متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 15

وروسته ځینې فریسیان او د شریعت عالمان د اورشلیم څخه عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
2 ن«ستا شاګردان ولې زمونږ د نیکونو په رواجونو عمل نه کوي او د ډوډۍ خوړلو څخه مخکې خپل لاسونه نه وینځي؟»
3 عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ولې د خپل رواج په خاطر د خدای حکم ماتوئ؟
4 ځکه چې خدای حکم کړی دی: ‹د خپل مور او پلار عزت کوه او هرڅوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځلې وکړي، باید ووژل شي.›
5 خو تاسو وایئ، که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووایي چې زه تاسو سره مرسته نه شم کولای، ځکه هغه څه چې ما کولای شول تاسو ته یې درکړم، هغه مې خدای ته نذرانه کړل.
6 نو هغه نور مجبور نه دی چې د خپل مور او پلار درناوی وکړي. په دې ډول تاسو د خپل دود او دستور په خاطر د خدای حکم بې‌ارزښته ګڼئ.
7 ای منافقانو، اشعیا نبي په حقه ؤ چې ستاسو په هکله یې پېشګویي وکړه چې خدای وایي:
8 دا خلک په خوله زما عزت کوي، خو زړونه یې په بل ځای کې دي.
9 د هغوی عبادت ګټه نه لري ځکه چې هغوی د خدای د حکمونو په ځای د انساني حکمونو تعلیم ورکوي.»
10 بیا عیسی خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ځان ورباندې پوه کړئ.
11 نانسان چې څه خوري او څه څښي په هغو باندې نه ناپاکه کیږي، خو کومه خبره چې د هغه د خولې څخه راوځي په هغې ناپاکه کیږي.»
12 بیا شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «ایا ته پوهېږې چې فریسیان ستا په خبرو خفه شول؟»
13 عیسی ځواب ورکړ: «هر نیالګی چې زمونږ اسماني پلار نه وي کرلی هغه به له بېخه وویستل شي.
14 نو د هغوی پروا مه کوئ. دوی داسې ړانده دي چې نورو ړندو ته لاره ښایي. کله چې یو ړوند بل ړوند ته لاره ښایي، نو دواړه په کنده کې غورځیږي.»
15 بیا پطروس عیسی ته وویل: «مونږ ته د دې مثال معنی ووایه.»
16 عیسی پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم لا تر‌اوسه په دې شیانو نه پوهېږئ؟
17 ایا تاسو نه پوهېږئ چې کوم شی چې خولې ته ننوځي هغه خېټې ته ځي او وروسته بیا د بدن څخه وځي؟
18 خو څه چې د خولې څخه راوځي هغه د زړه څخه راځي او په هغو باندې انسان ناپاکه کیږي.
19 ځکه چې خراب خیالونه، قتل، زناکاري، جنسي بد‌اخلاقي، غلا، د دروغو شهادت او تهمت د زړه نه راوځي.
20 دا هغه شیان دي چې انسان ناپاکه کوي، خو په ناپاکو لاسونو باندې خوراک کول انسان نه ناپاکه کوي.»
21 بیا عیسی هغه ځای پرېښود او د صور او صیدون سیمو ته لاړ.
22 یوه کنعاني ښځه چې د هغه ځای اوسېدونکې وه هغه ته راغله او په چیغو چیغو یې ورته وویل: «ای ښاغلیه! ای د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه. زما لور پېریانو نیولې ده او په سخت حالت کې ده.»
23 خو عیسی ورته هېڅ ځواب ورنه کړ. شاګردان یې راغلل او زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «دا ښځه وشړه، ځکه چې هغه مونږ پسې چیغې وهي.»
24 بیا عیسی په ځواب کې وویل: «زه یوازې د اسراییلو د قوم د ورک شویو پسونو دپاره رالېږل شوی یم.»
25 خو هغه ښځه راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او ویې ویل: «ښاغلیه، زما سره مرسته وکړه.»
26 عیسی په ځواب کې وویل: «دا سمه نه ده چې څوک دې د ماشوم ډوډۍ واخلي او سپیانو ته یې واچوي.»
27 هغې ښځې وویل: «رښتیا ده ښاغلیه! خو سپي هم هغه پاتې شوې ډوډۍ خوري چې د خاوند د دسترخوان څخه یې وغورځیږي.»
28 بیا عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «ای ښځې، ستا ایمان ډېر قوي دی! څنګه چې ته غواړې هماغسې دې وشي.» او په هماغه ساعت د هغې لور روغه شوه.
29 عیسی د هغه ځای څخه روان شو او د جلیل د بحیرې په غاړه تېر شو او غره ته وخوت او هلته کښېناست.
30 ډېر خلک ورته راغلل او ګوډان، ړانده، شلان، ګونګیان او نور ډېر ناروغان یې ورته راوستل او د هغه پښو ته به یې کښېنول او هغه به روغول.
31 کله چې خلکو ولیدل چې ګونګیانو خبرې وکړلې، شلان ټول روغ شول، ګوډان وګرځېدل او ړانده بینا شول، نو حیران شول او د اسراییلو د خدای ثنا او صفت یې وکړ.
32 عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي چې هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري. زه نه غواړم چې هغوی وږي رخصت کړم، هسې نه چې په لاره کې بې‌حاله شي.»
33 شاګردانو په ځواب کې وویل: «په دې دښته کې دومره خلکو ته مونږ ډوډۍ له کومه کړو چې ماړه یې کړو؟»
34 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی وویل: «اووه ډوډۍ او یو څو واړه ماهیان.»
35 نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني.
36 بیا هغه اووه ډوډۍ او ماهیان راواخیستل، د خدای شکر یې وویست، هغه یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې او شاګردانو هغه خلکو ته ورکړلې.
37 هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډیو د پاتې شویو ټوټو څخه اووه ټوکرۍ ډکې شوې.
38 هغو خلکو چې ډوډۍ یې وخوړه د هغو شمېر څلور زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان نه وو حساب شوي.
39 بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله په کشتۍ کې سپور شو او د مجدن سیمې ته لاړ.