يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 16

ما دا شیان تاسو ته د دې دپاره وویل چې ایمان له لاسه ورنه کړئ.
2 هغوی به تاسو د کنیسو نه وشړي او داسې وخت به راشي چې څوک چې تاسو ووژني نو هغوی ګومان کوي چې په دې کار سره یې خدای ته خدمت کړی دی.
3 هغوی به تاسو سره داسې کارونه کوي، ځکه چې هغوی نه پلار پېژني او نه ما.
4 دا شیان مې د دې دپاره تاسو ته وویل چې کله د هغوی د واک وخت راشي نو تاسو ته به زما خبرې در په یادې شي.ما دا شیان په اوله کې تاسو ته ونه ویل ځکه زه په خپله تاسو سره وم،
5 خو زه اوس هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم او تاسو یو هم زما نه دا پوښتنه نه کوئ چې ته چېرته ځې؟
6 ما چې تاسو ته کوم څه وویل په هغې باندې ستاسو زړونه غمجن شول.
7 خو زه تاسو ته حقیقت وایم چې زما تګ ستاسو دپاره ښه دی ځکه که زه لاړ نه شم نو تاسو ته به مرسته کوونکی رانه شي. خو که زه لاړ شم نو هغه به تاسو ته درولېږم.
8 کله چې هغه راشي، نو د دې نړۍ خلکو ته به د ګناه او د خدای د عدالت او قضاوت په هکله حقیقت ښکاره کړي.
9 د نړۍ خلک د ګناه په هکله غلط فکر لري ځکه چې هغوی په ما باندې ایمان نه راوړي.
10 هغوی د عدالت په هکله غلط فکر لري، ځکه چې زه پلار ته ځم او نور به مې ونه وینئ،
11 هغوی د خدای د قضاوت په هکله هم غلط فکر لري ځکه چې د دې نړۍ واکمن لا پخوا محکوم کړای شوی دی.
12 ډېرې نورې خبرې دي چې باید تاسو ته یې وکړم خو اوس یې تاسو د اورېدلو توان نه لرئ.
13 خو کله چې د حقیقت روح راشي نو تاسو ته به د حقیقت طرف ته بوځي. هغه به له خپله ځانه خبرې نه کوي بلکې څه چې هغه اوري هغه به وایي او په راتلونکي کې چې کوم څه کیږي تاسو به ورباندې خبر کړي.
14 هغه چې زما نه کوم تعلیم تر لاسه کوي نو تاسو به ورباندې خبروي او په دې ډول به زما جلال ښکاره کوي.
15 د پلار سره چې کوم حکمت دی هغه زما هم دی، نو په دې خاطر ما وویل زه چې روح القدس ته کوم تعلیم ورکوم هغه به یې اخلي او تاسو به ورباندې خبروي.»
16 عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «د لږ وخت دپاره به تاسو نور ما نه وینئ، خو لږه موده وروسته به مې بیا ووینئ.»
17 ځینو شاګردانو یو بل ته سره وویل: «د دې خبرې نه د هغه مطلب څه دی چې وایي: ‹د لږ وخت دپاره به تاسو ما ونه وینئ خو لږه موده وروسته به مې ووینئ› او ‹دا ځکه چې زه پلار ته ورځم؟›»
18 هغوی وویل: «د دې لږې مودې نه چې عیسی د هغې په هکله خبرې کوي مطلب څه دی؟ مونږ نه پوهېږو چې هغه د څه شي په هکله خبرې کوي.»
19 عیسی پوه شو چې هغوی غواړي په دې هکله ترې پوښتنه وکړي، نو هغوی ته یې وویل: «ایا تاسو په دې خاطر د یو بل نه پوښتنه کوئ چې زما د دې خبرې نه مطلب څه دی چې تاسو به د لږ وخت دپاره نور ما ونه وینئ خو لږه موده وروسته به بیا ما ووینئ؟
20 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو به ژاړئ او ویر به کوئ خو نړۍ به خوشحاله وي. تاسو به خفه یئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شي.
21 یوه ښځه د ماشوم د زېږولو په وخت کې ډېر دردونه زغمي، خو کله چې ماشوم پیدا شي نو هغه خپل دردونه هېروي، ځکه چې هغه خوشحاله وي چې یو انسان یې نړۍ ته راوړی دی.
22 تاسو هم اوس غمجن یئ خو زه به بیا تاسو ووینم او زړونه به مو خوشحاله شي او هېڅوک نه شي کولای چې دا خوشحالي ستاسو نه واخلي.
23 کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما نه هېڅ سوال نه کوئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو زما په نوم د پلار نه هرڅه وغواړئ نو تاسو ته به یې درکړي.
24 تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هېڅ شی نه دی غوښتی، وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ترڅو ستاسو خوشحالي پوره شي.
25 ما تاسو ته په مثالونو کې خبرې کولې، خو داسې وخت به راشي چې نور به تاسو ته په مثالونو کې خبرې نه کوم، بلکې په ښکاره توګه به تاسو ته د پلار په هکله خبرې کوم.
26 کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به زما په نوم هغه ته سوال کوئ او ماته به د دې اړتیا نه وي چې ستاسو په خاطر هغه ته خواست وکړم.
27 ځکه چې خپله پلار باندې تاسو ګران یئ، ځکه چې زه په تاسو باندې ګران یم او په دې باندې تاسو ایمان راوړی دی چې زه د خدای له خوا راغلی یم.
28 زه د پلار له خوا دې نړۍ ته راغلی یم او اوس نړۍ پرېږدم او پلار ته ورځم.»
29 بیا د عیسی شاګردانو وویل: «ته اوس ښکاره خبرې کوې او د مثالونو نه کار نه اخلې.
30 اوس مونږ پوهېږو چې ته د هرڅه نه خبر یې او لازمه نه ده چې کوم څوک ستا نه د کوم شي په هکله پوښتنه وکړي. نو له همدې امله مونږ ایمان لرو چې ته د خدای له خوا راغلی یې.»
31 عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو اوس په ما باندې پوره ایمان لرئ؟
32 ګورئ، هغه وخت راروان دی او بلکې رارسېدلی دی چې تاسو ټول به خواره واره شئ او خپلو کورونو ته به لاړ شئ او ما به یوازې پرېږدئ. خو بیاهم زه یوازې نه یم، ځکه چې پلار راسره دی.
33 ما دا هرڅه د دې دپاره تاسو ته وویل ترڅو په ما کې ارامي ولرئ. په دې نړۍ کې به تاسو ځورېږئ او کړېږئ. خو زړور اوسئ! ځکه چې زه په نړۍ باندې بریالی شوی یم.»