متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 22

عیسی یوځل بیا خلکو ته یو بل مثال راوړ او ویې ویل:
2 «اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې د خپل زوی د واده مېلمستیا یې جوړه کړه.
3 هغه خپل نوکران په رابلل شویو مېلمنو پسې ولېږل چې هغوی ته ووایي چې مېلمستیا ته راشي، خو هغوی ونه غوښتل چې راشي.
4 نو هغه خپل نور نوکران ورپسې ولېږل چې هغوی ته ووایي: ‹د واده مېلمستیا ته راشئ. ما ډوډۍ تیاره کړې ده، ستاسو دپاره مې غویان او چاغ خوسکي حلال کړي دي او هرڅه تیار دي.›
5 خو هغوی یې هېڅ پروا ونه کړه او په خپل کار پسې لاړل. یو یې خپل پټي ته لاړ او بل یې خپل کاروبار ته،
6 او نورو د هغه نوکران ونیول، بې عزته یې کړل او ویې وژل.
7 پاچا په قهر شو، خپل عسکر یې ولېږل او هغه قاتلان یې ووژل او ښار یې ورته وسوځاوه.
8 بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: ‹د واده مېلمستیا تیاره ده خو کوم خلک چې رابلل شوي وو هغه د دې وړ نه وو.
9 عمومي چوکونو ته ووځئ او هرڅوک چې مو پیدا کړ د واده مېلمستیا ته یې راوبولئ.›
10 نو نوکران لارو او کوڅو ته ووتل او هرڅوک یې چې پیدا کولای شول که ښه وو او که بد وو ټول یې راوستل او په دې ډول سالون د مېلمنو څخه ډک شو.
11 کله چې پاچا د مېلمنو د لیدلو دپاره دننه ورغی، نو هلته یې یو سړی ولید چې د واده کالي یې نه وو اغوستي.
12 پاچا ترې پوښتنه وکړه: ‹ای دوسته، تا څنګه د واده کالي نه دي اغوستي او دلته راغلی یې؟› هغه غلی پاتې شو.
13 بیا پاچا خپلو خدمتګارانو ته وویل: ‹د هغه لاس او پښې وتړئ او دباندې په تیاره کې یې وغورځوئ یعنې هغه ځای کې چې خلک به ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›»
14 عیسی په پای کې وویل: «رابلل شوي ډېر دي، خو غوره شوي لږ دي.»
15 بیا فریسیان لاړل او په خپلو کې یې مشوره وکړه چې څنګه عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي.
16 نو هغوی خپل ځینې پیروان د هیرودیس د پلویانو سره عیسی ته ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ای استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو صادق سړی یې او په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ته د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي.
17 نو بیا مونږ ته ووایه چې په دې هکله ستا نظر څه دی؟ ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟»
18 خو عیسی د هغوی په بدنیتۍ پوه شو او هغوی ته یې وویل: «ای منافقانو، تاسو ولې هڅه کوئ چې ما امتحان کړئ؟
19 هغه سکه چې تاسو ورباندې خپله مالیه ورکوئ ماته راوښایئ.» هغوی ورته یوه رومي سکه راوړله.
20 عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟»
21 هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
22 کله چې هغوی دا واورېدل نو حیران شول او هغه یې پرېښود او ورڅخه لاړل.
23 په هماغه ورځ صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ:
24 «استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
25 په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني ورور یې واده وکړ او هغه بې اولاده مړ شو او د هغه کونډه د هغه ورور ته پاتې شوه.
26 په دې ډول دوهم، درېم او تر اووم وروره پورې د هغې ښځې سره وادونه وکړل او ټول بې اولاده مړه شول.
27 په پای کې هغه ښځه هم مړه شوه.
28 نو مونږ ته ووایه چې د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې ټولو ورسره وادونه کړي وو؟»
29 عیسی ځواب ورکړ: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ.
30 ځکه چې د قیامت په ورځ کله چې مړي بیا راژوندي کیږي، نه سړي وادونه کوي او نه به ښځې چاته واده کیږي، خو هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي.
31 خو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله تاسو نه دي لوستلي چې خدای تاسو ته څه ویلي دي؟ هغه ویلي دي:
32 ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.خدای د مړو خدای نه، بلکې د ژوندیو خدای دی.›»
33 کله چې خلکو د هغه خبرې واورېدلې، نو د هغه تعلیم ته حیران شول.
34 کله چې فریسیان خبر شول چې عیسی د صدوقیانو خولې بندې کړلې، نو سره راټول شول،
35 په هغوی کې یو تن چې د شریعت عالم ؤ د ازمایښت دپاره یې د عیسی نه پوښتنه وکړه:
36 «استاذه، په شریعت کې تر ټولو لوی حکم کوم یو دی؟»
37 عیسی ځواب ورکړ: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په ټول روح او په ټول عقل سره مینه کوئ.
38 دا تر ټولو لوی او لومړنی حکم دی.
39 دوهم حکم هم د لومړني حکم په شان مهم دی چې د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوئ.
40 ټول تورات او د پیغمبرانو لیکنې په دې دواړو حکمونو باندې ولاړ دی.»
41 عیسی د هغو فریسیانو څخه چې هلته سره راټول شوي وو پوښتنه وکړه:
42 «تاسو د مسیح په هکله څه فکر کوئ؟ هغه د چا زوی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د داود زوی.»
43 عیسی پوښتنه وکړه: «نو بیا څنګه داود د خدای د روح په قدرت هغه ته بادار وایي؟ ځکه چې داود وایي:
44 ‹څښتن زما بادار ته وویل:”زما ښي لاس ته کښېنهترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې.“›
45 نو دا چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»
46 هېچا د هغه په ځواب کې څه ونه شو ویلی او د هماغې ورځې نه وروسته هېچا دا جرات ونه کړ چې د هغه څخه نورې پوښتنې وکړي.