متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 13

په هماغه ورځ عیسی د کور څخه ووت او د دریاب غاړې ته لاړ او هلته کښېناست.
2 دومره ډېر خلک ورته راټول شول چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او کښېناست او ټول خلک ورته د دریاب په غاړه ولاړ وو.
3 هغوی ته یې په مثالونو کې ډېر شیان وویل. هغه وویل: «یو دهقان د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ.
4 کله چې هغه په خپل پټي کې تخم شینده، نو یو څه تخم ترې په لاره کې ولوېد او مرغان راغلل او هغه یې وخوړ.
5 څه تخم په داسې ځمکه ولوېده چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه.
6 خو کله چې لمر راوخوت نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې.
7 څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي لوی شول او بوټي یې لاندې کړل.
8 خو نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او حاصل یې ورکړ، ځینو بوټو سل چنده، ځینو شپېته چنده او ځینو دېرش چنده حاصل ورکړ.
9 که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
10 بیا شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «د هغوی سره ولې په مثالونو کې خبرې کوې؟»
11 عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ته د اسماني پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو هغوی ته نه ده ورکړل شوې.
12 ځکه د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نور هم پرېمانه شي. خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي.
13 نو په دې خاطر د هغوی سره په مثالونو کې خبرې کوم، ځکه چې هغوی ګوري خو نه یې ویني، هغوی غوږ نیسي خو نه یې اوري او نه پوهیږي.
14 نو د اشعیا نبي پېشګويي د هغوی په هکله پوره کیږي چې وایي:‹تاسو به یې بیا بیا اورئ خو پوه به نه شئ،تاسو به ګورئ خو وبه نه وینئ څه،
15 ځکه چې زړونه د دې خلکو دي سخت شوي،او په غوږو دي درانه،او پټې شوې یې دي سترګېکه نه، نو سترګو به یې لیدلغوږونو به یې اورېدلپه زړونو کې به پوهېدلاو ماته به بېرته راګرځېدلي وایاو ما به شفا ورکړې وای.›
16 خو ستاسو سترګې بختورې دي، ځکه چې ویني او غوږونه مو بختور دي ځکه چې اوري.
17 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ډېرو پیغمبرانو او نېکو خلکو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.
18 نو بیا د دهقان د مثال معنی واورئ:
19 کله چې څوک د خدای د پاچاهۍ په هکله پیغام واوري، خو ورباندې پوه نه شي نو هغه د داسې تخم په شان دی چې په لاره کې ولویږي. شیطان راشي او څه چې د هغوی په زړونو کې کرل شوي وي هغه وتښتوي.
20 په تیږه لرونکې ځمکه کې کرل شوی تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام واوري او سمدلاسه یې په خوشحالۍ سره قبول کړي.
21 خو څرنګه چې په هغوی کې یې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو بیا کله چې د پیغام له امله ورباندې سختي راشي یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي.
22 په اغزو کې لوېدلي تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري، خو د ژوند اندېښنې او د شتمنۍ سره مینه د پیغام مخه نیسي. او حاصل نه ورکوي.
23 خو کوم تخم چې په ښه خاوره کې کرل شوی وي هغه د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري او ورباندې پوهیږي او هغه سل چنده او شپېته چنده او دېرش چنده حاصل هم ورکوي.»
24 عیسی هغوی ته یو بل مثال راوړ: «اسماني پاچاهي د هغه سړي سره پرتله شوې ده چې په خپل پټي کې یې ښه تخم وکرلو،
25 خو یوه شپه کله چې ټول ویده وو، نو دښمن یې راغی او د غنمو په منځ کې ورته جودر وشیندل او لاړ.
26 کله چې غنم شنه شول او وږي ونیول، نو جودر هم په کې راښکاره شول.
27 نو د هغه زمیندار نوکران خپل بادار ته راغلل او ورته ویې ویل: ‹ای باداره، ایا تا په خپل پټي کې ښه تخم نه ؤ کرلی؟ نو بیا دا جودر په کې له کومه شول؟›
28 هغه ورته په ځواب کې وویل چې دا د دښمن کار دی. نوکرانو ورته وویل: ‹ایا مونږ لاړ شو او هغه جودر وباسو؟›
29 خو هغه ورته ځواب ورکړ چې نه، هسې نه چې د جودرو د ویستلو سره غنم هم ورسره وباسئ.
30 پرېږده چې دواړه یوځای لوی شي، نو د لو په وخت کې به لوګرو ته ووایم چې لومړی جودر راټول کړي او د سوځولو دپاره یې ګېډۍ کړي او بیا غنم راټول کړي او زما ګودام ته یې راوړي.»
31 عیسی هغوی ته یو بل مثال هم راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړی هغه واخلي او په خپل پټي کې یې وکري.
32 که څه هم دا تخم د نورو ټولو تخمونو څخه ډېر وړوکی دی، خو کله چې لوی شي نو د باغ د ټولو بوټو څخه لوی شي او ونه ترې جوړه شي، نو مرغان راشي او په څانګو کې یې ځالې جوړې کړي.»
33 عیسی هغوی ته بل مثال راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
34 عیسی دا ټول شیان خلکو ته په مثالونو کې بیانول او یوه خبره یې بې مثالونو نه کوله
35 ترڅو د پیغمبر هغه پېشګويي رښتیا شي چې ویلي یې وو:«زه به په مثالونو کې خبرې وکړم او هغه شیان به بیان کړمچې د نړۍ د پیدایښت راهیسې پټ ساتل شوي دي.»
36 بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله هم کور ته لاړ. شاګردان یې راغلل او ورته ویې ویل: «مونږ ته د غنمو په پټي کې د جودرو د مثال معنی بیان کړه.»
37 هغه ځواب ورکړ: «هغه څوک چې ښه تخم کري، هغه د انسان زوی دی.
38 پټی دا نړۍ ده، د ښه تخم معنی د اسماني پاچاهۍ خلک دي او جودر د شیطان پیروان دي،
39 او هغه دښمن چې جودر یې کرلي دي هغه شیطان دی، د حاصل د راټولولو وخت اخره زمانه ده او لوګرې فرښتې دي.
40 لکه څنګه چې جودر راټولیږي او په اور کې سوځول کیږي، نو په اخره زمانه کې به همداسې وشي.
41 د انسان زوی به خپلې فرښتې راولېږي او د هغه د پاچاهۍ نه به هغه ټول خلک چې د خلکو د ګناه سبب کیږي راټول کړي او همدارنګه هغه ټول خلک چې بدکاره دي،
42 او هغوی به په سور تنور کې واچوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.
43 بیا به نېک خلک د خپل پلار په پاچاهۍ کې لکه د لمر په شان ځلیږي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.
44 اسماني پاچاهي د هغې خزانې په شان ده چې په پټي کې پټه شوې وي او یو سړی هغه پیدا کړي او بېرته یې ښخه کړي او د خوشحالۍ نه ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او بېرته راځي او هغه پټی اخلي.
45 په همدې ډول اسماني پاچاهي د هغه سوداګر په شان ده چې د قیمتي مرغلرو پسې ګرځي،
46 چې کله یې ډېرې ارزښتناکې مرغلرې پیدا کړې، نو ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او هغه مرغلرې اخلي.
47 همدارنګه اسماني پاچاهي د هغه جال په شان ده چې ماهي نیوونکی هغه په دریاب کې واچوي او ډول ډول ماهیان ونیسي.
48 کله چې جال د ماهیانو څخه ډک شو، نو غاړې ته یې راوکاږي او بیا ورته کښېني او ماهیان سره جدا کړي او ښه ماهیان په ټوکریو کې واچوي او خراب یې ایسته وغورځوي.
49 په اخره زمانه کې به همداسې وي. فرښتې به راشي او بدکاران به له نېکو خلکو څخه جدا کړي،
50 او هغوی به سور تنور ته وروغورځوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»
51 عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ټولو شیانو پوهېږئ؟» هغوی وویل: «هو.»
52 عیسی هغوی ته وویل: «د شریعت هر ښوونکی چې د اسمان په پاچاهۍ کې شاګرد شي، نو هغه د هغه کور د خاوند په شان دی چې د خپل ګودام څخه نوي او زاړه شیان راوباسي.»
53 کله چې عیسی دا مثالونه پای ته ورسول، نو د هغه ځای څخه روان شو،
54 او خپل وطن ته راغی او هلته په کنیسه کې یې خلکو ته داسې تعلیم ورکاوه چې ټول حیران شول او یو بل ته یې سره وویل: «دې سړي دا حکمت او د دې معجزو د ښودلو قدرت له کوم ځایه پیدا کړی دی؟
55 ایا هغه د نجار زوی نه دی؟ ایا د مور نوم یې مریم نه دی؟ ایا یعقوب، یوسف، شمعون او یهودا د هغه ورونه نه دي؟
56 ایا د هغه ټولې خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟ نو بیا دا ټولې خبرې هغه له کوم ځای نه زده کړي دي؟»
57 نو هغوی عیسی قبول نه کړ. خو عیسی هغوی ته وویل: «د یو پیغمبر په هرځای کې درناوی کیږي، خو په خپل وطن او خپله کورنۍ کې نه کیږي.»
58 عیسی د هغوی د بې ایمانۍ له امله په هغه ځای کې ډېرې معجزې ونه ښودلې.