.»
14 عیسی په ځواب کې وویل: «حتی که زه د خپل ځان په هکله هم شاهدي ورکوم نو زما شاهدي اعتبار لري، ځکه زه پوهېږم چې د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته به ځم. خو تاسو نه پوهېږئ چې زه د کوم ځای نه راغلی یم او چېرته ځم.
15 تاسو د انسانانو د رسمونو او رواجونو له مخې قضاوت کوئ، خو زه د هېچا په هکله داسې قضاوت نه کوم.
16 خو که زه قضاوت هم کوم نو هغه سم دی، ځکه چې دا کار زه یوازې نه کوم بلکې هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم په دې کار کې زما سره دی.
17 ستاسو په شریعت کې لیکل شوي دي چې که چېرې دوه کسه د یوې موضوع په هکله شاهدي اعتبار لري.
18 یو زه یم چې د خپل ځان په هکله شاهدي ورکوم او بل شاهد زما پلار دی چې زه یې رالېږلی یم.»
19 بیا هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ستا پلار چېرته دی؟» عیسی ځواب ورکړ: «تاسو نه ما پېژنئ او نه زما پلار. که تاسو زه پېژندلی نو زما پلار به مو هم پېژانده.»
20 عیسی دا خبرې هغه وخت وکړلې، کله چې هغه د خدای د کور په خزانه کې خلکو ته تعلیم ورکاوه. خو هېچا هم هغه ونه نیوه ځکه چې د هغه وخت لا نه ؤ رارسېدلی.
21 عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «زه ځم او تاسو به ما پسې ګرځئ خو که تاسو خپلو ګناهونو ته دوام ورکړئ نو مړه به شئ. چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی.»
22 نو خلکو یو بل ته سره وویل: «کله چې هغه وایي: ‹چېرته چې زه ځم تاسو هلته نه شئ راتللی،› ایا د هغه مقصد دا دی چې هغه به خپل ځان ووژني؟»
23 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو د ځمکې خلک یئ خو زه د اسمان نه راغلی یم. تاسو د دې نړۍ یئ، خو زه د دې نړۍ نه یم.
24 نو ځکه مې تاسو ته وویل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کې مړه شئ. که چېرې تاسو په دې باندې ایمان رانه وړئ چې زه هماغه یم، نو په خپلو ګناهونو کې به مړه شئ.»
25 هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ته څوک یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه هماغه څوک یم چې د اول نه مې تاسو ته وویل.
26 زما سره زیات شیان شته چې ستاسو په هکله یې ووایم او قضاوت وکړم، خو زه هغه نه وایم. چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او څه چې ما د هغه نه اورېدلي دي هغه نړۍ ته وایم.»
27 هغوی په دې پوه نه شول چې عیسی د هغوی سره د خپل اسماني پلار په هکله خبرې کولې.
28 نو عیسی هغوی ته وویل: «کله چې تاسو د انسان زوی وخېژوئ نو بیا به پوه شئ چې زه هماغه یم. زه د خپل ځانه کوم کار نه کوم، بلکې هغه خبرې کوم چې پلار مې راته ښودلې دي.
29 چا چې زه رالېږلی یم هغه زما سره مل دی. هغه زه یوازې نه یم پریښی، ځکه چې زه تل هغه کار کوم چې هغه ورباندې خوشحالیږي.»
30 کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو ډېرو ورباندې ایمان راوړ.
31 نو کومو خلکو چې په عیسی باندې ایمان راوړی ؤ عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو تل زما په تعلیم باندې عمل وکړئ نو په رښتیا به زما شاګردان یئ
32 او تاسو به حقیقت وپېژنئ او حقیقت به تاسو ازاد کړي.»
33 هغوی ځواب ورکړ: «مونږ د ابراهیم اولاد یو او مونږ هېڅکله هم د چا غلامان شوي نه یو. نو بیا د دې خبرې نه ستا مطلب څه دی چې تاسو به ازاد شئ؟»
34 عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې ګناه کوي نو هغه د ګناه غلام دی.
35 غلام تل په یوه کورنۍ کې نه پاتې کیږي، خو زوی تل د کورنۍ غړی وي.
36 نو که چېرې زوی تاسو ازاد کړي نو تاسو به په رښتیا سره ازاد اوسئ.
37 زه تاسو پېژنم چې د ابراهیم اولاده یئ. خو په دې خاطر چې زما تعلیم ستاسو په زړونو کې ځای نه لري نو غواړئ چې ما ووژنئ.
38 زه ستاسو سره د هغو شیانو په هکله خبرې کوم چې د پلار په حضور کې مې لیدلي دي. خو تاسو هغه څه کوئ چې د خپل پلار نه مو اورېدلي دي.»عیسی وایي شیطان د دروغجنو پلار دی
39 هغوی وویل: «ابراهیم زمونږ پلار دی.»عیسی هغوی ته وویل: «که چېرې تاسو په رښتیا د ابراهیم اولاده وای نو هغه کارونه به مو کول چې ابراهیم کول.
40 خو اوس تاسو غواړئ چې ما ووژنئ، ما چې تاسو ته هغه حقیقت ویلی دی چې د خدای له خوا مې اورېدلی ؤ. ابراهیم هېڅکله هم داسې کار نه دی کړی.
41 تاسو هغه کارونه کوئ چې پلار مو کوي.» هغوی وویل: «مونږ حرامیان نه یو، مونږ یو پلار لرو او هغه خدای دی.»
42 عیسی هغوی ته وویل: «که خدای په رښتیا ستاسو پلار وای نو زه به تاسو باندې ګران وای، ځکه چې زه د خدای له خوا راغلی یم او اوس دلته یم. زه په خپل سر نه یم راغلی، بلکې هغه رالېږلی یم.
43 تاسو ولې زما په خبرو نه پوهېږئ؟ ځکه چې تاسو نه غواړئ چې زما تعلیم ته غوږ ونیسی.
44 تاسو د خپل پلار یعنې شیطان اولادونه یئ او د خپل پلار په خوښه کارونه کوئ. هغه له پیل نه قاتل ؤ او هېڅکله د حقیقت طرفدار نه دی، ځکه چې هغه هېڅکله حقیقت نه دي ویلي. کله چې هغه دروغ وایي نو له خپله ځانه یې وایي ځکه چې هغه دروغجن دی او د ټولو دروغو پلار دی.
45 خو کله چې زه رښتیا وایم تاسو په ما باندې باور نه کوئ.
46 په تاسو کې څوک کولای شي دا ثابته کړي چې ما ګناه کړې ده؟ که چېرې زه حقیقت وایم نو بیا ولې په ما باندې باور نه کوی؟
47 هرڅوک چې د خدای له خوا راځي هغه د خدای کلام ته غوږ نیسي، خو تاسو د خدای نه یئ نو له دې امله د خدای کلام ته غوږ نه نیسئ.»
48 خلکو عیسی ته په ځواب کې وویل: «ایا مونږ په حقه نه یو چې وایو ته سامري یې او پېریانو نیولی یې؟»
49 عیسی وویل: «زه پېریانو نه یم نیولی، بلکې د خپل پلار احترام کوم، خو تاسو زما سپکاوی کوئ.
50 زه د خلکو نه د خپل ځان دپاره لویي نه غواړم، خو یو بل څوک شته چې هغه غواړي چې زما عزت دې وشي او هغه سم قضاوت کوي.
51 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي نو هغه به هېڅکله مړ نه شي.»
52 خلکو هغه ته وویل: «اوس مونږ پوره ډاډه یو چې ته پېریانو نیولی یې. ابراهیم مړ شو او نور پیغمبران هم مړه شول، خو ته بیاهم وایې چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي نو هغه به هېڅکله مړ نه شي.
53 ایا ته زمونږ د پلار ابراهیم او نورو پیغمبرانو نه چې مړه شول ډېر لوی یې؟ ته څه فکر کوې چې څوک یې؟»
54 عیسی ځواب ورکړ: «که زه خپل ځان لوی وګڼم نو دا لویې به هېڅ معنی ونلري. خو دا زما پلار دی چې ماته لویي راکوي، هماغه څوک چې تاسو وایئ چې زمونږ خدای دی.
55 که څه هم تاسو هغه نه پېژنئ، خو زه هغه پېژنم. خو که زه ووایم چې هغه نه پېژنم نو زه به ستاسو په شان دروغجن یم، خو زه هغه پېژنم او د هغه په تعلیم باندې عمل کوم.
56 ستاسو پلار ابراهیم په دې خاطر خوشحاله ؤ چې زما د راتللو ورځ وویني. نو هغه یې ولیدله او خوشحاله شو.»
57 خلکو هغه ته وویل: «ته خو لا د پنځوسو کالو هم نه یې، نو بیا څنګه ویلی شې چې ابراهیم دې لیدلی دی؟»
58 عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ابراهیم لا پیدا شوی هم نه ؤ چې زه یم.»
59 په دې خبره هغوی تیږې راواخیستلې چې عیسی ورباندې سنګسار کړي، خو عیسی د خلکو له نظره پناه شو او د خدای د کور نه لاړ.