متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 21

کله چې عیسی او شاګردان یې اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي ته چې د زیتون په غره کې ؤ ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل
2 او هغوی ته یې وویل: «هغه مخامخ کلي ته ورشئ، نو هلته به یوه خره ووینئ چې د خپل کوټي سره به تړل شوې وي. هغه را ایله کړئ او ماته یې راولئ.
3 که چا درته څه وویل نو ورته ووایئ چې دا زمونږ د استاذ په کار دی، نو هغه به سمدلاسه تاسو ته اجازه درکړي چې هغه بوځئ.»
4 په دې ډول به د پیغمبر هغه وینا رښتیا شي چې وایي:
5 د صهیون خلکو ته ووایئ چې ستاسو پاچا درروان دی چې عاجز دیاو په خره باندې سپور دی، یعنې د خرې په کوټي باندې سپور دی.
6 شاګردان لاړل او څنګه چې عیسی ورته ویلي وو هماغسې یې وکړل.
7 هغوی خره او کوټی راوستل او خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی ورباندې سپور شو.
8 ډېرو زیاتو خلکو ورته په لاره کې خپل کالي وغوړول او ځینو خلکو د ونو څانګې راپرې کړلې او په لاره کې یې ورته واچولې.
9 کوم خلک چې د هغه څخه مخکې او وروسته روان وو چیغې یې وهلې: «ژوندی دي وي د داود زوی ته، مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي. ثنا دې وي څښتن تعالی ته.»
10 کله چې عیسی اورشلیم ته ورننوت نو په ټول ښار کې شور او غوغا ګډه شوه، خلکو پوښتنه کوله: «دا څوک دی؟»
11 نو کوم خلک چې د عیسی سره ملګري وو ځواب یې ورکړ: «دا عیسی پیغمبر دی چې د جلیل د ناصرې څخه راغلی دی.»
12 عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ او د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
13 او هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹زما کور به د عبادت د ځای په نوم یادیږي› خو تاسو ترې د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
14 د خدای په کور کې ورته ړانده او ګوډان راغلل او هغوی ته یې شفا ورکړه.
15 خو کله چې مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو د عیسی حیرانوونکې معجزې چې هغه ښودلې، ولیدلې او د خدای په کور کې یې د ماشومانو چیغې واورېدلې چې ویل یې: «د داود زوی ته دې ثنا وي.» نو هغوی خفه شول.
16 نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «دا ماشومان چې څه وایي ته یې اورې؟» عیسی ځواب ورکړ: «هو، زه یې اورم. ایا تاسو د خدای په کلام کې نه دي لوستلي:خدایه ته به ماشومانو او تي رودونکو ته دا ورزده کوې چې ستا ثنا ووایي؟»
17 عیسی هغوی پرېښودل او د ښار څخه ووت. بیت عنیا ته لاړ او هلته یې شپه تېره کړه.
18 سبا سهار کله چې عیسی بېرته اورشلیم ته راتله نو وږی شو.
19 د سرک په غاړه یې د انځر ونه ولیدله نو هغه ورته ورغی، خو په هغې کې یې له پاڼو پرته بل هېڅ شی ونه لیده. نو هغې ونې ته یې وویل: «ته دې نور هېڅکله مېوه ونه نیسې.» او سمدلاسه هغه ونه وچه شوه.
20 کله چې شاګردانو دا ولیدل، نو حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «دا د انځر ونه دومره زر څنګه وچه شوه؟»
21 عیسی ورته ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو ایمان ولرئ او شک ونه کړئ نو تاسو به هم وکولای شئ داسې کار وکړئ لکه څنګه چې ما د انځر د ونې سره وکړ. یوازې دا کار نه بلکې که تاسو دې غره ته هم ووایئ چې پورته شه او دریاب ته وغورځېږه نو همداسې به وشي.
22 که تاسو ایمان ولرئ نو هرڅه چې په دعا کې وغواړئ هغه به لاسته راوړئ.»
23 عیسی بېرته د خدای کور ته راغی او تعلیم یې ورکاوه چې مشران کاهنان او د قوم مشران ورته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «چا تاته دا حق درکړی چې دا کارونه کوې؟ تاته چا دا واک او اختیار درکړی دی چې دا کارونه وکړې؟»
24 عیسی ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، که تاسو ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چې زه په کوم اختیار سره دا کارونه کوم.
25 تعمید ورکوونکي یحیی ته دا اختیار چا ورکړی ؤ چې خلکو ته د تعمید غسل ورکړي؟ هغه د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟» هغوی په خپل منځ کې سره بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
26 خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو د خلکو څخه وېرېږو ځکه چې هغوی ټول یحیی پیغمبر ګڼي.»
27 نو هغوی عیسی ته په ځواب کې وویل: «مونږ نه پوهېږو.» عیسی ورته وویل: «نو زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»د دوو زامنو مثال
28 عیسی زیاته کړه: «تاسو په دې هکله څه فکر کوئ؟ یو سړی ؤ چې دوه زامن یې لرل. هغه خپل مشر زوی ته ورغی او ورته ویې ویل: ‹زویه! لاړ شه او نن د انګورو په باغ کې کار وکړه.›
29 هغه ځواب ورکړ: ‹زه نه ځم.› خو وروسته پښېمانه شو او لاړ.
30 بیا هغه سړی خپل کشر زوی ته ورغی او هغه ته یې هم همدا خبره وکړه. هغه ځواب ورکړ: ‹ځمه، پلاره.› خو لاړ نه شو.
31 په هغو دواړو زامنو کې کوم یو د خپل پلار خبره ومنله؟» هغوی وویل چې مشر زوی یې. نو عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مالیه ټولوونکي او فاحشې به ستاسو څخه مخکې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.
32 ځکه چې یحیی تاسو ته راغی چې رښتینې لاره دروښایي، خو تاسو ورباندې باور ونه کړ، خو مالیه ټولوونکو او فاحشو ورباندې باور وکړ او سره له دې چې تاسو دا ولیدل، خو پښېمانه نه شوئ او باور مو ورباندې ونه کړ.»
33 عیسی وویل: «یو بل مثال واورئ. یو زمیندار ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ او ګردچاپېره یې ترې دېوال تاو کړ او په باغ کې یې د انګورو څخه د شربت ویستلو دپاره خم جوړ کړ او د پهره دارۍ دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله بل وطن ته په سفر روان شو.
34 کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل نوکران باغوانانو ته ورولېږل چې خپله برخه ترې واخلي.
35 باغوانانو د هغه نوکران ونیول، یو یې ورته وواهه او بل یې مړ کړ او درېم یې سنګسار کړ.
36 د باغ خاوند دا ځل زیات نوکران ولېږل او باغوانانو د هغوی سره هم هماغسې چلند وکړ.
37 په پای کې یې خپل زوی ورولېږه او فکر یې وکړ چې هغوی به زما د زوی لحاظ وکړي.
38 خو کله چې باغوانانو د هغه سړي زوی ولید نو په خپل منځ کې یې سره وویل: ‹دا یې وارث دی، راځئ چې مړ یې کړو او میراث به یې زمونږ شي.›
39 هغه یې ونیوه او د انګورو د باغ څخه یې دباندې وویست او مړ یې کړ.
40 نو کله چې د باغ خاوند راشي، د باغوانانو سره به څه وکړي؟»
41 هغوی ځواب ورکړ: «هغه به دا بدکاره خلک په بې رحمانه توګه ووژني او باغ به نورو باغوانانو ته په اجاره ورکړي چې د حاصل راټولولو په وخت کې به هغه ته خپله برخه ورکوي.»
42 بیا عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو کله د خدای په کلام کې نه دي لوستلي:‹کومه تیږه چې ګلکارانو رد کړههغه اوس د تهداب اصلي تیږه شوه.دا کار د څښتن له خوا وشواو زمونږ په نظر کې عجیبه ښکاري.›
43 نو له دې امله زه تاسو ته وایم چې د خدای پاچاهي به ستاسو نه واخیستل شي او هغو خلکو ته به ورکړل شي چې ښه مېوه نیسي یعنې د خدای د حکمونو څخه اطاعت کوي.
44 هرڅوک چې په دې تیږه باندې راولویږي، نو هغه به ټوټې ټوټې شي او که هغه تیږه په چا باندې راولویږي، نو هغه به ذرې ذرې کړي.»
45 کله چې مشرانو کاهنانو او فریسیانو د عیسی دا مثالونه واورېدل نو هغوی پوه شول چې هغه د دوی په هکله خبرې کوي.
46 هغوی غوښتل چې عیسی ونیسي، خو د خلکو څخه ووېرېدل، ځکه چې خلکو عیسی پیغمبر ګڼلو.