يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 18

کله چې عیسی دعا وکړه نو هغه د خپلو شاګردانو سره د ښار نه ووت او د قدرون د درې بلې خواته لاړ. هلته یو باغ ؤ چې عیسی او شاګردان یې ورننوتل.
2 یهودا خاین ته هغه ځای معلوم ؤ چې عیسی او شاګردان به یې اکثره وختونه په هغه ځای کې سره راټولېدل.
3 یهودا یوه ډله رومي عسکر او د خدای د کور ساتونکي چې د مشرانو کاهنانو او فریسیانو له خوا رالېږل شوي وو، د ځان سره واخیستل او باغ ته ورغلل. د هغوی سره لاټینونه اوڅراغونه وو او په وسلو باندې سمبال وو.
4 که څه هم عیسی په دې پوهېده چې څه به ورته پېښیږي خو بیاهم مخکې ورغی او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟»
5 هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.» عیسی وویل: «هماغه زه یم.» او یهودا خاین هم هلته د هغوی سره ولاړ ؤ.
6 کله چې عیسی هغوی ته وویل: «هماغه زه یم.» هغوی شاته شول او په ځمکه راوغورځېدل.
7 عیسی یوځل بیا د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک لټوئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «ناصري عیسی.»
8 عیسی وویل: «ما تاسو ته وویل چې هماغه زه یم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پرېږدئ چې لاړ شي.»
9 هغه دا وویل ترڅو هغه څه چې هغه ویلي وو هغه رښتیا شي: «ای پلاره، تا چې څوک ماته راسپارلي وو چې پام ورباندې وکړم د هغو نه مې یو هم له لاسه نه دی ورکړی.»
10 بیا شمعون پطروس چې توره ورسره وه، هغه یې راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې چې ملخوس نومېده، ګوزار وکړ او د هغه ښي غوږ یې پرې کړ.
11 عیسی پطروس ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده. ایا د مصیبت هغه پیاله چې پلار راته راکړې ده ونه څښم؟»
12 رومي عسکرو د خپل قوماندان او د یهودي ساتونکو سره عیسی ونیوه او کلک یې وتړلو.
13 هغه یې لومړی حناس ته چې د قیافا خسر ؤ او په هغه کال کې لوی کاهن ؤ، بوته.
14 قیافا هماغه سړی ؤ چې یهودیانو مشرانو ته یې مشوره ورکړې وه چې په دې کې به د هغوی خیر وي چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي.
15 شمعون پطروس او یو بل شاګرد د لوی کاهن د کور تر حوېلۍ پورې عیسی پسې روان وو. څرنګه چې هغه شاګرد د لوی کاهن سره آشنایي لرله، نو هغه د عیسی سره د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورننوت.
16 خو پطروس دباندې په دروازه کې ودرېده. بیا هغه بل شاګرد چې د لوی کاهن سره یې آشنایي لرله بېرته راووت او د هغې ښځې سره یې چې د دروازې ساتونکې وه خبرې وکړې او پطروس یې دننه بوته.
17 هغې چوکیدارې ښځې د پطروس نه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د دې سړي د شاګردانو څخه نه یې؟» پطروس ځواب ورکړ: «نه، زه نه یم.»
18 نوکرانو او ساتونکو د سکرو اور بل کړی ؤ او ګردچاپېره ترې ولاړ وو او ځانونه یې تودول ځکه چې هوا سړه وه. پطروس هم د هغوی په څنګ کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه.
19 لوی کاهن د عیسی نه د هغه د شاګردانو او د هغه د تعلیم په هکله پوښتنه وکړه.
20 عیسی ځواب ورکړ: «ما د ټولو په مخکې ښکاره خبرې کړي دي. ما تل په کنیسو او د خدای په کور کې چې خلک په کې راټولیږي تعلیم ورکړی دی او هېڅکله مې پټې خبرې نه دي کړي.
21 نو بیا ولې زما نه پوښتنه کوې؟ د هغو خلکو نه پوښتنه وکړه چې زما خبرې یې اورېدلي دي. هغوی پوهیږي چې ما څه ویلي دي.»
22 کله چې عیسی دا خبره وکړه نو د خدای د کور یو ساتونکي چې په هغه ځای کې ولاړ ؤ، عیسی ته په مخ څپېړه ورکړه او ویې ویل: «ته څنګه لوی کاهن ته داسې ځواب ورکوې؟»
23 عیسی ځواب ورکړ: «که غلطه خبره مې کړې وي نو ثابته یې کړه او که سمه خبره مې کړې وي نو ولې مې وهې؟»
24 بیا حناس هغه لاس تړلی لوی کاهن قیافا ته ولېږه.
25 په دې وخت کې شمعون پطروس په هغه ځای کې ولاړ ؤ او ځان یې توداوه، نو ځینو خلکو چې هلته ولاړ وو ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا ته هم د هغه د شاګردانو څخه نه یې؟» خو پطروس منکر شو او ویې ویل: «نه، زه نه یم»
26 د لوی کاهن د نوکرانو نه یو کس چې د هغه سړي خپلوان ؤ چې پطروس یې ورته غوږ پرې کړی ؤ، هغه ته وویل: «ایا ته مې د هغه سره په باغ کې ونه لیدلې؟»
27 پطروس یوځل بیا منکر شو او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ.
28 سهار وختي هغوی عیسی د قیافا د کور نه د روم د والي ماڼۍ ته یووړ. یهودیان ماڼۍ ته وردننه نه شول، ځکه چې هغوی نه غوښتل چې په مذهبي توګه ناپاکه شي او وکولای شي د فسحې ډوډۍ وخوري.
29 نو والي پیلاتوس دباندې راووت او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «تاسو په دې سړي باندې د څه شي تور لګوئ؟»
30 هغوی په ځواب کې وویل: «که هغه مجرم نه وای نو تاته به مو نه راوستله.»
31 پیلاتوس وویل: «هغه بوځئ او د خپل قانون له مخې یې محاکمه کړئ.» یهودیانو ورته وویل: «مونږ ته اجازه نشته چې څوک مړ کړو.»
32 په دې ډول د عیسی هغه خبره رښتیا شوه چې ویلي یې وو چې هغه به په کوم ډول مرګ مړ شي.
33 پیلاتوس بېرته ماڼۍ ته ننوت او عیسی یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟»
34 عیسی ځواب ورکړ: «ایا ته د خپل ځانه دا خبره کوې یا نورو درته زما په هکله ویلي دي؟»
35 پیلاتوس وویل: «ایا زه یهودي یم؟ ته دې خپل قوم او مشرانو کاهنانو ماته راوستلی یې. تا څه کړي دي؟»
36 عیسی وویل: «زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي نه ده. که زما پاچاهي د دې نړۍ پاچاهي وای، نو زما پیروانو به جنګ کړی وای ترڅو زه یهودي مشرانو ته تسلیم نه شم. خو زما پاچاهي دنیاوي پاچاهي نه ده.»
37 پیلاتوس هغه ته وویل: «نو ته پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته خپله وایې چې زه پاچا یم. زه د دې دپاره پیدا شوی یم او نړۍ ته راغلی یم چې د حقیقت په هکله شاهدي ورکړم او څوک چې حقیقت خوښوي هغه زما خبرو ته غوږ نیسي.»
38 پیلاتوس پوښتنه وکړه: «حقیقت څه دی؟»کله چې پیلاتوس دا وویل، هغه بېرته دباندې راووت، یهودي مشرانو ته لاړ او اعلان یې وکړ: «زه په ده کې کوم جرم نه وینم.
39 خو د رسم او رواج له مخې زه هر کال د فسحې په ورځ تاسو ته د زندان نه یو بندي خلاصوم. ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته ازاد کړم؟»
40 هغوی بیا چیغې ووهلې: «نه، دا سړی نه غواړو، مونږ باراباس غواړو!» او باراباس یو داړه مار ؤ.