يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 6

د دې نه وروسته عیسی د جلیل د دریاب بلې غاړې ته چې د طبریې په نوم هم یادیږي، لاړ.
2 ګڼ شمېر خلک ورپسې وو، ځکه چې هغوی هغه معجزې لیدلې وې چې د ناروغانو د روغولو دپاره یې ښودلې وې.
3 عیسی یوې غونډۍ ته وخوت او هلته د خپلو شاګردانو سره کښېناست.
4 د یهودیانو د فسحې د اختر ورځې نژدې وې.
5 کله چې عیسی شاوخوا ته وکتل او ګڼ شمېر خلک یې ولیدل چې د هغه خواته راروان دي، نو فیلیپوس ته یې وویل: «دومره ډوډۍ به له کوم ځای نه اخلو چې دا ټول خلک یې وخوري؟»
6 عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې فیلیپوس امتحان کړي، ځکه چې هغه خپله پوهېده چې څه وکړي.
7 فیلیپوس ځواب ورکړ: «د سپینو زرو د دوه سوه سکو ډوډۍ به هم بس نه شي چې هر یو ته لږه لږه هم ورسیږي.»
8 د هغه په شاګردانو کې یو شاګرد چې اندریاس نومېده او د شمعون پطروس ورور ؤ، هغه ته وویل:
9 «دلته یو هلک دی. د هغه سره د اوربشو پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان شته، خو په هغو باندې به د دې دومره خلکو څه وشي؟»
10 عیسی هغوی ته وویل: «خلکو ته ووایئ چې کښېني.» په هغه ځای کې ډېر واښه وو، نو ټول سړي چې شمېر یې پنځه زره وو کښېناستل.
11 بیا عیسی ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې ووېست او هغه یې په ناستو خلکو باندې ووېشلې. د ماهیانو سره یې هم همداسې وکړل او چا چې څومره غوښتل ورته یې ورکړل.
12 کله چې ټول ماړه شول نو خپلو شاګردانو ته یې وویل: «د پاتې شویو ډوډیو ټوټې راټولې کړئ چې هېڅ شی درڅخه ضایع نه شي.»
13 نو شاګردانو هغه راټولې کړې او د اوربشو د پنځو ډوډیو د پاتې شویو ټوټو نه چې خلکو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې.
14 کله چې خلکو د عیسی د قدرت نښه ولیدله نو ویې ویل: «دا په رښتیا هماغه پیغمبر دی چې باید نړۍ ته راغلی وای.»
15 بیا عیسی پوه شو چې هغوی نیت لري چې راشي او هغه په زوره بوځي او پاچا یې کړي. نو هغه بېرته د غونډیو سیمې ته لاړ چې هلته یوازې واوسیږي.
16 کله چې ماښام شو نو د عیسی شاګردان ښکته د دریاب خواته لاړل،
17 کشتۍ ته وختل او بېرته د کپرناحوم خواته روان شول. شپه شوه او عیسی لا بېرته هغوی ته نه ؤ راغلی.
18 په دې وخت کې سخت باد لګېده او دریاب توفاني شو.
19 کله چې شاګردان نژدې پنځه یا شپږ کیلومتره مخکې لاړل، عیسی یې ولیده چې د اوبو دپاسه روان دی او د کشتۍ خواته رانژدې کیږي، نو هغوی ووېرېدل.
20 خو عیسی هغوی ته وویل: «زه یم، مه وېرېږئ!»
21 بیا هغوی وغوښتل چې هغه دننه کشتۍ ته راولي، او سمدلاسه کشتۍ هغه ځای ته ورسېدله چې دوی ورته ورتلل.
22 بله ورځ هغه خلک چې د دریاب په بله غاړه ولاړ وو ولیدل چې هلته یوازې یوه کشتۍ وه او عیسی په کې د خپلو شاګردانو سره نه ؤ ختلی، بلکې هغوی یوازې تللي وو.
23 بیا د طبریې د ښار څخه نورې کشتۍ هغه ځای ته راورسېدلې چې خلکو په کې هغه ډوډۍ خوړلې وه چې عیسی ورباندې د خدای شکر ویستلی ؤ.
24 نو کله چې خلکو ولیدل چې هلته نه عیسی ؤ او نه یې شاګردان، نو هغوی په کشتۍ کې سپاره شول او د عیسی د لټولو دپاره کپرناحوم ته لاړل.
25 کله چې خلکو عیسی د دریاب په بله غاړه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «استاذه، ته کله دلته راورسېدلې؟»
26 عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو د دې دپاره ما نه لټوئ چې زما معجزې مو لیدلي دي، بلکې د هغه ډوډۍ په خاطر چې ومو خوړله او ماړه شوئ.
27 د فاني خوړو دپاره خواري مه کوئ بلکې د هغو خوړو دپاره خواري وکړئ چې د تلپاتې ژوندون پورې پاتې کیږي، یعنې هغه خواړه چې د انسان زوی به یې تاسو ته درکوي. ځکه چې پلار خدای هغه ته اختیار ورکړی دی چې داسې وکړي.»
28 بیا خلکو پوښتنه وکړه: «مونږ څه وکړو، ترڅو هغه کارونه چې خدای یې زمونږ نه غواړي سرته ورسوو؟»
29 عیسی په ځواب کې وویل: «کوم کار چې خدای یې ستاسو څخه غواړي هغه دا دی چې په هغه چا باندې ایمان راوړئ چې هغه رالېږلی دی.»
30 نو هغوی وویل: «ته مونږ ته کومه نښه ښکاره کوې چې مونږ یې ووینو او ایمان درباندې راوړو؟ ته به څه کار وکړې؟
31 زمونږ نیکونو په دښته کې من وخوړ او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹هغه د اسمان نه هغوی ته ډوډۍ ورکړه چې ویې خوري.›»
32 عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا موسی نه ؤ چې تاسو ته یې د اسمان نه ډوډۍ درکړله، بلکې زما پلار درکوله او اوس هغه تاسو ته د اسمان څخه رښتینې ډوډۍ درکوي.
33 ځکه کومه ډوډۍ چې خدای یې درکوي هغه د اسمان څخه رانازلیږي او نړۍ ته ژوندون ورکوي.»
34 هغوی وویل: «ښاغلیه، مونږ ته تل دغه ډوډۍ راکوه.»
35 عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي.
36 خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ.
37 کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم.
38 ځکه چې زه د اسمان نه د دې دپاره نه یم راښکته شوی چې خپله رضا پوره کړم، بلکې د دې دپاره چې د هغه چا رضا پوره کړم چې زه یې رالېږلی یم.
39 او چا چې زه رالېږلی یم د هغه رضا دا ده چې ټول خلک چې هغه ماته راکړي دي یو یې هم له لاسه ورنه کړم، بلکې د اخرت په ورځ هغوی راژوندي کړم.
40 ځکه چې زما د پلار رضا دا ده چې هرڅوک چې ما د هغه د زوی په توګه وپېژني او په ما باندې ایمان راوړي هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.»
41 په دې باندې خلکو په خپلو کې سره شکایت وکړ، ځکه چې هغه وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې د اسمان نه نازل شوې ده.»
42 نو هغوی وویل: «ایا دا سړی د یوسف زوی عیسی نه دی چې مونږ یې مور او پلار پېژنو؟ نو بیا هغه څنګه وایي چې زه د اسمان نه راښکته شوی یم؟»
43 عیسی ځواب ورکړ: «په خپل منځ کې سره شکایت مه کوی.
44 هېڅوک نه شي کولای چې ماته راشي ترڅو هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم هغه ماته رانه ولي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.
45 د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي: ‹هغوی ټول به د خدای له خوا تعلیم حاصل کړي.› هرڅوک چې د پلار خبرو ته غوږ ونیسي او د هغه څخه څه زده کړي، هغه ماته راځي.
46 هېچا پلار نه دی لیدلی پرته د هغه چا نه چې د خدای له خوا راغلی دی. یوازې هغه خدای لیدلی دی.
47 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه د تلپاتې ژوندون خاوند دی.
48 زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي.
49 سره له دې چې ستاسو نیکونو په دښته کې من وخوړ خو هغوی مړه شول.
50 خو کومه ډوډۍ چې د اسمان څخه رانازلیږي هغه داسې ډوډۍ ده چې هرڅوک هغه وخوري نو هېڅکله به نه مړ کیږي.
51 زه د ژوندون هغه ډوډۍ یم چې د اسمان څخه رانازل شوې ده. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري نو هغه به تل ترتله ژوندی وي. کومه ډوډۍ چې زه به یې ورکوم، هغه زما خپل بدن دی چې زه یې د نړۍ د ژوندون په خاطر ورکوم.»
52 په دې خبره یهودیانو په خپل منځ کې سره سخت بحث شروع کړ او ویل یې: «دا سړی څنګه کولای شي چې خپل بدن مونږ ته راکړي چې ویې خورو؟»
53 عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې پورې چې تاسو د انسان د زوی بدن ونه خورئ او د هغه وینه ونه څښئ نو تاسو به تلپاتې ژوندون ونه لرئ.
54 هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند وي او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.
55 ځکه چې زما بدن رښتیني خواړه دي او زما وینه رښتینې څښاک ده.
56 هرڅوک چې زما بدن وخوري او زما وینه وڅښي نو هغه به په ما کې وي او زه به په هغه کې یم.
57 لکه څنګه چې اسماني پلار چې ژوند ورکوي زه راولېږلم او زه د هغه له امله ژوندی یم، نو په همدې ډول هرڅوک چې زما بدن وخوري نو هغه به زما له امله ژوندی وي.
58 دا هغه ډوډۍ ده چې د اسمان څخه رانازله شوې ده او دا د هغې ډوډۍ په شان نه ده چې ستاسو نیکونو وخوړله او مړه شول. هرڅوک چې دا ډوډۍ وخوري نو هغه به تل ترتله ژوندی وي.»
59 دا خبرې عیسی هغه وخت په کنیسه کې وکړلې کله چې هغه په کپرناحوم کې تعلیم ورکاوه.
60 د هغه ډېرو پیروانو چې کله دا خبرې واورېدلې نو ویې ویل: «دا ډېره سخته ده، څوک کولای شي دا خبرې ومني؟»
61 عیسی په خپل زړه کې پوه شو چې شاګردان یې په دې خبره باندې شکایت کوي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې باندې خفه شوئ؟
62 که چېرې تاسو د انسان زوی ووینئ چې بېرته هغه ځای ته ورخېژي چې پخوا په کې ؤ، نو تاسو به څه فکر وکړئ؟
63 دا د خدای روح دی چې انسانانو ته ژوند وربخښي، انساني قوت هېڅ نه شي کولای. ما چې تاسو ته کومې خبرې کړې دي هغه هم روح دی او هم ژوندون.
64 خو بیاهم په تاسو کې ځینې خلک شته چې په ما ایمان نه لري.» ځکه چې عیسی ته د هماغې ورځې نه چې تعلیم یې پیل کړ دا معلومه وه چې څوک به ایمان نه راوړي او څوک به د هغه سره خیانت کوي.
65 بیا هغه وویل: «په همدې سبب ما تاسو ته وویل چې هېڅوک نه شي کولای ماته راشي ترڅو پورې چې پلار ورته دا توان ورکړی نه وي.»
66 د دې خبرې نه وروسته د عیسی ډېرو پیروانو هغه پرېښود او نور یې د هغه ملګرتیا ونه کړه.
67 نو عیسی د دولسو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم غواړئ چې ما پرېږدئ؟»
68 شمعون پطروس ځواب ورکړ: «ای استاذه، مونږ به چاته لاړ شو؟ ستا سره هغه خبرې دي چې تلپاتې ژوندون ورکوي.
69 مونږ په تا باندې ایمان راوړی دی او په دې باندې پوه شوي یو چې ته د خدای سپېڅلی یې.»
70 عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دولس واړه ما غوره نه کړئ؟ خو بیاهم په تاسو کې یو تن شیطان دی!»
71 عیسی دا خبرې د شمعون اسخریوتي د زوی یهودا په هکله کولې، که څه هم هغه د دولسو شاګردانو څخه ؤ، هغه به د عیسی سره خیانت وکړي.