يوحنا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21


څپرکی 3

په فریسیانو کې یو سړی ؤ چې نیکودیموس نومېده او د یهودیانو د مشرانو څخه ؤ.
2 یوه شپه هغه عیسی ته راغی او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ پوهېږو چې ته یو ښوونکی یې چې د خدای له خوا رالېږل شوی یې. کومې نښې چې ته یې ښایې هغه هېڅوک نه شي ښودلی ترڅو پورې چې خدای ورسره مل نه وي.»
3 عیسی په ځواب کې وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې ترڅو پورې یو سړی بیا نوی پیدا نه شي هغه د خدای پاچاهي لیدلی نه شي.»
4 نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي چې یو زوړ سړی بیا نوی پیدا شي؟ بې له شکه چې هغه نه شي کولای چې بېرته د مور ګېډې ته ورننوځي او د دوهم ځل دپاره بیا پیدا شي!»
5 عیسی ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې یو سړی به تر هغې پورې د خدای پاچاهۍ ته وردننه نه شي ترڅو چې هغه په طبیعی ډول او روح القدس سره پیدا نه شي.
6 د انسان نه چې پیدا کیږي هغه جسم دی او د روح القدس نه چې پیدا کیږي هغه روح دی.
7 کله چې زه تاسو ته وایم چې تاسو ټول باید د دوهم ځل دپاره وزېږئ نو په دې باندې مه حیرانېږئ.
8 باد چې هرې خواته غواړي هلته لګیږي. تاسو یې اواز اورئ، خو په دې نه پوهېږئ چې هغه د کوم ځای نه راځي او چېرته ځي. نو څوک چې د روح القدس نه پیدا کیږي د هغه حالت هم همداسې وي.»
9 نیکودیموس پوښتنه وکړه: «دا څنګه کېدای شي؟»
10 عیسی په ځواب کې وویل: «ته په اسراییلو کې یو لوی عالم یې او په دې شیانو باندې نه پوهېږې؟
11 په یقین سره زه تاته دا وایم چې مونږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې ورباندې پوهېږو او څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله شاهدي ورکوو، خو بیاهم تاسو زمونږ په خبرو باندې باور نه کوئ.
12 کله چې زه ستاسو سره د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوم او تاسو ورباندې باور نه کوئ، نو که د اسماني شیانو په هکله خبرې وکړم تاسو به یې څنګه ومنئ؟
13 هېڅوک هم کله اسمان ته نه دی ختلی، پرته د انسان د زوی نه چې د اسمان نه راښکته شوی دی.
14 لکه څنګه چې موسی په دښته کې برنجي مار په یوې پایې باندې وخېژاوه نو همداسې به د انسان زوی هم باید پورته وځړول شي،
15 د دې دپاره چې هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي.
16 خدای د نړۍ سره داسې مینه وکړه چې خپل یوازېنی زوی یې ورکړ ترڅو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي نو هلاک به نه شي، بلکې تلپاتې ژوندون به ولري.
17 خدای خپل زوی دنیا ته د دې دپاره نه دی رالېږلی چې خلک محکوم کړي، بلکې د دې دپاره یې رالېږلی چې هغوی وژغوري.
18 که چېرې څوک د خدای په زوی باندې ایمان راوړي، نو هغه به د خدای له خوا محکوم نه شي. خو که چېرې څوک ورباندې ایمان رانه وړي، نو هغه خو له مخکې نه مجرم ګڼل شوی دی، ځکه چې هغه د خدای په یوازېني زوی باندې ایمان نه دی راوړی.
19 نو د خدای قضاوت دا دی: دنیا ته رڼا راغلې وه، خو خلکو د رڼا نه تیاره غوره ګڼله، ځکه چې د هغوی عملونه خراب وو.
20 څوک چې بد کارونه کوي هغوی د رڼا نه کرکه کوي او ځان ترې لېرې ساتي، ځکه چې وېریږي چې بد کارونه یې ښکاره نه شي.
21 خو څوک چې سم کارونه کوي هغه د رڼا خواته ورځي ترڅو په ښکاره ولیدل شي چې هغوی هغه کارونه کوي چې خدای یې غواړي.»
22 له هغې وروسته عیسی د خپلو شاګردانو سره د یهودیې سیمې ته لاړ او د یو څه وخت دپاره د هغوی سره هلته پاتې شو او خلکو ته یې د تعمید غسل ورکاوه.
23 یحیی هم سالیم ته نژدې په عینون کې خلکو ته د تعمید غسل ورکاوه، ځکه چې په هغه ځای کې اوبه ډېرې وې. خلک هغه ته ورتلل او هغه ورته د تعمید غسل ورکاوه.
24 (ځکه چې دا هغه وخت ؤ چې یحیی لا په زندان کې نه ؤ اچول شوی.)
25 په دې وخت کې د یحیی د ځینو شاګردانو او یو سړي ترمنځ د پاکوالي د مراسمو د موضوع په سر بحث راپورته شو.
26 نو بیا هغوی یحیی ته ورغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، تا سره چې د اردن د سیند په بله غاړه کوم سړی ؤ چې د هغه په هکله دې شاهدي ورکړې وه، هغه دلته دی او د تعمید غسل ورکوي او ټول خلک ورته ورځي.»
27 یحیی په ځواب کې وویل: «انسان نه شي کولای چې کوم څه لاسته راوړي ترڅو چې خدای یې ورته ورنه کړي.
28 تاسو خپله د دې شاهدان یئ چې ما وویل: ‹زه مسیح نه یم، خو د هغه نه مخکې رالېږل شوی یم.›
29 ناوې د زوم وي. د زوم ملګری چې په څنګ کې یې ولاړ وي او د هغه خبرې اوري، نو د زوم د اواز په اورېدلو سره خوشحالیږي. په همدې ډول زما خوشحالي هم پوره کیږي.
30 هغه باید ډېر لوی شي او زه وړوکی شم.»
31 څوک چې له پاس نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی او څوک چې د دې نړۍ دی هغه په دې نړۍ پورې اړه لري او د دنیاوي شیانو په هکله خبرې کوي. څوک چې د اسمان نه راځي هغه د ټولو نه لوی دی.
32 هغه چې څه لیدلي او اورېدلي د هغو په هکله شاهدي ورکوي، خو هېڅوک د هغه په خبرو باندې باور نه کوي.
33 هرڅوک چې د هغه شهادت قبول کړي، نو په دې اقرار کوي چې خدای رښتینی دی.
34 ځکه څوک چې د خدای له خوا رالېږل شوی وي هغه د هغه پیغام په هکله خبرې کوي چې د خدای له خوا راځي، ځکه چې خدای ورته د اندازې نه زیات خپل روح ورکوي.
35 پلار د خپل زوی سره مینه کوي او د ټولو شیانو واک یې ورته ورکړی دی.
36 څوک چې په زوی باندې ایمان راوړي نو هغه تلپاتې ژوندون لري، خو څوک چې د زوی نه اطاعت ونه کړي نو هغه به تلپاتې ژوندون ونه ویني، بلکې د خدای غضب به تل ورباندې وي.