متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 12

په هغه وخت کې عیسی د سبت په یوه ورځ د غنمو په پټیو تېرېده، د هغه شاګردان وږي شوي وو نو هغوی د غنمو د وږو په شکولو او خوړلو شروع وکړه.
2 خو کله چې فریسیانو دا ولیدل، نو عیسی ته یې وویل: «ګوره! ستا شاګردان داسې کار کوي چې د سبت په ورځ ناروا دی.»
3 عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي وو، نو هغه څه وکړل؟
4 هغه څنګه د خدای کور ته ننوت او د خپلو ملګرو سره یې سپېڅلې ډوډۍ وخوړله، که څه هم د هغوی دپاره د هغې خوړل روا نه وو او یوازې د کاهنانو دپاره روا وو؟
5 او تاسو د موسی په شریعت کې نه دي لوستلي چې کاهنان د خدای په کور کې د سبت قانون ماتوي، خو بیاهم ګناهکار نه ګڼل کیږي؟
6 زه تاسو ته وایم چې دلته یو څوک شته چې د خدای د کور څخه هم لوی دی.
7 که چېرې تاسو د خدای د کلام په معنی پوهېدلی چې وایي: ‹زه ستاسو څخه غواړم چې په نورو رحم وکړئ، نه قرباني.› نو تاسو به بې ګناه خلک نه ملامتول.
8 ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»
9 له هغې وروسته عیسی د هغه ځای څخه لاړ او یوې کنیسې ته ورغی.
10 هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ځینو خلکو چې غوښتل یې په عیسی باندې تور ولګوي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا د سبت په ورځ د چا روغول روا دي؟»
11 عیسی ځواب ورکړ: «فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک یو پسه ولري او هغه د سبت په ورځ کندې ته ولویږي نو هغه به راونه نیسي او د هغې کندې څخه به یې راونه باسي؟
12 خو انسان د پسه نه ډېر زیات ارزښت لري! نو له دې امله د سبت په ورځ نېک کار کول روا دی.»
13 بیا عیسی هغه شل لاسي سړي ته وویل: «خپل لاس دې وغزوه.» هغه خپل لاس وغزاوه او هغه یې د بل لاس په شان روغ شو.
14 خو فریسیان د کنیسې نه ووتل او د عیسی د وژلو دپاره یې دسیسه جوړه کړه.د خدای غوره شوی خدمتګار
15 کله چې عیسی د هغوی د دسیسې نه خبر شو، نو د هغه ځای څخه لاړ. ډېر خلک ورپسې روان شول او هغه ټول ناروغان روغ کړل
16 او هغوی ته یې امر وکړ چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.
17 ترڅو په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شي چې وایي:
18 «دا دی زما خدمتګار چې ما غوره کړی دی.هغه په ما باندې ګران دی او زه ترې خوشحاله یم.زه به په هغه باندې خپل روح نازل کړماو هغه به نور قومونه د خدای د قضاوت څخه خبروي
19 هغه به نه جنګ جګړې کوي او نه به چیغې وهياو نه به یې په کوڅو کې څوک اواز اوري.
20 هغه به کږه لوخه هم نه ماتوياو نه به ضعیفه ډېوه مړ کوي،ترڅو هغه انصاف بریالی کړي.
21 د ټولو قومونو د امید سترګې به د هغه خواته وي.»
22 په دې وخت کې خلکو یو ړوند او ګونګ سړی چې پېریانو نیولی ؤ عیسی ته راوست. عیسی هغه روغ کړ او هغه وکولای شول چې هم خبرې وکړې او هم وویني.
23 ټول خلک حیران شول او ویې ویل: «ایا دا د داود زوی نه دی؟»
24 خو کله چې فریسیانو دا واورېدل نو ویې ویل: «دا سړی د پېریانو د مشر بعلزبول په مرسته پېریان وباسي.»
25 عیسی پوهېده چې د هغوی په ذهن کې څه ګرځي، نو هغوی ته یې وویل: «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې په ډلو ووېشل شي او یو د بل سره وجنګیږي، هغه له منځه ځي او هر ښار او هره کورنۍ چې په خپلو کې یو د بل په خلاف شي نو هغه به پاتې نه شي.
26 که چېرې شیطان، شیطان وباسي نو بیا خو شیطان په خپله د خپل ځان په خلاف شو، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟
27 که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي.
28 خو که چېرې زه د خدای د روح په مرسته پېریان وباسم نو بیا پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده.
29 یا څنګه څوک کولای شي چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.
30 څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغوی خواره واره کوي.
31 نو له دې امله زه تاسو ته وایم چې د انسان هره ګناه او کفر ویل به وبخښل شي، خو که چېرې د روح القدس په خلاف کفر وویل شي هغه به ونه بخښل شي.
32 هرڅوک چې د انسان د زوی په خلاف څه ووایي هغه به وبخښل شي، خو که چېرې څوک د روح القدس په خلاف څه ووایي هغه به ونه بخښل شي، نه په دې نړۍ کې او نه په راتلونکې نړۍ کې.»
33 عیسی زیاته کړه: «یوه ونه د هغې د مېوې څخه پېژندل کیږي. که ونه ښه وي، نو مېوه به یې هم ښه وي. که ونه خرابه وي، نو مېوه به یې هم خرابه وي.
34 ای د مارانو بچیانو! تاسو چې داسې بدکاره خلک یئ نو بیا څنګه کولای شئ ښې خبرې وکړئ؟ ځکه کومې خبرې چې په زړه کې وي هغه په خوله راوځي.
35 ښه سړی د خپلې ښې خزانې څخه چې په هغه کې ده، ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپلې بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي.
36 زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به هرڅوک د خپلو بېځایه خبرو چې کړي یې دي ځواب وایي.
37 ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو بې ګناه او یا ګناهکار وګڼل شئ.»
38 بیا د شریعت ځینو عالمانو او فریسیانو عیسی ته وویل: «ای استاذه، مونږ غواړو چې یوه معجزه راته وښایې.»
39 خو عیسی په ځواب کې وویل: «د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک یوه معجزه غواړي، خو یوازېنۍ نښه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده.
40 لکه څنګه چې یونس درې ورځې او درې شپې د یو لوی ماهي په خېټه کې تېرې کړې، نو همداسې به د انسان زوی درې ورځې او درې شپې د ځمکې په تل کې تېرې کړي.
41 د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله. خو ګورئ اوس چې څوک دلته دی هغه د یونس نه لوی دی.
42 د شیبا د هېواد ملکه به د قیامت په ورځ راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ، اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.
43 کله چې د یو سړي څخه پېری راووځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي
44 نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم. کله چې بېرته راشي نو هغه کور خالي، جارو شوی او په ترتیب وویني.
45 بیا هغه لاړ شي او د ځان څخه بدتر نور اووه پېریان راولي، هغوی ټول راشي او په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. او د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي. نو د دې زمانې د بدکاره خلکو به هم همدا حال وي.›»
46 عیسی لا د خلکو سره خبرې کولې چې مور او ورونه یې راغلل او دباندې ولاړ وو او غوښتل یې چې د هغه سره خبرې وکړي.
47 بیا یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي ستا سره خبرې وکړي.»
48 عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده؟ او زما ورونه څوک دي؟»
49 بیا هغه خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دا زما مور او زما ورونه دي.
50 ځکه هرڅوک چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي، هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»