متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 23

بیا عیسی خلکو او خپلو شاګردانو ته وویل:
2 «د شریعت عالمان او فریسیان د موسی په چوکۍ ناست دي،
3 هغوی چې هرڅه درته وایي تاسو یې ومنئ او عمل ورباندې وکړئ، خو د هغوی په شان کارونه مه کوئ، ځکه دوی چې څه وایي عمل ورباندې نه کوي.
4 هغوی درانه پنډونه تړي او د خلکو په اوږو یې باروي، خو خپله نه غواړي چې ګوتې هم ورته وروړي چې د پنډ په وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
5 کوم کارونه چې هغوی یې کوي هغه د دې دپاره کوي چې خلک یې وویني، هغوی لوی لوی تعویذونه جوړوي او په خپل تندي او مټ باندې یې تړي او داسې چپنې اغوندي چې اوږده ځونډي لري.
6 هغوی دا خوښوي چې په مېلمستیاوو کې په ډېرو ښو ځایونو کې کښېني او په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسي،
7 او خلک ورته په بازارونو کې سلام واچوي او ‹استاذه، استاذه› ورته ووایي.
8 خو تاسو ته باید ‹استاذ› ونه ویل شي، ځکه چې تاسو یوازې یو استاذ لرئ او تاسو ټول سره ورونه یئ.
9 په دې نړۍ کې هېچا ته ‹پلار› مه وایئ، ځکه چې تاسو یوازې یو پلار لرئ چې هغه په اسمان کې دی.
10 نه دې څوک درته ‹لارښوونکی› ووایي، ځکه چې تاسو یوازې یو لارښوونکی لرئ چې هغه مسیح دی.
11 په تاسو کې هغه څوک د ټولو نه لوی دی چې ستاسو خدمتګار وي.
12 ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي هغه به عاجز شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي هغه به سرلوړی شي.»
13 عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د اسماني پاچاهۍ دروازې د خلکو دپاره بندوئ، نه تاسو ورننوځئ او نه نور خلک پرېږدئ چې ورننوځي. [
14 ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د کونډو مالونه خورئ، خو د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوئ، خو خدای به تاسو ته د نورو څخه سخته سزا درکړي.]
15 ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو په وچه او دریابونو ګرځئ چې کوم څوک خپل دین ته راواړوئ او کله چې ستاسو دین قبول کړي نو هغه ستاسو څخه دوه چنده د دوزخ د سزا وړ شي.
16 افسوس دې وي په تاسو باندې ای د ړندو لارښوونکو! تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د خدای د کور په نوم قسم وخوري، نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د خدای د کور په سرو زرو قسم وخوري نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.›
17 ای کم عقلو ړندو! کوم یو یې مهم دی، سره زر یا د خدای کور چې سره زر پاک او سپېڅلي کوي؟
18 همدارنګه تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د قربانۍ د ځای په نوم قسم وخوري نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د قربانۍ د ځای په نذرانې قسم وخوري نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.›
19 ای ړندو خلکو! کوم یو یې مهم دی، نذرانه یا د قربانۍ ځای چې هغه نذرانه پاک او سپېڅلې کوي؟
20 نو څوک چې د قربانۍ په ځای قسم خوري، هغه د قربانۍ په ځای او په کومو سوغاتونو چې خلکو هلته ایښي دي قسم خوري،
21 او څوک چې د خدای د کور په نوم قسم خوري، نو د خدای په کور او خدای باندې چې په هغه کې اوسیږي قسم خوري.
22 څوک چې په اسمان باندې قسم خوري، نو هغه د خدای په تخت او هغه چا باندې قسم خوري چې په هغه تخت باندې کښېني.
23 ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د وېلني، شبت او زنکۍ لسمه برخه ورکوئ، خو د شریعت ډېر مهم حکمونه لکه عدالت، رحم او وفاداري مو پریښي دي. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له پامه نه غورځولی.
24 ای ړندو لارښوونکو! تاسو ماشی د اوبو څخه لېرې کوئ، خو اوښ لواړ تېروئ.
25 ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ خو دننه یې د هغو شیانو څخه ډک دي چې په حرص او ځان غوښتنې مو ګټلي دي.
26 ای ړندو فریسیانو! لومړی د پیالو او قابونو دنننی برخه پاکه کړئ نو باندینۍ برخه به یې هم پاکه شي.
27 ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د هغو قبرونو په شان یئ چې په چونه باندې سپین شوي وي چې په ظاهره ښکلي ښکاري، خو دننه د مړو د هډوکو او هر ډول ناپاکیو څخه ډک وي.
28 نو په همدې ډول تاسو هم په ښکاره نېک خلک ښکارئ، خو دننه د منافقت او بدیو څخه ډک یئ.»
29 عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال، ځکه چې تاسو د پیغمبرانو زیارتونه جوړوئ او د نېکو خلکو قبرونه ښکلي کوئ
30 او وایئ: ‹که چېرې مونږ د خپلو نیکونو په زمانه کې ژوندي وای نو د هغوی سره به د پیغمبرانو په قتل کې شریک شوي نه وای.›
31 نو تاسو په خپلو ځانونو باندې شاهدي ورکوئ چې تاسو د هغو خلکو اولاده یئ چې پیغمبران یې قتل کړي دي.
32 نو لاړ شئ او هغه کارونه چې ستاسو نیکونو پیل کړي وو، سرته ورسوئ.
33 ای مارانو او د مارانو بچیانو! تاسو به د دوزخ له سزا څخه څنګه خلاص شئ؟
34 نو له دې امله زه تاسو ته پیغمبران، هوښیار خلک او د شریعت عالمان درلېږم، خو ځینې به تاسو مړه کړئ، ځینې به په صلیب راځوړند کړئ او ځینې به په کنیسو کې په دورو ووهئ او ښار په ښار به ورپسې ګرځئ.
35 نو له دې امله د ټولو نېکو خلکو وینې چې په ځمکه توییږي، خون به یې ستاسو په غاړه وي، د بې ګناه هابیل څخه نیولې د برخیا د زوی زکریا پورې چې هغه مو د خدای د کور او قربانۍ د ځای ترمنځ وواژه.
36 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د دې ټولو کارونو سزا به د دې زمانې خلکو ته ورکول کیږي.»
37 عیسی زیاته کړه: «ای اورشلیمه، ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې! ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه څنګه چې چرګه خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې سره راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
38 ګوره، ستاسو کور تاسو ته خالي پرېښودل کیږي.
39 ځکه چې زه تاسو ته وایم چې بیا به هېڅکله ما ونه وینئ ترڅو دا ونه وایئ: ‹مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.›»