يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 17

د دې خبرو نه وروسته عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «پلاره، هغه ساعت رارسېدلی دی. خپل زوی ته جلال ورکړه ترڅو چې زوی دې هم تاته جلال درکړي،
2 ځکه چې تا هغه ته په ټولو انسانانو باندې واک او اختیار ورکړی دی ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې هغه ته دې ورسپارلي دي، تلپاتې ژوندون ورکړي.
3 او تلپاتې ژوندون دا دی چې هغوی تا وپېژني چې ته یوازېنی رښتینی خدای یې او عیسی مسیح چې تا رالېږلی دی، وپېژني.
4 ما د هغه کار په سرته رسولو سره چې تا راته راسپارلی ؤ په دې نړۍ کې تاته جلال درکړ.
5 ای پلاره! اوس ماته دې په خپل حضور کې جلال راکړه، هماغه جلال چې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې مې ستا په حضور کې درلود.
6 ما ستا نوم هغو خلکو ته چې په نړۍ کې دي غوره کړل او ماته دې راکړل، وروپېژانده. هغوی ستا وو او تا ماته راکړل او هغوی ستا په کلام باندې عمل کړی دی.
7 اوس هغوی پوهیږي چې هرڅه چې تا راکړي دي هغه ستا له خوا دي.
8 ځکه چې هغه پیغام چې تا ماته راکړی دی هغه مې هغوی ته رسولی دی او هغوی قبول کړی دی. هغوی پوهیږي چې دا رښتیا دي چې زه ستا له خوا راغلی یم او په دې باندې ایمان لري چې زه تا رالېږلی یم.
9 زه د هغوی دپاره دعا کوم، د نړۍ دپاره یې نه کوم. زه د هغو خلکو دپاره دعا کوم چې تا راته راکړي دي ځکه چې هغوی ستا دي.
10 زه چې کوم خلک لرم هغه ستا دي او تا سره چې کوم خلک دي هغه زما دي او د هغو په وسیله زما جلال څرګند شوی دی.
11 زه نور په دې نړۍ کې نه پاتې کېږم او هغوی به لا په دې نړۍ کې پاتې وي او زه تاته درروان یم. ای سپېڅلی پلاره، د خپل نوم په قدرت سره هغه خلک چې ماته دې راکړي وساته، ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې مونږ سره یو یو.
12 هغه وخت چې زه د هغوی سره وم هغوی مې په هغه نوم چې تا راته راکړی ؤ وساتل او د هغوی نه یو هم هلاک نه شو، بغیر د یو نه چې باید هلاک شي ترڅو د خدای د کلام وینا رښتیا شي.
13 خو زه اوس تاته درروان یم او ترڅو پورې چې زه په دې نړۍ کې یم دا خبرې کوم د دې دپاره چې هغوی په خپلو زړونو کې په پوره توګه داسې خوشحالي ولري لکه زما خوشحالي.
14 ما ستا کلام هغوی ته ورساوه خو د نړۍ خلکو د هغه نه کرکه وکړه، ځکه چې هغوی د دې نړۍ نه دي لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم.
15 زه تاته دا دعا نه کوم چې هغوی د دې نړۍ نه لېرې کړې بلکې دا سوال کوم چې هغوی د شیطان نه وساتې.
16 لکه څنګه چې زه د دې نړۍ نه یم نو هغوی هم د دې نړۍ نه دي.
17 هغوی د خپل کلام په وسیله چې رښتینی کلام دی، وقف کړه چې ستا خدمت وکړي.
18 لکه څنګه چې تا زه نړۍ ته راولېږلم نو ما هم هغوی نړۍ ته لېږلي دي.
19 ما خپل ځان وقف کړ چې ستا خدمت وکړم، د دې دپاره چې هغوی هم په پوره توګه ستا خدمت ته وقف شي.
20 زه یوازې د دې شاګردانو دپاره دعا نه کوم بلکې د هغو خلکو دپاره یې هم کوم چې د دوی د پیغام په وسیله په ما باندې ایمان راوړي.
21 زه دعا کوم چې هغوی دې سره یو وي. ای پلاره، لکه څنګه چې ته په ما کې یې نو پرېږده چې هغوی دې هم په مونږ کې وي، ترڅو د نړۍ خلک په دې باندې ایمان ولري چې زه تا رالېږلی یم.
22 کوم جلال چې تا ماته راکړی ؤ هغه ما هغوی ته ورکړ ترڅو هغوی سره یو وي لکه څنګه چې زه او ته سره یو یو.
23 زه په هغوی کې اوسېږم او ته په ما کې اوسېږې، ترڅو هغوی په پوره توګه سره یو وي او د نړۍ خلک په دې پوه شي چې زه تا رالېږلی یم او هغوی درباندې دومره ګران دي لکه څنګه چې زه درباندې ګران یم.
24 ای پلاره، کوم خلک چې تا ماته راکړي دي زه غواړم چېرته چې زه یم هغوی دې هم زما سره وي، ترڅو زما جلال وویني چې تا ماته راکړی، ځکه تا د نړۍ د پیدایښت نه مخکې ما سره مینه کړې ده.
25 ای عادل پلاره! نړۍ ته ونه پېژندلې خو ما پېژندلی یې او دوی پوهیږي چې تا زه رالېږلی یم.
26 ماته هغوی ته وروپېژندلې چې ته څوک یې او نور به دې هم وروپېژنم ترڅو هغه مینه چې ته یې په ما کې لرې په هغوی کې یې هم ولرې او زه به په هغوی کې اوسم.»