يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 13

د فسحې د اختر نه یوه ورځ مخکې ؤ او عیسی په دې پوه شو چې هغه وخت راورسېد چې د دې نړۍ نه لاړ شي او پلار ته ورشي. هغه تل په دې نړۍ کې او تر اخره پورې د خپلو پیروانو سره مینه وکړله.
2 د ماښام د ډوډۍ وخت ؤ او شیطان له مخکې نه د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په زړه کې دا فکر اچولی ؤ چې د عیسی سره خیانت وکړي.
3 عیسی په دې پوهېده چې پلار ورته د ټولو شیانو اختیار ورکړی دی او هغه د خدای له خوا راغلی دی او بېرته خدای ته ورځي.
4 نو هغه د ډوډۍ نه راپاڅېده، خپله چپنه یې لېرې کړله او یو دستمال یې راواخیست او د خپلې ملا نه یې راتاو کړ.
5 بیا یې په لګن کې اوبه واچولې او د خپلو شاګردانو د پښو په وینځلو یې شروع وکړه او هغه یې په هغه دستمال باندې چې د خپلې ملا نه یې تاو کړی ؤ، وچولې.
6 هغه شمعون پطروس ته ورغی نو پطروس هغه ته وویل: «ای څښتنه، ایا ته غواړې چې زما پښې ووینځې؟»
7 عیسی په ځواب کې وویل: «ته اوس نه پوهېږې چې زه څه کوم، خو وروسته به پوه شې.»
8 پطروس ورته وویل: «ته به هېڅکله هم زما پښې نه وینځې.» عیسی وویل: «که زه ستا پښې ونه وینځم نو ته به نور زما سره ملګرتیا ونه لرې.»
9 شمعون پطروس وویل: «بیا نو څښتنه، یوازې پښې مې نه بلکې لاسونه او سر مې هم ووینځه.»
10 عیسی ورته وویل: «چا چې ځان وینځلی وي نو هغه بیخي پاک وي او وینځلو ته اړتیا نه لري، یوازې پښې یې باید ووینځل شي. تاسو ټول پاک یئ، خو په تاسو کې یو کس پاک نه دی.»
11 ځکه چې عیسی ته معلومه وه چې څوک به ورسره خیانت کوي، نو ځکه یې وویل: «تاسو ټول پاک یئ پرته د یو کس نه.»
12 کله چې عیسی د هغوی پښې ووینځلې، نو خپله چپنه یې بېرته واغوستله او بېرته دسترخوان ته کښېناست او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «ما چې ستاسو دپاره څه وکړل ایا تاسو د هغې په معنی باندې پوه شوئ؟
13 تاسو ماته استاذ او بادار وایئ او تاسو ښه کوئ چې داسې وایئ، ځکه چې زه همداسې یم.
14 نو که چېرې زه چې ستاسو بادار او استاذ یم ستاسو پښې ووینځلې، نو تاسو هم باید د یو بل پښې ووینځئ.
15 ما تاسو ته یو مثال درکړ ترڅو تاسو د یو بل سره همداسې وکړئ لکه څنګه چې ما ستاسو دپاره وکړل.
16 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هېڅ یو نوکر د خپل بادار څخه لوی نه دی او هېڅ یو استازی د خپل رالېږونکي څخه لوی نه دی.
17 اوس چې تاسو په دې شیانو باندې پوه شوئ، نو که عمل ورباندې وکړئ نو تاسو بختور یئ.
18 زه ستاسو ټولو په هکله خبرې نه کوم، کوم خلک چې ما غوره کړي دي زه هغوی پېژنم. خو د خدای د کلام دا وینا باید رښتیا شي چې وایي: ‹هغه چا چې زما سره یې ډوډۍ خوړله زما په ضد راپورته شو.›
19 اوس زه تاسو ته د هغې پېښې د رامنځته کېدلو نه مخکې وایم، د دې دپاره کله چې هغه وشي نو تاسو به په دې ایمان راوړئ چې زه هماغه یم.
20 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې هغه کس قبول کړي چې زه یې لېږم، نو زه یې قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی چې زه یې رالېږلی یم.»
21 کله چې عیسی دا خبرې وکړې نو د هغه روح ناارامه شو او په ښکاره یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.»
22 شاګردانو یو بل ته وکتل او شکمن شول چې هغه د چا په هکله خبرې کوي.
23 په شاګردانو کې یو یې چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ د هغه په څنګ کې ناست ؤ.
24 شمعون پطروس هغه شاګرد ته اشاره وکړه او ورته ویې ویل: «د عیسی نه پوښتنه وکړه چې هغه د چا په هکله خبرې کوي.»
25 نو هغه شاګرد عیسی ته ورنژدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه، هغه څوک دی؟»
26 عیسی ځواب ورکړ: «دا هغه سړی دی چې زه لږه ډوډۍ په کاسه کې لمدوم او ورته یې ورکوم.» نو هغه د لږه ډوډۍ په کاسه کې لمده کړه او د شمعون اسخریوتي زوی یهودا ته یې ورکړه.
27 څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله نو شیطان یې وجود ته ورننوت. عیسی ورته وویل: «هرڅه چې کوې زر یې وکړه.»
28 کوم خلک چې ډوډۍ ته ناست وو د هغوی څخه هېڅوک پوه نه شو چې د دې خبرې نه د هغه مقصد څه ؤ.
29 څرنګه چې یهودا سره د پیسو ساتلو کڅوړه وه، نو ځینو شاګردانو دا ګومان وکړ چې عیسی هغه ته وویل چې لاړ شي او د اختر دپاره چې کوم څه په کار دي واخلي او یا غریبانو ته کوم څه ورکړي.
30 څنګه چې یهودا هغه لږه ډوډۍ واخیستله نو سمدلاسه دباندې ووت. دا شپه وه.
31 کله چې یهودا لاړ نو عیسی وویل: «اوس به د خدای زوی جلال ومومي او د هغه په وسیله به خدای جلال مومي.
32 څرنګه چې خدای د هغه په وسیله جلال مومي نو خدای به په خپله هم هغه ته جلال ورکړي او ډېر زر به ورته جلال ورکړي.
33 زما بچیانو! زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم. بیا به ما پسې ګرځئ او پیدا کولای به مې نه شئ او لکه څنګه چې مې یهودي مشرانو ته وویل، اوس یې تاسو ته هم وایم، زه چې چېرته ځم هلته تاسو نه شئ تللی.
34 زه تاسو ته نوی حکم درکوم: د یو بل سره مینه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده، نو تاسو هم باید د یو بل سره مینه وکړئ.
35 که تاسو یو د بل سره مینه ولرئ نو بیا به ټول په دې پوه شي چې تاسو زما شاګردان یئ.»
36 شمعون پطروس د هغه نه پوښتنه وکړه: «استاذه، ته چېرته ځې؟» عیسی ځواب ورکړ: «زه چې کوم ځای ته ځم ته اوس هلته ما پسې نه شې راتللی، خو وروسته به راشې.»
37 پطروس وویل: «استاذه، اوس درپسې ولې نه شم درتلی؟ زه دې ته حاضر یم چې ستا په خاطر خپل ځان قربان کړم.»
38 عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته حاضر یې چې زما په خاطر مړ شې؟ په یقین سره زه تاته دا وایم چې د چرګ د اذان نه مخکې به درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.»