يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 19

وروسته بیا پیلاتوس عسکرو ته امر وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي.
2 عسکرو د اغزو نه تاج جوړ کړ او د هغه په سر یې کېښود او بانجاني چپنه یې ورته ورواغوستله.
3 هغوی به په وار وار هغه ته راتلل او ویل به یې: «ژوندی دي وي د یهودیانو پاچا!» او په مخ به یې څپېړه ورکوله.
4 پیلاتوس یوځل بیا دباندې راووت او یهودیانو ته یې وویل: «ګورئ، زه هغه تاسو ته راولم ترڅو تاسو خبر شئ چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.»
5 نو عیسی په داسې حال کې چې د اغزو تاج یې په سر ؤ او بانجاني چپنه یې اغوستې وه دباندې راووت. پیلاتوس هغوی ته وویل: «وګورئ، هغه سړی دلته دی.»
6 کله چې مشرانو کاهنانو او د خدای د کور ساتونکو هغه ولیده نو په چیغو یې شروع وکړه او ویل یې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه! هغه په صلیب باندې ځوړند کړه!» پیلاتوس هغوی ته وویل: «هغه بوځئ او په خپله یې په صلیب باندې ځوړند کړئ، ځکه چې زه په هغه کې کوم جرم نه وینم.»
7 خلکو ځواب ورکړ: «مونږ قانون لرو او د هغه له مخې باید هغه ووژل شي، ځکه چې هغه دعوه کوي چې د خدای زوی دی.»
8 کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله نو نور هم ووېرېده،
9 او بېرته ماڼۍ ته لاړ او د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «ته د کوم ځای یې؟» خو عیسی ورته ځواب ورنه کړ.
10 پیلاتوس هغه ته وویل: «ولې زما سره خبرې نه کوې؟ ایا ته په دې نه پوهېږې چې زه دا واک او اختیار لرم چې تا ازاد کړم او یا دې په صلیب باندې ځوړند کړم؟»
11 عیسی ځواب ورکړ: «که چېرې خدای تاته واک او اختیار نه وای درکړی نو تا به زما سره هېڅ هم نه شوی کولای. نو چا چې زه تاته په لاس درکړم، نو په دې کې زیاته ګناه د هغه ده.»
12 کله چې پیلاتوس دا خبره واورېدله نو کوښښ یې وکړ چې هغه ازاد کړي خو یهودیانو به بیا چیغې وهلې او ویل یې: «که چېرې تا دا سړی ازاد کړ نو ته د امپراتور دوست نه یې. هرڅوک چې دعوه کوي چې زه پاچا یم، نو هغه د امپراتور په خلاف سرکښي کوي.»
13 کله چې پیلاتوس دا خبرې واورېدلې نو عیسی یې دباندې راوویست او بیا پیلاتوس په هغه ځای کې د قضاوت په چوکۍ باندې کښېناست چې د تیږو د فرش په نوم یادېده او په آرامي ژبه کې ورته جباتا وایي.
14 دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او شاوخوا غرمه وه چې پیلاتوس خلکو ته وویل: «وګورئ، دا دی ستاسو پاچا!»
15 هغوی بیا چیغې کړې: «هغه دې ووژل شي! هغه دې ووژل شي! په صلیب یې ځوړند کړه!» پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا غواړئ چې ستاسو پاچا په صلیب باندې ځوړند کړم؟» مشرانو کاهنانو ځواب ورکړ: «مونږ د امپراتور نه پرته بل پاچا نه لرو.»
16 نو بیا پیلاتوس عیسی هغوی ته وروسپاره چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.نو هغوی عیسی لرې بوتلو.
17 عیسی په داسې حال کې چې خپل صلیب یې په اوږه ؤ د ښار نه ووت او هغه ځای ته چې د سر د کوپړۍ په نوم یادېده او په آرامي ژبه ورته جلجتا وایي، لاړ.
18 په هغه ځای کې هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او د هغه سره یې دوه کسه نور هم چې یو یې یو اړخ او بل یې بل اړخ ته په صلیب باندې ځوړند کړل او عیسی د هغوی په منځ کې ؤ.
19 پیلاتوس امر وکړ چې په یوه تخته باندې دې ولیکل شي او د صلیب په سر باندې دې ولګول شي او هغه لیکنه داسې وه: «عیسی ناصري د یهودیانو پاچا.»
20 ډېرو یهودیانو دا لیکنه ولوستله، ځکه په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځوړند کړای شو هغه ښار ته نژدې ؤ. دا لوحه په آرامي، لاتینۍ او یونانۍ ژبو لیکل شوې وه.
21 د یهودیانو مشرانو کاهنانو پیلاتوس ته وویل: «تا ولې ولیکل چې هغه د یهودیانو پاچا دی؟ تا باید لیکلي وای چې هغه دعوه کوي چې د یهودیانو پاچا دی.»
22 پیلاتوس ځواب ورکړ: «هرڅه چې ما لیکلي دي، لیکلي مې دي.»
23 کله چې عسکرو عیسی په صلیب باندې ځوړند کړ نو د هغه کالي یې راواخیستل او په څلورو برخو یې سره ووېشل، هر یو عسکر یوه برخه واخیستله او د هغه کمیس یې هم واخیست. دا کمیس د پاس نه نیولې تر ښکته پورې د یوې ټوټې نه اوبدل شوې وه او هېڅ درز په کې نه ؤ.
24 نو عسکرو یو بل ته سره وویل: «راځئ چې دا څېرې نه کړو او پچه ورباندې واچوو او وګورو چې د چا کیږي.» داسې وشول ترڅو د خدای کلام هغه لیکنه رښتیا شي:«اچوي پچه دوی زما په جامواو وېشي یې په خپل منځ کې.»نو عسکرو همدا کار وکړ.
25 د هغه صلیب څنګ ته چې عیسی ورباندې مېخ کړای شوی ؤ، د عیسی مور، د هغه ترور، مریم چې د کلوپاس ښځه وه او مریم مجدلیه ولاړې وې.
26 کله چې عیسی خپله مور ولیدله چې د هماغه شاګرد په خوا کې چې په هغه باندې ګران ؤ ولاړه وه، نو هغې ته یې وویل: «مور جانې! دا ستا زوی دی.»
27 بیا یې هغه شاګرد ته وویل: «دا ستا مور ده.» او د هماغه وخت نه هغه شاګرد هغه د خپلې کورنۍ غړې وګڼله.
28 د هغه نه وروسته عیسی پوه شو چې ټول کارونه سرته رسېدلي دي او هغه وویل: «زه تږی یم.» په دې ډول د خدای د کلام وینا رښتیا شوه.
29 په هغه ځای کې د عادي شرابو نه ډک یو لوښی پروت ؤ. هغوی یو اسفنج په ساده شرابو باندې لوند کړ او د وېلنې د څانګې په سر یې کېښود او د هغه خولې ته یې ونیوه.
30 کله چې عیسی هغه ساده شراب وڅښل نو ویې ویل: «پوره شو!» بیا یې سر ټیټ کړ او خپل روح یې خدای ته وسپاره.
31 څرنګه چې دا د فسحې د تیارلو ورځ وه او یهودیانو نه غوښتل چې په صلیب باندې د ځوړند شویو مړي د هغه ځانګړي سبت په ورځ پاتې شي، نو هغوی د پیلاتوس نه وغوښتل چې د هغوی پښې ماتې کړي او کله چې هغوی مړه شي نو د صلیب نه یې راښکته کړي.
32 نو عسکر راغلل او د اولني سړي پښې یې چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوی ؤ، ماتې کړې او بیا یې د هغه بل سړي پښې ماتې کړې.
33 خو کله چې عیسی ته راغلل نو ویې لیدل چې هغه لا مخکې مړ شوی دی، نو د هغه پښې یې ماتې نه کړې.
34 خو یو عسکر عیسی په نېزه باندې په بغل کې وواهه او سمدلاسه یې د بدن نه وینې او اوبه راوبهېدلې.
35 یو سړی چې په خپله د دې پېښې شاهد ؤ دغه شاهدي ورکوي او د هغه شاهدي رښتیا ده. هغه پوهیږي چې د څه په هکله خبرې کوي او هغه رښتیا وایي ترڅو تاسو هم ایمان راوړئ.
36 همداسې وشول ترڅو د خدای کلام وینا رښتیا شي چې وایي: «د هغه یو هډوکی به هم مات نه شي.»
37 او په بل ځای کې وایي: «هغوی به هغه سړي ته ګوري چې په نېزه باندې یې سوری کړ.»
38 وروسته له هغې یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او په پټه د عیسی پیرو ؤ ځکه چې هغه د یهودیانو نه وېرېده، پیلاتوس ته ورغی او د هغه نه یې وغوښتل چې اجازه ورته ورکړي چې د عیسی مړی واخلي او ښخ یې کړي. پیلاتوس ورته اجازه ورکړه. نو هغه راغی او د عیسی مړی یې یووړ.
39 نیکودیموس یعنې هماغه سړی چې د شپې له خوا وختي د عیسی لیدلو ته ورغلی ؤ، هم راغی او د ځان سره یې د مر کنډ او د عود د بوټي څخه جوړه شوې مساله چې شاوخوا څلوردېرش کیلو وه، راوړه.
40 هغوی دواړو د عیسی مړی یووړ او د یهودیانو د مړو د ښخولو د مراسمو له مخې یې د خوشبویه تېلو سره په کفن کې تاو کړ.
41 په کوم ځای کې چې عیسی په صلیب باندې ځړول شوی ؤ هلته یو باغ ؤ او په هغه باغ کې یو نوی قبر ؤ چې تر هغه وخته پورې په کې څوک نه ؤ ښخ شوی.
42 څرنګه چې دا د فسحې د تیارولو ورځ وه او قبر هلته نژدې ؤ نو هغوی د عیسی مړی هلته ښخ کړ.