متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 24

کله چې عیسی د خدای د کور څخه روان شو نو شاګردان یې ورته راغلل چې د هغه پام د خدای د کور ودانۍ ته راواړوي.
2 خو هغه وویل: «ایا دا ټولې ودانۍ وینئ؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
3 عیسی د زیتون په غره کې ناست ؤ چې شاګردان یې ورته راغلل او په پټه یې ورته وویل: «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله وشي؟ او ستا د راتګ او اخرې زمانې نښه به کومه وي؟»
4 عیسی ځواب ورکړ: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي.
5 ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به چې زه مسیح یم او ډېر خلک به بې لارې کړي.
6 تاسو به د جګړې غږ د نژدې نه او د لېرې نه د جنګ اوازې اورئ، خو ګورئ چې وارخطا نه شئ، ځکه چې دا شیان به خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی.
7 یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي او د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به قحطي او زلزلې راشي.
8 خو دا ټول به د لنګون د دردونو د شروع کېدلو په شان وي.
9 کله چې دا هرڅه پېښ شول نو تاسو به ونیول شئ او وبه ځورول شئ او بیا به ووژل شئ او زما د نوم په خاطر به د ټولو قومونو خلک ستاسو څخه کرکه کوي.
10 نو بیا به ډېر خپل ایمان له لاسه ورکړي او یو د بل سره به خیانت کوي او یو د بل څخه به کرکه کوي.
11 ډېر جعلي پیغمبران به راپیدا شي او ډېر خلک به بې لارې کړي.
12 بدکاري به دومره زیاته شي چې د خلکو مینه به یو د بله سره ورکه شي.
13 خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي.
14 او د اسماني پاچاهۍ زېری به په ټوله نړۍ کې خپور شي ترڅو د ټولو قومونو دپاره شاهدي اوسي او بیا به نړۍ ختمه شي.
15 نو کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي او سپېڅلی ځای ناپاکه کوي او دانیال نبي د هغو په هکله خبرې کړي دي، ووینئ (لوستونکي دې پوه شي چې د دې معنی څه ده)
16 نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي.
17 که څوک د بام په سر وي نو هغه دې د کور د سامان د وړلو دپاره نه راښکته کیږي.
18 که څوک په پټي کې وي هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي.
19 افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او هغو میندو په حال چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.
20 دعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې او یا د سبت په ورځ نه وي.
21 ځکه چې په هغه وخت کې به داسې سخت مصیبت رامنځته شي چې د نړۍ له پیل څخه تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي.
22 که چېرې خدای هغه ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې شوی نه وای، خو خدای به د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړي.
23 که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی،› نو باور ورباندې مه کوئ.
24 ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او لویې معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، د دې دپاره که ممکن وي نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي.
25 نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه خبر کړئ.
26 نو که چېرې څوک تاسو ته ووایي چې مسیح په دښته کې دی، نو هلته مه ځئ او یا درته ووایي چې هغه په یو پټ ځای کې دی نو باور ورباندې مه کوئ.
27 ځکه لکه څنګه چې برېښنا له ختیځې خوا راځي نو رڼا یې تر لوېدیځه پورې ځلیږي نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي.
28 چېرته چې مرداره وي هلته ټپوسان راټولیږي.
29 څنګه چې د مصیبت هغه ورځې تېرې شي، نو سمدلاسه به لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي، ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي.
30 هغه وخت به په اسمان کې د انسان د زوی د راتللو نښې راښکاره شي او د نړۍ ټول قومونه به ویر کوي او هغوی به وویني چې د انسان زوی به د قدرت او زیات جلال سره د اسمان په ورېځو کې راروان وي.
31 هغه به خپلې فرښتې چې په لوړ اواز سره به سرنی وهي راولېږي او هغوی به د نړۍ د یو سر نه تر بله سره پورې خپل غوره شوي خلک راټول کړي.
32 د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي، نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی.
33 نو په همدې ډول کله چې تاسو دا ټول شیان ووینئ نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی.
34 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.
35 ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
36 خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، خو یوازې پلار پرې خبر دی.
37 لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو نو همداسې به د انسان د زوی د راتګ په وخت کې وشي.
38 د سېلاب د راتللو څخه مخکې تر هغې ورځې پورې چې نوح کشتۍ ته ننوت، نو خلکو به خوړل او څښل او وادونه به یې کول.
39 دوی تر هغه وخته نه پوهېدل چې څه به کیږي، ترڅو سېلاب راغی او هغوی ټول یې له منځه یووړل. نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي.
40 نو په هغه وخت کې که چېرې دوه کسان په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.
41 او د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي.
42 نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې ستاسو څښتن به په کومه ورځ راځي.
43 خو په دې پوه شئ، که چېرې د کور خاوند په دې پوهېدلی چې غل د شپې په کوم وخت کې راځي، نو هغه به ویښ پاتې شوی وای او غل به یې نه پرېښود چې کور ته یې ورننوځي.
44 نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په هغه وخت کې راشي چې ستاسو په خیال کې به هم نه وي.
45 هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې هغه د خپلې کورنۍ د نورو نوکرانو مشر ټاکلی وي ترڅو هغوی ته په خپل وخت ډوډۍ ورکړي.
46 بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني.
47 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به هغه د خپل ټول مال او جایداد واک هغه ته وسپاري.
48 خو که هغه نوکر خراب سړی وي نو د خپل ځان سره به ووایي چې د بادار راتګ به مې ډېر وخت ونیسي.
49 او هغه به د نورو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي او د شرابیانو سره به خوري او څښي،
50 نو د هغه نوکر بادار به په هغه ورځ راشي چې نوکر به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي.
51 نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به د منافقانو سره یوځای واچوي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»