يوحنا- John

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 7

هغې نه وروسته عیسی په جلیل کې ګرځېده. هغه نه غوښتل چې په یهودیه کې پاتې شي، ځکه چې د یهودیانو مشرانو غوښتل هغه ووژني.
2 کله چې د یهودیانو د جونګړو اختر رانژدې شو،
3 نو ورونو یې عیسی ته وویل: «دا سیمه پرېږده او یهودیې ته لاړ شه ترڅو ستا پیروان ستا معجزې وویني.
4 څوک چې غواړي مشهور شي نو هغه خپل کارونه په پټه نه کوي. که چېرې ته داسې کارونه کوې نو پرېږده چې ټوله نړۍ دې وپېژني.»
5 ځکه چې د هغه ورونو هم په هغه باندې ایمان نه درلود.
6 عیسی هغوی ته وویل: «زما دپاره ټاکل شوی وخت لا تر اوسه نه دی رارسېدلی، خو ستاسو دپاره هر وخت مناسب دی.
7 د نړۍ خلک نه شي کولای کوم دلیل پیدا کړي چې ستاسو نه کرکه وکړي، خو زما نه کرکه کوي ځکه چې زه هغوی ته شاهدي ورکوم چې د دوی کارونه غلط دي.
8 تاسو د اختر دپاره لاړ شئ، زه دې اختر ته نه ځم ځکه چې زما دپاره هغه ټاکل شوی وخت لا نه دی رارسېدلی.»
9 هغه دا خبره وکړه او په جلیل کې پاتې شو.
10 وروسته له هغې چې د عیسی ورونه اختر ته لاړل، نو عیسی هم لاړ خو په ښکاره نه بلکې په پټه.
11 د یهودیانو مشران د اختر په ورځو کې هغه پسې ګرځېدل او د خلکو نه یې پوښتنه کوله: «هغه سړی چېرته دی؟»
12 د خلکو په منځ کې د هغه په هکله ګونګسې راپیدا شوې. ځینو ویل: «هغه ښه سړی دی.» او نورو ویل: «هغه خلک بې لارې کوي.»
13 خو د یهودیانو د مشرانو له وېرې هېچا د هغه په هکله ښې خبرې نه شوې کولې.
14 کله چې د اختر نیمې ورځې تېرې شوې، نو عیسی د خدای کور ته لاړ او په تعلیم ورکولو یې شروع وکړ.
15 د یهودیانو مشرانو په حیرانتیا سره وویل: «دا بې تعلیمه سړی په دومره شیانو باندې څنګه پوهیږي؟»
16 عیسی ځواب ورکړ: «کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه زما خپل تعلیم نه دی، بلکې دا د هغه چا تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.
17 که چېرې څوک غواړي چې د خدای رضا پوره کړي، نو هغه به په دې پوه شي چې کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه د خدای له خوا دی یا که زه له خپله ځانه خبرې کوم.
18 څوک چې له خپله ځانه خبرې کوي هغه د خپل ځان دپاره لویي غواړي. خو څوک چې د هغه چا لویي غواړي چې هغه یې رالېږلی دی هغه صادق دی او په هغه کې هېڅ ټګي نشته.
19 ایا تاسو ته موسی شریعت درنه کړ؟ خو په تاسو کې هېڅوک هم په هغه شریعت باندې عمل نه کوئ. نو بیا تاسو ولې غواړئ چې ما ووژنئ؟»
20 خلکو ځواب ورکړ: «ته پېریانو نیولی یې! څوک غواړي چې تا ووژني؟»
21 عیسی په ځواب کې وویل: «ما یوه معجزه وښودله او تاسو ټول ورته حیران شوئ.
22 موسی تاسو ته حکم وکړ چې خپل زامن سنت کړئ خو په حقیقت کې د سنتولو دا رسم او رواج د موسی له خوا نه، بلکې ستاسو د نیکونو له وخته پیل شوی دی. همدارنګه تاسو د سبت په ورځ خپل زامن سنتوئ.
23 که چېرې تاسو خپل زامن د سبت په ورځ سنتوئ چې د موسی شریعت مات نه شي، نو بیا ولې په ما باندې په قهر یئ چې د سبت په ورځ مې یو سړی روغ رمټ کړ؟
24 تاسو په ظاهره قضاوت مه کوئ، بلکې د انصاف له مخې قضاوت وکړی.»
25 په دې وخت کې د اورشلیم ځینو خلکو وویل: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې یهودي مشران یې غواړي ووژني؟
26 وګورئ، هغه دلته په ښکاره لګیا دی خبرې کوي او هغوی ورته هېڅ هم نه وایي! ایا داسې خو نه ده چې زمونږ مشران په رښتیا سره پوهیږي چې هغه مسیح دی؟
27 خو مونږ پوهېږو چې دا سړی د کوم ځای دی او کله چې مسیح راشي، نو هېڅوک به نه پوهیږي چې هغه د کوم ځای دی.»
28 کوم وخت چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو په لوړ اواز یې وویل: «هو، تاسو ما پېژنئ او په دې پوهېږئ چې زه د کوم ځای یم. خو زه په خپله خوښه نه یم راغلی، هغه چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او تاسو هغه نه پېژنئ.
29 خو زه هغه پېژنم، ځکه چې زه د هغه له خوا راغلی یم او زه هغه رالېږلی یم.»
30 بیا په هغه ځای کې ځینو خلکو کوښښ وکړ چې هغه راونیسي، خو هېچا هغه ته لاس ور نه وړ، ځکه چې هغه ټاکلی شوی وخت لا نه ؤ رارسېدلی.
31 خو بیاهم په هغو خلکو کې ډېرو په هغه باندې ایمان راوړ او ویې ویل: «کله چې مسیح راشي ایا هغه به د دې سړي نه زیاتې معجزې وښایي؟»
32 فریسیانو د عیسی په هکله د خلکو ګونګوسې واورېدلې، نو دوی او مشرانو کاهنانو د خدای د کور ساتونکي ولېږل چې عیسی ونیسي.
33 خو عیسی هغوی ته وویل: «زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم او بیا به هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم.
34 تاسو به ما پسې ګرځئ، خو ما به پیدا نه کړئ او په کوم ځای کې به چې زه یم هلته تاسو نه شئ راتللی.»
35 یهودي مشرانو په خپلو کې یو بل ته سره وویل: «دا سړی چېرته غواړي لاړ شي چې مونږ یې نه شو پیدا کولای؟ ایا هغه غواړي چې هغو غیریهودي ښارونو ته لاړ شي چې زمونږ خلک په کې اوسیږي او غیریهودي خلکو ته تعلیم ورکړي؟
36 د دې خبرې نه د هغه مطلب څه دی چې تاسو به په ما پسې ګرځئ، خو پیدا کولای به مې نه شئ او په کوم ځای کې چې زه یم تاسو هلته نه شئ راتللی؟»
37 د اختر په اخره ورځ یعنې هغه ورځ چې ډېر مهم مراسم په کې تر سره کیږي، عیسی ودرېده او په لوړ اواز یې وویل: «که څوک تږی وي نو هغه دې ماته راشي او زه به ورته یو څه ورکړم چې ویې څښي.
38 څوک چې په ما باندې ایمان راوړي نو لکه څنګه چې د خدای کلام وایي : ‹د ژوندون د اوبو ویالې به د هغه نه رابهیږي.›»
39 عیسی دا خبره د روح القدس په هکله وکړه چې په هغو خلکو باندې به نازلیږي کوم چې په هغه باندې ایمان راوړي. تر هغه وخته پورې لا روح القدس نه ؤ نازل شوی، ځکه چې عیسی لا خپل جلال ته نه ؤ رسېدلی.
40 کله چې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ځینو یې وویل: «دا سړی په رښتیا سره هماغه پیغمبر دی چې مونږ ورته په تمه یو.»
41 نورو وویل: «هغه مسیح دی.» خو نورو وویل: «ایا مسیح د جلیل نه راځي؟
42 ایا د خدای کلام دا نه وایي چې مسیح به د داود د کورنۍ څخه وي او د داود د کلي یعنې بیت لحم څخه به وي؟»
43 په دې ډول د عیسی په اړه د خلکو په منځ کې بې اتفاقي راپیدا شوه.
44 ځینو غوښتل چې هغه ونیسي، خو هېچا ورته لاس ورنه وړ.
45 کله چې د خدای د کور ساتونکي بېرته مشرانو کاهنانو او فریسیانو ته ورغلل، نو هغوی د ساتونکو څخه پوښتنه وکړه: «هغه مو ولې رانه ووست؟»
46 ساتونکو ځواب ورکړ: «تر اوسه پورې هېچا داسې خبرې نه دي کړي لکه دا سړی یې چې کوي.»
47 فریسیانو هغوی ته وویل: «ایا هغه تاسو هم بې لارې کړي یئ؟
48 ایا تاسو اورېدلي دي چې د مشرانو او یا د فریسیانو څخه کوم چا په هغه باندې ایمان راوړی دی؟ بې له شکه چې نه،
49 خو دا خلک چې د موسی د شریعت نه خبر نه دي، لعنتیان دي!»
50 نیکودیموس چې د فریسیانو د ډلې څخه ؤ، یعنې هغه سړی چې یوځل مخکې عیسی ته ورغلی ؤ، هغوی ته وویل:
51 «ایا زمونږ شریعت مونږ ته اجازه راکوي چې کوم څوک مخکې له دې چې د هغه خبرې واورو او په دې پوه شو چې هغه څه کړي دي، مجرم اعلان کړو؟»
52 هغوی په ځواب کې وویل: «ایا ته هم جلیلي یې؟ د خدای کلام ولوله، نو بیا به پوه شې چې په جلیل کې به هېڅ کوم پیغمبر پیدا نه شي.»
53 [بیا ټول خپلو کورونو ته لاړل.