متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 8

کله چې عیسی د غره نه راښکته شو، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان شول.
2 په دې وخت کې یو جذامي سړی هغه ته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «ښاغلیه، که ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
3 عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «زه غواړم، پاک او روغ شه» او هغه سمدلاسه د جذام څخه پاک او روغ شو.
4 بیا عیسی هغه ته وویل: «ګوره چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته روغ شوی یې.»
5 کله چې عیسی د کپرناحوم ښار ته ورغی، نو یو رومي منصبدار ورته راغی او هغه ته یې زاري وکړه،
6 او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، زما یو نوکر په کور کې شل پروت دی او ډېر په عذاب دی.»
7 عیسی وویل: «زه به درشم او هغه به روغ کړم.»
8 خو هغه منصبدار ورته په ځواب کې وویل: «ای ښاغلیه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې. ته یوازې امر وکړه، نو زما نوکر به روغ شي.
9 ځکه چې زه هم د بل چا د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم چې راشه نو هغه راځي او کله چې خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه نو هغه یې کوي.»
10 کله چې عیسی د هغه خبرې واورېدلې نو حیران شو او کوم خلک چې په هغه پسې روان وو، هغوی ته یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ما داسې ایمان په اسراییلو کې هم نه دی لیدلی.
11 زه تاسو ته وایم چې د ختیځ او لوېدیځ څخه به ډېر خلک راشي او د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره به د اسماني پاچاهۍ په مېلمستیا کې کښېني،
12 خو کوم خلک چې د دې پاچاهۍ دپاره ټاکل شوي وو هغوی به دباندې تیارو ته یعنې هغه ځای ته وغورځول شي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»
13 بیا عیسی هغه منصبدار ته وویل: «بېرته خپل کور ته لاړ شه، لکه څنګه چې باور لرې همداسې به وشي.» نو په هماغه ساعت هغه نوکر روغ شو.
14 کله چې عیسی د پطروس کور ته ورغی، نو ویې لیدل چې د پطروس خواښې د تبې له لاسه پرته وه.
15 د هغې لاس یې ونیوه او تبې هغه پرېښودله. هغه راپاڅېدله او د عیسی خدمت یې پیل کړ.
16 کله چې ماښام شو، نو خلکو هغه ته ډېر داسې کسان راوستل چې پېریانو نیولي وو او په یو حکم یې د هغوی څخه پېریان وویستل او ټول ناروغان یې روغ کړل.
17 په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شوه چې ویلي یې وو:هغه مونږ له خپلو ناروغیو نه خلاص کړو،او زمونږ کمزورۍ یې لېرې کړلې.
18 کله چې عیسی ولیدل چې د خلکو ګڼه ګوڼه ورڅخه راچاپېره ده نو خپلو شاګردانو ته یې حکم وکړ چې د جلیل د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.
19 د شریعت یو عالم هغه ته ورغی او ویې ویل: «استاذه! هر چېرته چې ځې زه به درپسې ځم.»
20 عیسی ورته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان خپلې ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کېږدي.»
21 یو بل شاګرد ورته وویل: «استاذه، اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.»
22 عیسی ځواب ورکړ: «ته ما پسې راځه او پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي.»
23 عیسی په کشتۍ کې سپور شو او شاګردان یې هم ورسره روان شول.
24 ناڅاپه په دریاب کې یو سخت توفان راغی او نژدې ؤ چې کشتۍ د څپو له لاسه ډوبه شي، خو عیسی ویده ؤ.
25 نو شاګردان ورغلل او راویښ یې کړ او ورته ویې ویل: «ای استاذه، مونږ وژغوره. مونږ ډوبیږو.»
26 عیسی ورته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!» بیا هغه راپاڅېد او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ او هغوی بیخي ارام شول.
27 شاګردان حیران شول او ویې ویل: «دا څنګه سړی دی چې باد او څپې یې هم حکم مني؟»
28 کله چې عیسی د جدریان سیمې ته چې د دریاب په بلې غاړې پرته وه ورسېده، نو د دوو تنو سره چې پېریانو نیولي وو او د هدیرې ‎څخه راووتل، مخامخ شو. هغوی دومره خطرناکه وو چې هېچا نه شو کولای په هغه لاره تېر شي.
29 ناڅاپه هغوی چیغې ووهلې: «ای د خدای زویه، مونږ سره څه کار لرې؟ ته د دې دپاره دلته راغلی یې چې مونږ د ټاکل شوي وخت څخه مخکې په عذاب کړې؟»
30 د هغه ځای څخه لږ لېرې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله.
31 پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «که چېرې ته مونږ شړې، نو د خوګانو هغې رمې ته مو ولېږه.»
32 عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ!» نو هغوی راووتل او په خوګانو کې ورننوتل. سمدلاسه د خوګانو ټولې رمې منډه کړه او د کمر د غاړې نه دریاب ته ورولوېدله او په اوبو کې ډوبه شوه.
33 د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او ښار ته لاړل. خلکو ته یې ټوله کیسه وکړه او هغه څه چې په پېریانو نیولي سړیو باندې تېر شوي وو، ټولو ته وویل.
34 بیا د ښار ټول خلک راووتل چې عیسی وویني او کله یې چې هغه ولید نو زاري یې ورته وکړه چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي.