متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 27

کله چې سهار شو نو ټولو مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې عیسی څنګه ووژني.
2 بیا یې هغه وتړلو او روان یې کړ او د روم والي پیلاتوس ته یې وسپاره.
3 کله چې یهودا خاین پوه شو چې په عیسی باندې د مرګ حکم وشو، نو د خپل کار څخه پښېمانه شو او هغه د سپینو زرو دېرش سکې یې بېرته مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته راوړلې
4 او ویې ویل: «ما ګناه کړې ده چې د یو بې ګناه سړي سره مې خیانت وکړ او د هغه د مرګ سبب شوم.» خو هغوی وویل: «په مونږ یې څه؟ دا ستاسو کار دې.»
5 یهودا هغه سکې د خدای په کور کې په ځمکه وغورځولې او دباندې ووت او خپل ځان یې په دار وځړاوه.
6 خو مشرانو کاهنانو هغه پیسې راواخیستې او ویې ویل: «د خدای د کور په خزانه کې د دې پیسو اچول روا نه دي، ځکه چې دا د انسان د ژوند بیه ده.»
7 نو هغوی په خپلو کې مشوره وکړه او په هغو پیسو یې د کلال ځمکه واخیستله چې د نورو قومونو د خلکو دپاره په کې هدیره جوړه کړي.
8 نو له دې امله هغه ځمکه تر نن ورځې پورې «د وینو د پټي» په نوم یادیږي.
9 په دې ډول د ارمیا نبي هغه پېشګويي رښتیا شوه چې وایي: «هغوی د سپینو زرو دېرش سکې یعنې د هغه د سر بیه چې د اسراییلو د قوم له خوا ټاکل شوې وه، واخیستلې
10 او په هغو پیسو باندې یې د کلال ځمکه واخیستله، لکه څنګه چې څښتن ماته ویلي وو.»
11 بیا یې عیسی پیلاتوس والي ته راوست او والي ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی وویل: «ته په خپله وایې.»
12 خو کله چې د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا په هغه تور ولګول شو نو هغه په ځواب کې هېڅ ونه ویل.
13 بیا پیلاتوس هغه ته وویل: «هغوی چې ستا په خلاف کومه شاهدي ورکوي ته یې نه اورې؟»
14 خو عیسی یوه خبره هم ونه کړه او والي ډېر حیران شو.
15 د اختر په ورځو کې دا رواج ؤ چې والي به یو بندي د خلکو په خوښه د زندان ‎څخه ازاداوه.
16 په هغه وخت کې د باراباس په نامه یو بدنام سړی بندي ؤ.
17 کله چې خلک سره راټول شول نو پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم، باراباس یا عیسی چې مسیح ورته وایي؟»
18 ځکه چې هغه په دې پوهېده چې هغوی د بخیلۍ له مخې عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی.
19 کله چې هغه د قضاوت په چوکۍ ناست ؤ نو ښځې یې ورته دا پیغام راولېږه: «د هغه بې ګناه سړي سره کار مه لره، ځکه پرون شپه چې ما د هغه په هکله کوم خوب ولیده نو د هغه له امله ټوله ورځ پرېشانه وم.»
20 خو مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو خلک دې ته هڅول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې باراباس ورته ازاد کړي او عیسی اعدام کړي.
21 والي یوځل بیا هغوی ته وویل: «په دې دواړو کې تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم؟» هغوی وویل: «باراباس.»
22 پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا د عیسی سره چې د مسیح په نوم یادیږي څه وکړم؟» هغوی ټولو وویل: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»
23 خو پیلاتوس وویل: «ولې؟ هغه څه جرم کړی دی؟» هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»
24 خو کله چې پیلاتوس پوه شو چې هغه هېڅ نه شي کولای او کېدای شي چې شور او غوغا جوړه شي، نو اوبه یې راواخیستې او د خلکو په مخکې یې خپل لاسونه ووینځل او ویې ویل: «زه د دې سړي د مرګ مسوول نه یم، دا ستاسو کار دی.»
25 ټولو خلکو ځواب ورکړ: «د دې سړي خون دې زمونږ او زمونږ د اولادونو په غاړه وي.»
26 نو پیلاتوس باراباس د هغوی دپاره ازاد کړ او بیا یې حکم وکړ چې عیسی دې په دورو باندې ووهل شي او په صلیب باندې دې ځوړند کړای شي.
27 بیا د پیلاتوس عسکرو عیسی د والي د ماڼۍ حوېلۍ ته بوتو او ټول کنډک یې ترې راچاپېر کړ.
28 کالي یې ترې وویستل او سور رنګې چپنه یې ورته ورواغوستله.
29 بیا یې د اغزیو څخه یو تاج جوړ کړ او په سر یې ورته کېښود او په ښي لاس کې یې ورته یو لرګی ورکړ. بیا د هغه په مخکې په ګونډو شول، ملنډې یې ورباندې وهلې او ویل یې: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.»
30 په هغه یې لاړې ورتو کړې او لرګی یې ترې واخیست او په سر یې پرې وواهه.
31 کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل نو چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه بوتو چې په صلیب یې ځوړند کړي.
32 هغوی روان وو چې په لاره کې د شمعون په نوم یو سړي سره چې د قیروان څخه ؤ مخامخ شول او عسکرو هغه مجبوره کړ چې د عیسی صلیب یوسي.
33 کله چې هغوی یوځای ته ورسېدل چې د جلجتا په نوم یادېده چې معنی یې د سر کوپړۍ ده،
34 هلته یې عیسی ته داسې شراب چې ترخه شیان په کې ګډ شوي وو ورکړل، خو کله چې یې وڅښل نو ویې نه غوښتل چې ویې څښي.
35 کله چې هغه یې په صلیب باندې مېخ کړ نو د هغه په کالیو یې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
36 بیا هغوی کښېناستل او د هغه پهره یې کوله.
37 د هغه د سر دپاسه یې یوه تخته ځوړنده کړه چې د هغه جرم په کې لیکل شوی وو: «دا د یهودیانو پاچا عیسی دی.»
38 د هغه سره دوه داړه ماران هم په صلیب ځړول شوي وو، چې یو یې ښي لاس ته او بل یې کیڼ لاس ته.
39 څوک چې له هغه ځای څخه تېرېدل نو خپل سرونه به یې خوځول او عیسی ته به یې ښکنځلې کولې
40 او ویل به یې: «تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې. که ته په رښتیا د خدای زوی یې نو خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.»
41 همدارنګه مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او یهودي مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې:
42 «هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی. که چېرې هغه د اسراییلو پاچا وي، نو د صلیب څخه دې راښکته شي نو بیا به مونږ ورباندې ایمان راوړو.
43 هغه په خدای توکل درلود او دعوه یې کوله چې د خدای زوی یم، نو که خدای غواړي اوس دې هغه وژغوري.»
44 همدارنګه هغه داړه مارانو چې د هغه سره په صلیب ځړول شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.
45 د غرمې د دولسو بجو نه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه.
46 شاوخوا درې بجې وې چې عیسی په زوره زوره چیغه ووهله: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟ یعنې ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟»
47 ځینو خلکو چې په هغه ځای کې ولاړ وو، دا واورېدل او ویې ویل: «هغه الیاس نبي ته نارې وهي.»
48 د هغوی څخه یو تن سمدلاسه منډه کړه، اسفنج یې راواخیست او په عادي شرابو کې یې لوند کړ او د لرګي په څوکه یې کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي.
49 خو نورو وویل: «صبر وکړئ، پرېږده وګورو چې الیاس نبي د هغه د خلاصولو دپاره راځي او که نه.»
50 عیسی یوځل بیا په لوړ اواز چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.
51 هغه وخت د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې په منځ کې دوه ټوټې شوه. زلزله شوه او د تیږو تختې وچاودلې،
52 قبرونه پرانیستل شول او هغه ډېر سپېڅلي خلک چې د مرګ په خوب ویده وو بیا راژوندي شول
53 او د خپلو قبرونو څخه راووتل او د عیسی د راژوندي کېدلو څخه وروسته د اورشلیم سپېڅلي ښار ته لاړل او ډېرو خلکو ته ښکاره شول.
54 کله چې هغه رومي منصبدار او د هغه عسکرو چې د عیسی پهره یې کوله، زلزله او ټولې پېښې ولیدلې نو ډېر ووېرېدل او ویې ویل: «هغه په رښتیا د خدای زوی ؤ.»
55 په هغه ځای کې ډېرو ښځو چې د جلیل څخه د عیسی د خدمت دپاره راغلې وې د لېرې نه دا هرڅه لیدل.
56 په هغوی کې مریم مجدلیه، د یعقوب او یوسف مور مریم او د زبدي د زامنو مور وه.
57 کله چې ماښام شو نو یو شتمن سړی چې یوسف نومېده او د رامه د ښار څخه ؤ چې هغه هم د عیسی شاګرد شوی ؤ راغی.
58 هغه پیلاتوس ته ورغی او د هغه څخه یې د عیسی مړی وغوښت. نو پیلاتوس امر وکړ چې هغه ورته ورکړي.
59 یوسف هغه مړی یووړ او په یو سپین کفن کې یې تاو کړ
60 او په هغه قبر کې یې کېښود چې یوسف د خپل ځان دپاره په یوه تیږه کې کیندلی ؤ. بیا یې یوه غټه تیږه د قبر خولې ته راورغړوله او لاړ.
61 مریم مجدلیه او هغه بله مریم دواړه قبر ته مخامخ ناستې وې.
62 په بله ورځ چې د سبت ورځ وه، مشران کاهنان او فریسیان پیلاتوس ته ورغلل
63 او ویې ویل: «ښاغلیه! مونږ ته په یاد دي هغه چلباز چې لا ژوندی ؤ ویلي یې وو چې درې ورځې وروسته به زه بیا راژوندی شم.
64 نو امر وکړئ چې تر درېو ورځو پورې دې د دې قبر ښه ساتنه وشي، هسې نه چې شاګردان یې راشي او د هغه مړی په غلا یوسي او خلکو ته ووایي چې هغه د مرګ څخه وروسته بیا راژوندی شوی دی او وروستنۍ غولونه به یې د لومړنۍ غولونې څخه ډېره بدتره وي.»
65 پیلاتوس هغوی ته وویل: «ساتونکي درسره واخلئ، لاړ شئ او څنګه چې کولای شئ د هغه قبر ساتنه وکړئ.»
66 نو هغوی لاړل او د قبر په تیږه باندې یې نښه ولګوله چې څوک یې ونه خوځوي او ساتونکي یې ورباندې ودرول چې ساتنه یې وکړي.