يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 21

څه موده وروسته عیسی یوځل بیا د جلیل د دریاب په غاړه شاګردانو ته خپل ځان ښکاره کړ. هغه خپل ځان په دې ډول ښکاره کړ:
2 شمعون پطروس او توما چې د غبرګوني په نوم یادېده، نتناییل چې د جلیل د قانا څخه ؤ، د زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردان هم هلته وو.
3 شمعون پطروس هغوی ته وویل: «زه ځم چې ماهیان ونیسم.» هغوی وویل: «مونږ هم درسره ځو.» هغوی روان شول او په کشتۍ کې سپاره شول، خو په هغه شپه یې هېڅ ونه نیول.
4 کله چې سهار شو نو عیسی د دریاب په غاړه ولاړ ؤ، خو شاګردانو هغه ونه پېژانده چې هغه عیسی دی.
5 عیسی هغوی ته نارې کړې: «ای ملګرو، کوم څه مو نیولي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.»
6 عیسی هغوی ته وویل: «خپل جال مو د کشتۍ ښي خواته ورواچوئ نو یو څه ماهیان به ونیسئ.» نو هغوی جال ورواچاوه او دومره ډېر ماهیان یې ونیول چې دوی نه شو کولای چې جال بېرته کشتۍ ته راکاږي.
7 بیا هغه شاګرد چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ پطروس ته وویل: «هغه سړی چې د دریاب په غاړه ولاړ دی، هغه زمونږ استاذ دی!» کله چې شمعون پطروس دا خبره واورېدله چې هغه عیسی دی نو خپل لنګ یې وتړلو ځکه چې هغه خپل ایستلي ؤ او اوبو ته یې ورټوپ کړ.
8 نور شاګردان په کشتۍ کې د دریاب غاړې ته راغلل او د ماهیانو ډک جال یې راکش کاوه، ځکه چې هغوی د وچې نه شاوخوا سل متره لېرې وو.
9 کله چې هغوی وچې ته راووتل نو هلته یې د سکرو اور ولیده چې ماهي ورباندې پروت ؤ او لږه ډوډۍ هم وه.
10 عیسی هغوی ته وویل: «د خپلو ماهیانو نه چې همدا اوس مو ونیول لږ څه راوړئ.»
11 شمعون پطروس بېرته کشتۍ ته وخوت او جال یې وچې ته راوویست چې په کې یوسلو دري پنځوس غټ ماهیان وو، خو د دومره زیاتو ماهیانو سره بیاهم جال ونه شلېده.
12 عیسی هغوی ته وویل: «راشئ د سهار ډوډۍ وخورئ.» په شاګردانو کې هېچا هم دا جرات ونه کړ چې د هغه نه پوښتنه وکړي: «ته څوک یې؟» ځکه چې هغوی پوهېدل چې دا د هغوی استاذ دی.
13 نو عیسی راوړاندې شو، ډوډۍ یې راواخیستله او هغوی ته یې ورکړه او ماهیان یې هم ورکړل.
14 دا درېم ځل ؤ چې عیسی د مړو نه د راژوندي کېدلو نه وروسته شاګردانو ته ښکاره شو.
15 د ډوډۍ خوړلو نه وروسته عیسی د شمعون پطروس نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ته د دې نورو ټولو نه زما سره زیاته مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی وویل: «زما په وریو باندې پام کوه.»
16 عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.»
17 په درېم ځل عیسی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زه درباندې ګران یم؟» پطروس غمجن شو ځکه چې هغه ترې په درېم ځل دا پوښتنه وکړه: «ایا زه په تا باندې ګران یم؟» نو پطروس هغه ته وویل: «استاذه، ته د هرڅه نه خبر یې، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.
18 په یقین سره زه تاته دا وایم کله چې ته ځوان وې نو خپله ملا به دې خپله تړله او هر چېرته چې دې غوښتل نو هلته به تللې، خو کله چې زوړ شې نو لاسونه به دې بل چاته غځولي وي چې ملا دې وتړي او هغه ځای ته به دې بوځي چې ته ورته تلل نه غواړې.»
19 عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې دا ښکاره کړي چې پطروس به په څه ډول مړ کیږي او خدای ته به جلال ورکوي. بیا عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»
20 پطروس مخ راواړاوه او ویې لیدل چې هغه شاګرد ورپسې شاته راروان دی چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ، یعنې هغه شاګرد چې د ماښام ډوډۍ په وخت کې د عیسی په څنګ کې ناست ؤ او پوښتنه یې ترې کړې وه: «استاذه، هغه څوک دی چې تا به خپلو دښمنانو ته تسلیموي؟»
21 کله چې پطروس هغه شاګرد ولیده نو د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «په هغه باندې به څه کیږي؟»
22 عیسی ځواب ورکړ: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي نو په دې کې ستا څه کار دی؟ ته ما پسې راځه.»
23 نو د عیسی د پیروانو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې هغه شاګرد به نه مړ کیږي، خو عیسی داسې ونه ویل چې هغه به نه مړ کیږي، هغه یوازې دا ویلي وو: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي نو په دې کې ستا څه کار دی؟»
24 دا هماغه شاګرد دی چې دا شیان یې لیکلي دي او د هغو په هکله شاهدي ورکوي او مونږ پوهېږو چې د هغه شاهدي رښتیا ده.
25 عیسی ډېر نور کارونه هم کړي دي. که هغه ټول په کتابونو کې لیکل شوي وای نو زه ګومان کوم چې په ټوله نړۍ کې به د دې کتابونو دپاره چې لیکل شوي وای، هېڅ ځای نه وای.