يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 5

له هغې نه وروسته عیسی د یهودیانو د اختر په خاطر اورشلیم ته لاړ.
2 په اورشلیم کې هغه ځای ته نژدې چې د پسونو د دروازې په نوم یادېده یو ډنډ دی چې په آرامي ژبه کې ورته بیت حسدا وایي او پنځه دالانونه لري.
3 په دې دالانونو کې زیات شمېر ناروغه خلک چې ړانده، ګوډان او شلان وو، پراته وو. [هغوی دې ته انتظار کاوه
4 چې په ډنډ کې اوبه وبهیږي. ځکه کله کله به د خدای فرښته دې ډنډ ته راتله او اوبه به یې بهولې او هغه څوک چې به د ټولو نه مخکې ډنډ ته ښکته کېده نو د هر مرض نه به روغېده.]
5 هلته یو سړی ؤ چې د اته دېرشو کالو راهیسې شل ؤ.
6 کله چې عیسی هغه سړی ولید چې د زیاتې مودې راهیسې هلته پروت ؤ او په دې پوه شو چې هغه ناروغه دی، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته غواړې چې روغ شې؟»
7 هغه ناروغه سړي ځواب ورکړ: «ښاغلیه، کله چې اوبه وبهیږي نو زما سره څوک نشته چې ډنډ ته مې ورښکته کړي. کله چې زه وروخوځېږم نو بل کس زما نه مخکې ورننوتی وي.»
8 عیسی ورته وویل: «پاڅېږه، خپله بستره دې واخله او وګرځه.»
9 هغه سړی سمدلاسه جوړ شو، خپله بستره یې واخیسته او روان شو.دا کار د سبت په ورځ وشو.
10 نو د یهودیانو مشرانو هغه روغ شوي سړي ته وویل: «دا د سبت ورځ ده، د سبت په ورځ تاته روا نه ده چې خپله بستره یوسې.»
11 خو هغه ځواب ورکړ: «کوم سړي چې زه روغ کړم ماته یې وویل چې خپله بستره دې واخله او وګرځه.»
12 هغوی د هغه نه پوښتنه وکړه: «هغه سړی څوک دی چې تاته یې وویل چې بستره دې واخله او وګرځه؟»
13 خو هغه سړی چې روغ شوی ؤ نه پوهېده چې عیسی څوک دی، ځکه چې په هغه ځای کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او عیسی ځان ایستلی ؤ.
14 وروسته بیا عیسی هغه سړی د خدای په کور کې پیدا کړ او ورته ویې ویل: «ګوره، اوس چې ښه شوی یې نو نوره ګناه مه کوه، که نه نو د دې نه به هم د زیاتو کړاوونو سره مخ شې.»
15 هغه سړی لاړ او د یهودیانو مشرانو ته یې خبر ورکړ: «چا چې زه روغ کړی وم هغه عیسی ؤ.»
16 په دې خاطر چې عیسی د سبت په ورځ داسې کارونه کول، نو د یهودیانو مشرانو د هغه په ځورولو شروع وکړه.
17 خو عیسی هغوی ته وویل: «زما پلار تل داسې کارونه کړي دي، نو زه هم همداسې کوم.»
18 د عیسی په دې خبره د یهودیانو مشرانو هڅه وکړه چې هغه ووژني، ځکه چې یوازې دا نه چې هغه د سبت قانون مات کړی دی بلکې په دې هم چې هغه خدای ته خپل پلار ووایه او په دې ډول یې خپل ځان د خدای سره برابر وګڼلو.
19 عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې زوی نه شي کولای چې له خپله ځانه کوم کار وکړي، بلکې یوازې هغه کار کوي چې هغه یې ویني چې پلار یې کوي. څه چې پلار کوي هغه زوی هم کوي.
20 ځکه چې زوی په پلار باندې ګران وي او هغه چې خپله کوم کارونه کوي هغه ټول زوی ته ورښایي. برسېره پر دې نور لوی لوی کارونه هم ورته وروښایي او تاسو ټول به ورته حیران پاتې شئ.
21 ځکه لکه څنګه چې پلار مړي راژوندي کوي او هغوی ته ژوند ورکوي، نو په همدې ډول زوی هم چې هرچا ته وغواړي ژوند ورکوي.
22 همدارنګه پلار د هېچا په هکله قضاوت نه کوي بلکې خپل زوی ته یې پوره حق ورکړی دی چې قضاوت وکړي،
23 ترڅو لکه څنګه چې ټول د پلار احترام کوي، هماغسې د زوی احترام هم وکړي. څوک چې د زوی عزت نه کوي نو د هغه د پلار چې هغه یې رالېږلی دی هم عزت نه کوي.
24 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم څوک چې زما خبرو ته غوږ نیسی او په هغه چا باندې ایمان راوړي چې زه یې رالېږلی یم، نو هغه به تلپاتې ژوندون ولري. هغه به محاکمه نه شي، بلکې هغه لا پخوا د مرګ نه تېر شوی او ژوند یې شروع کړی دی.
25 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه وخت به راشي، بلکې راغلی دی چې مړي به د خدای د زوی اواز اوري او هرڅوک یې چې واوري هغه به راژوندی شي.
26 لکه څنګه چې پلار هغه ذات دی چې انسانانو ته ژوند ورکوي، نو زوی ته یې هم دا قدرت ورکړی دی چې انسانانو ته ژوند ورکړي.
27 هغه زوی ته دا واک او اختیار ورکړی دی چې قضاوت وکړي، ځکه چې د انسان زوی دی.
28 په دې باندې مه حیرانېږئ، ځکه چې هغه وخت به راشي چې ټول مړي به په قبرونو کې د هغه اواز واوري
29 او د خپلو قبرونو نه به راووځي. کومو خلکو چې نېک کارونه کړي وي هغوی به راپورته شي او ژوند به کوي او کومو خلکو چې بد کارونه کړي دي هغوی به راپورته شي او سزا به ورته ورکول کیږي.
30 زه په خپل اختیار هېڅ نه شم کولای. زه د خلکو په هکله هغه قضاوت کوم چې د خپل پلار نه یې اورم. نو کله چې د هغوی په هکله قضاوت کوم هغه قضاوت د انصاف له مخې وي، ځکه چې زه خپله رضا نه بلکې د هغه چا رضا پوره کوم چې زه یې رالېږلی یم.
31 که چېرې زه د خپل ځان په هکله شاهدي ورکړم نو دا شاهدي رښتیا نه ده.
32 خو یو بل څوک شته چې زما په هکله شاهدي ورکوي او زه پوهېږم هغه چې زما په هکله شاهدي ورکوي هغه رښتیا دي.
33 تاسو یحیی ته استازي ورلېږلي وو او هغه چې زما په هکله کومه شاهدي ورکړه هغه رښتیا وه.
34 زه په رښتیا سره د انسانانو شاهدي ته چې دا ثابته کړي چې زه څوک یم اړتیا نه لرم، بلکې دا خبرې د دې دپاره درته کوم چې تاسو خلاصون ومومئ.
35 یحیی د یو څراغ په شان ؤ چې بلېده او رڼا یې کوله. تاسو تیار وئ چې د یو څه وخت دپاره د هغه خبرې په خوشحالۍ سره واورئ.
36 خو زه د یحیی نه لوی شاهد لرم. کوم کارونه چې پلار ماته سپارلي دي چې سرته یې ورسوم، د دې شاهدي ورکوي چې پلار زه رالېږلی یم.
37 پلار چې زه یې رالېږلی یم په خپله یې زما په هکله شاهدي ورکړې ده. تاسو هېڅکله د هغه څېره نه ده لیدلې او نه مو د هغه اواز اورېدلی دی،
38 او د هغه کلام ستاسو په زړونو کې ځای نه دی موندلی، ځکه چې تاسو په هغه چا باندې چې هغه رالېږلی دی ایمان نه راوړئ.
39 تاسو د خدای کلام په ځیر سره لولئ، ځکه چې فکر کوئ چې د هغه په وسیله به تلپاتې ژوندون ومومئ. همدا لیکنې زما په هکله شاهدي ورکوي،
40 خو بیاهم تاسو نه غواړئ چې ماته راشئ ترڅو دا ژوندون ولرئ.
41 زه د خلکو نه د احترام تمه نه لرم.
42 خو زه تاسو پېژنم چې ستاسو په زړونو کې د خدای سره مینه نشته.
43 زه د خپل پلار په نوم راغلی یم او تاسو ما نه قبلوئ، خو که بل څوک په خپل نوم راشي نو تاسو به یې قبول کړئ.
44 تاسو چې د یو بل نه د احترام تمه لرئ او د هغه احترام په لټه کې نه یئ چې د یوازېني خدای له خوا دی، نو بیا څنکه کولای شئ چې په ما باندې ایمان ولرئ؟
45 خو دا فکر مه کوئ چې زه به تاسو د خپل پلار په حضور کې ملامته کړم، همدا موسی چې تاسو ورته هیله لرئ، هماغه به تاسو ملامته کړي.
46 که چېرې تاسو په موسی باندې ایمان درلودلی، نو په ما باندې به مو هم ایمان درلود، ځکه چې هغه زما په هکله لیکلي دي.
47 خو که چېرې تاسو د هغه په لیکنې باندې ایمان نه لرئ، نو زما په خبرو باندې به څنګه باور وکړئ؟»