متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 18

په دې وخت کې شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «په اسماني پاچاهۍ کې د ټولو نه لوی څوک دی؟»
2 عیسی یو ماشوم راوغوښت او د خلکو په منځ کې یې ودراوه،
3 او ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ترڅو پورې چې تاسو په خپل ځان کې بدلون رانه ولئ او د ماشومانو په شان نه شئ نو هېڅکله به هم اسماني پاچاهۍ ته وردننه نه شئ.
4 هرڅوک چې خپل ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړي، نو په اسماني پاچاهۍ کې به د ټولو نه لوی وي
5 او هرڅوک چې داسې یو ماشوم زما په نوم قبول کړي نو هغه ما قبلوي.
6 خو هر هغه څوک چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارېدلو سبب شي، نو د هغه دپاره به دا ښه وي چې په خپله غاړه کې د ژرندې یو لوی پل واچوي او په یو ژور دریاب کې ډوب شي.
7 افسوس دې وي په دې نړۍ چې د داسې وسوسو سبب ګرځي. دا وسوسې به خامخا راځي خو افسوس د هغه چا په حال چې د دې وسوسو سبب ګرځي.
8 که چېرې ستا لاس یا پښه ستا د ګناه سبب ګرځي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس او یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې په دواړو لاسو او پښو روغ یې او تلپاتې اور ته واچول شې.
9 او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب وګرځي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره تلپاتې ژوندون ومومې، نه دا چې د دواړو سترګو سره د دوزخ اور ته وغورځول شې.
10 ګورئ، په دې خلکو کې چې د ماشومانو په شان په ما باندې ایمان لري، یو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ. زه تاسو ته وایم چې د هغوی فرښتې په اسمان کې تل زما د اسماني پلار په حضور کې حاضرې وي. [
11 ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي وژغوري.]
12 تاسو څه فکر کوئ؟ فرض کړئ یو سړی سل پسونه لري او د هغو څخه یو ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به دا نهه نوي پسونه د غونډیو په لمنو کې پرېنږدي او د هغه ورک شوي پسه د لټولو دپاره به لاړ نه شي؟
13 کله چې هغه پیدا کړي، نو په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه سړی به د هغو نهه نوي پسونو څخه چې ورک شوي نه دي په هغه یو باندې ډېر خوشحاله شي.
14 نو په دې ډول ستاسو اسماني پلار نه غواړي چې د دې خلکو څخه چې د ماشومانو په شان په ما باندې ایمان لري، یو هم له منځه لاړ شي.
15 که چېرې ستا ورور ستا په وړاندې کومه بدي وکړي، نو ورشه او خپله غلطي یې ورته وښایه او دا خبره دې یوازې ستا او د هغه ترمنځ وي. که هغه خپله غلطي ومني، نو ورور به دې بېرته خپل کړې.
16 خو که چېرې هغه ستا خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو بیا یو یا دوه نور کسان د ځان سره بوځه، ترڅو څه چې ته وایې هغه د دوو یا درې شاهدانو له خوا تایید شي.
17 که چېرې هغه د هغوی خبره هم ونه مني، نو موضوع کلیسا ته وړاندې کړه او که د کلیسا خبره هم ونه مني نو بیا د هغه سره داسې چلند وکړه لکه چې د یو کافر یا مالیه ټولوونکي سره کیږي.
18 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅه چې تاسو د ځمکې په مخ ناروا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي.
19 په یقین سره زه تاسو ته نور څه هم وایم: که چېرې په تاسو کې دلته د ځمکې په مخ دوه تنه د کوم شي په هکله په یو زړه خدای ته سوال وکړي، نو زما اسماني پلار به یې قبول کړي.
20 ځکه په هرځای کې که دوه یا درې تنه زما په نوم سره راټول شي، نو زه د هغوی په منځ کې حاضر یم.»
21 بیا پطروس عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! که زما ورور زما سره کومه بدي وکړي، هغه څو ځلې وبخښم؟ ایا اووه ځلې؟»
22 عیسی ځواب ورکړ: «زه نه وایم چې اووه ځلې، بلکې اووه وارې اویا ځلې.
23 ځکه چې اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې ویې غوښتل د خپلو خدمتګارانو سره حساب وکړي.
24 چې کله یې حساب شروع کړ، نو یو سړی یې ورته راوست چې په لکونو پیسې د هغه پوروړی ؤ.
25 خو د هغه سره دومره پیسې نه وې چې خپل پور ورکړي، نو بادار یې امر وکړ چې هغه دې د خپلې ښځې او ماشومانو سره او نور هرڅه چې لري خرڅ کړي، ترڅو خپل پور ورکړي.
26 نو خدمتګار د هغه په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه: ‹لږ صبر راته وکړه او زه به ستا ټول پور خلاص کړم.›
27 د بادار زړه یې پرې وسوځېده او هغه یې پرېښود او پور یې ورته وبخښلو.
28 خو کله چې هغه خدمتګار لاړ، نو د خپلو ملګرو خدمتګارانو څخه یو یې چې سل دیناره یې پوروړی ؤ ورته په مخه ورغی. هغه یې له ستوني ونیوه او ورته ویې ویل: ‹زما پور بېرته راکړه.›
29 نو هغه خدمتګار ملګری یې په پښو کې ورته پرېوت او زاري یې ورته وکړه ویې ویل: ‹لږ صبر راته وکړه، پور به دې خلاص کړم.›
30 خو هغه ونه منله او هغه یې په زندان کې واچاوه تر هغې پورې چې د هغه پور ورکړي.
31 نورو خدمتګارانو چې دا پېښه ولیدله نو ډېر خفه شول او خپل بادار ته ورغلل او څه چې شوي وو هغه یې ترې خبر کړ.
32 نو بادار یې هغه سړی راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹ای بدکاره خدمتګاره! ماته دې زاري وکړه او ما درته ټول پور وبخښلو.
33 ایا تاته لازمه نه وه چې په خپل ملګري خدمتګار باندې دې همداسې رحم کړی وای، لکه څنګه چې ما په تا وکړ؟›
34 د هغه بادار دومره په قهر شو چې هغه یې په زندان کې واچاوه او امر یې وکړ چې هغه دې تر هغې پورې وځورول شي ترڅو یې ټول پور نه وي ورکړی.
35 که چېرې تاسو خپل ورور د زړه نه ونه بخښئ، نو زما اسماني پلار به هم ستاسو سره همداسې وکړي.»