يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 20

د یکشنبې په ورځ سهار وختي چې لا تیاره وه مریم مجدلیه قبر ته راغله او ویې لیدل چې د قبر د خولې نه تیږه لېرې شوې ده.
2 نو هغه په منډه منډه شمعون پطروس او هغه شاګرد ته چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ ورغله او هغوی ته یې وویل: «هغوی زمونږ د عیسی مړی د قبر نه وړی او مونږ نه پوهېږو چې په کوم ځای کې یې اچولی دی.»
3 نو پطروس او هغه بل شاګرد ووتل او د قبر خواته لاړل.
4 هغوی دواړو منډې وهلې، خو هغه بل شاګرد د پطروس نه مخکې شو او د هغه نه لومړی قبر ته ورسېده.
5 هغه قبر ته ورټیټ شو او دننه یې وکتل او کفن یې ولیده چې هلته پروت ؤ، خو قبر ته وردننه نه شو.
6 بیا شمعون پطروس راورسېد او قبر ته ورننوت. هغه هم کفن ولیده چې هلته پروت ؤ،
7 او هغه دستمال چې د عیسی د سر نه تاو ؤ، هغه د کفن سره نه ؤ، بلکې هغه په خپله قات شوی ؤ او په بل ځای کې پروت ؤ.
8 بیا هغه بل شاګرد چې په اوله کې قبر ته رسېدلی ؤ هم قبر ته ورننوت او چې کله یې هغه ولید، نو باور یې وکړ.
9 ځکه چې هغوی لا تر دې وخته پورې د خدای په کلام باندې پوه شوي نه وو چې ویلي یې وو چې عیسی باید د مړو نه بیا راژوندی شي.
10 نو بیا هغه دواړه شاګردان بېرته کور ته لاړل.
11 خو مریم د قبر نه دباندې ولاړه وه او ژړل یې. هغې لا ژړل چې ټیټه شوه او دننه قبر ته یې وکتل
12 او دوه فرښتې یې په سپینو کالیو کې ولیدلې چې په هغه ځای کې چې د عیسی مړی پروت ؤ یوه یې سرته او بله یې پښو ته ناسته وه.
13 هغوی د هغې نه پوښتنه وکړه: «ای ښځې، ته ولې ژاړې؟» هغې ورته وویل: «ځکه چې هغوی زما د استاذ مړی وړی دی او زه نه پوهېږم چې چېرته یې اچولی دی.»
14 کله چې هغې دا خبره وکړه نو مخ یې راواړاوه او عیسی یې ولیده چې هلته ولاړ دی، خو هغې ونه پېژانده چې دا عیسی دی.
15 عیسی هغې ته وویل: «ای خورې، ته ولې ژاړې؟ څوک لټوې؟» هغې دا ګومان وکړ چې ګوندې هغه باغوان دی نو ورته ویې ویل: «ښاغلیه، که چېرې تا د هغه مړی وړی وي نو ماته ووایه چې هغه دې په کوم ځای کې اچولی دی چې زه لاړه شم او هغه راپیدا کړم.»
16 عیسی هغې ته وویل: «مریمې!» مریم هغه ته مخ ورواړاوه او په آرامي ژبه کې یې ورته وویل: «ربوني!» یعنې استاذه.
17 عیسی هغې ته وویل: «ماته لاس مه راوړه، ځکه چې زه لا تر اوسه پلار ته نه یم تللی. خو زما ورونو یعنې زما شاګردانو ته ورشه او هغوی ته ووایه چې زه اوس خپل پلار ته چې ستاسو پلار هم دې او خپل خدای ته چې ستاسو خدای هم دی، پورته ورځم.»
18 نو مریم مجدلیه لاړه او شاګردانو ته یې وویل چې ما عیسی لیدلی دی. بیا هغوی ته یې د هغه پیغام ورساوه.
19 د هماغې یکشنبې په ماښام کله شاګردان د یهودیانو د مشرانو له وېرې د تړلو دروازو شاته سره راټول شوي وو، عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!»
20 کله چې هغه دا وویل نو هغوی ته یې خپل لاسونه او خپل بغل وروښودل. کله چې شاګردانو خپل استاذ ولیده نو ډېر خوشحاله شول.
21 عیسی یوځل بیا وویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې! لکه څنګه چې پلار زه رالېږلی یم نو همداسې زه هم تاسو لېږم.»
22 بیا یې په هغوی وپوکل او ویې ویل: «زما له خوا روح القدس قبول کړئ.
23 که چېرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوی به وبخښل شي. که تاسو هغوی ونه بخښئ نو هغوی به ونه بخښل شي.»
24 د دولسو شاګردانو څخه توما چې بل نوم یې غبرګونی ؤ، په هغه وخت کې چې عیسی راغی د نورو سره هلته موجود نه ؤ.
25 نو نورو شاګردانو هغه ته وویل: «مونږ استاذ لیدلی دی.» خو هغه ورته وویل: «ترڅو پورې چې زه د هغه په لاسونو باندې د مېخونو نښې ونه وینم او خپلې ګوتې ورباندې کېنږدم او خپل لاس د هغه د بدن په بغل کېنږدم نو هېڅکله به باور ونه کړم.»
26 یوه هفته وروسته د هغه شاګردان یوځل بیا په کور کې سره راټول شوي وو او توما هم د هغوی سره ؤ. سره له دې چې دروازې بندې وې، خو عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي پر تاسو باندې!»
27 بیا یې توما ته وویل: «خپلې ګوتې دې دلته کېږده، زما لاسونو ته وګوره او خپل لاسونه راوړاندې کړه او زما په بغل باندې یې کېږده او نور شک مه کوه بلکې ایمان ولره.»
28 توما وویل: «ای زما استاذه او زما خدایه.»
29 عیسی هغه ته وویل: «په دې خاطر چې زه دې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې نه یم لیدلی او ایمان راوړي.»
30 عیسی د خپلو شاګردانو په حضور کې ډېرې نورې نښې وښودلې چې په دې کتاب کې نه دي لیکل شوي.
31 خو دا نښې د دې دپاره لیکل شوي دي چې تاسو په دې ایمان راوړئ چې عیسی هماغه مسیح دی او د خدای زوی دی او په هغه باندې په ایمان راوړلو سره به د هغه په نوم تلپاتې ژوندون ولرئ.