متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 10

عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ.
2 د هغو دولسو رسولانو نومونه دا دي: لومړنی شمعون چې په پطروس مشهور ؤ او ورور یې اندریاس، یعقوب د زبدي زوی او د هغه ورور یوحنا،
3 فیلیپوس او بارتولما، توما او مالیه ټولوونکی متي، یعقوب د حلفي زوی او تدي،
4 شمعون سرتېری او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.
5 عیسی دا دولس شاګردان د دې لارښوونو سره ولېږل: «د غیریهودیانو هېڅ یوې سیمې ته لاړ نه شئ او د سامریانو هېڅ ښار ته مه ننوځئ.
6 خو د هغې په ځای د اسراییلو قوم ته چې د ورک شویو پسونو په شان دي ورشئ
7 او په لاره کې دا پیغام ورکوئ چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.
8 ناروغان روغ کړئ، مړي راژوندي کړئ، په جذام اخته خلک پاک او روغ کړئ او پېریان وباسئ. تاسو ته وړیا درکړل شوي او وړیا یې ورکړئ.
9 د ځان سره د سرو زرو، سپینو زرو او مسو سکې مه وړئ،
10 د سفر دپاره کوم خورجین، اضافه کالي، څپلۍ او امسا مه اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.
11 کله چې کوم ښار یا کوم کلي ته ننوځئ، نو د یو داسې سړي کور ته ورشئ چې د ورتلولایق وي او ترڅو پورې چې کوم بل ځای ته ځئ نو تر هغه وخته پورې د هغه په کور کې پاتې شئ.
12 کوم کور ته چې ننوځئ، نو په هغه سلام واچوئ.
13 که چېرې د هغه کور خلک ستا د سلام لایق وي نو کومه سوله او سلامتي چې تاسو یې د هغوی دپاره غواړئ هغه به ورباندې پاتې شي، خو که لایق یې نه وي، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
14 خو که چېرې څوک تاسو ته هرکلی ونه وایي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو کله چې د هغه کور یا ښار څخه ځئ نو د خپلو پښو خاورې وڅنډئ.
15 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم او عموره د ښارونو د خلکو سزا د دی ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.
16 ګورئ، زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم، نو د مارانو په شان هوښیار او د کوترو په شان بې آزاره اوسئ.
17 پام کوئ چې خلک به تاسو محکمو ته وسپاري او په خپلو کنیسو کې به مو په دورو باندې ووهي
18 او زما په خاطر به تاسو والیانو او پاچاهانو ته راوستل شئ چې د هغوی او غیریهودیانو په مخکې شاهدي ورکړئ.
19 خو کله چې هغوی تاسو محکمې ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه وایئ او څنګه به یې وایئ، ځکه چې په هماغه ساعت به تاسو ته وویل شي چې څه ووایئ.
20 ځکه تاسو چې کومې خبرې کوئ هغه به ستاسو خبرې نه وي، بلکې ستاسو د اسماني پلار روح به ستاسو په وسیله خبرې کوي.
21 ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي.
22 ټول خلک به زما د نوم په خاطر ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي.
23 کله چې څوک تاسو په یو ښار کې ځوروي، نو بل ښار ته وتښتئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مخکې له دې چې د اسراییلو په ټولو ښارونو کې وګرځئ، د انسان زوی به راشي.
24 شاګرد د خپل استاذ څخه لوی نه دی او نه نوکر د خپل بادار څخه.
25 د یو شاګرد دپاره دا بس دی چې د خپل استاذ په شان شي او نوکر د خپل بادار په شان. که چېرې د کور مشر ته بعلزبول یعنې شیطان وویل شي، نو د هغه د کورنۍ نور غړي به د دې نه هم په خراب نوم یاد کړای شي.
26 نو د هغوی نه مه وېرېږئ، ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي.
27 څه چې زه تاسو ته په تیاره کې وایم، نو تاسو یې په رڼا ورځ اعلان کړئ، کوم څه چې تاسو ته په غوږ کې وویل شي تاسو یې د بام په سر اعلان کړئ.
28 د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني خو روح نه شي وژلی. خو د هغه چا څخه ووېرېږئ چې بدن او روح دواړه په دوزخ کې تباه کولای شي.
29 ایا دوه مرغۍ په یوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم ستاسو د اسماني پلار د رضا څخه پرته یوه هم په ځمکه نه رالویږي.
30 خو ستاسو په هکله باید وویل شي چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي.
31 نو بیا مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ.
32 نو هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې اقرار وکړم چې هغه زما د پیروانو څخه دی.
33 خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې کې د هغه څخه انکار وکړم.
34 داسې ګومان مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم، زه د سولې د راوستلو دپاره نه یم راغلی، بلکې دښمني راولم.
35 زه راغلی یم چې زوی د پلار، لور د مور او انږور د خواښې په خلاف کړم.
36 ستاسو د خپلې کورنۍ غړي به ستاسو دښمنان شي.
37 په چا چې خپل مور او پلار زما څخه زیات ګران وي، نو هغه زما لایق نه دی او په چا چې خپله لور او زوی زما څخه دېر ګران وي، هغه زما لایق نه دی.
38 څوک چې خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما لایق نه دی.
39 څوک چې کوښښ کوي خپل ځان وساتي، نو هغه به له لاسه ورکړي او څوک چې زما په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي هغه به رښتینی ژوند تر لاسه کړي.
40 څوک چې تاسو قبول کړي، نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم.
41 هرڅوک چې یو پیغمبر په دې خاطر قبول کړي چې هغه پیغمبر دی، نو هغه به د یو پیغمبر اجر ومومي او څوک چې یو نېک سړی په دې خاطر قبول کړي چې هغه نېک سړی دی، نو هغه به د نېک سړي اجر ومومي.
42 هرڅوک چې د دې عادي خلکو څخه یوه ته په دې خاطر چې هغه زما د پیروانو څخه دی، یوه پیاله یخې اوبه هم ورکړي نو په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه سړی به بې اجره پاتې نه شي.»