متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 5

کله چې عیسی د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو غره ته وخوت او هلته کښېناست. شاګردان یې ورته راغلل.
2 او هغوی ته یې تعلیم ورکول پیل کړ او ویې ویل:
3 «بختور دي هغه خلک چې په روحاني توګه غریبان دي،ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.
4 بختور دي هغه خلک چې اوس غمجن دي،ځکه چې هغوی به تسلي ومومي.
5 بختور دي هغه خلک چې عاجزان دي،ځکه چې هغوی به د ځمکې وارثان شي.
6 بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولووږي او تږي دي،ځکه چې هغوی به ماړه شي.
7 بختور دي هغه خلک چې په نورو باندې رحم کوي،ځکه چې په هغوی به رحم وشي.
8 بختور دي هغه خلک چې زړونه یې پاک دي،ځکه چې هغوی به خدای وویني.
9 بختور دي هغه خلک چې سوله راوستونکي دي،ځکه چې هغوی به د خدای زامن وبلل شي.
10 بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولوپه خاطر ځورول کیږي،ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.
11 بختور یئ تاسو چې زما په خاطر خلک درته ښکنځل کوي، ځوروي مو او ستاسو په هکله داسې بدې خبرې کوي چې هغه دروغ وي.
12 خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.
13 تاسو د نړۍ دپاره مالګه یئ، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي، نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟ د هغې څخه نور هېڅ کار نه اخیستل کیږي، بې له دې چې لېرې وغورځول شي او خلک یې تر پښو لاندې کړي.
14 تاسو د نړۍ دپاره رڼا یئ. کوم ښار چې په غره باندې جوړ شوی وي هغه پټېدلی نه شي.
15 هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه د کوم لوښي لاندې کېږدي چې پټ شي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې د کور ټولو خلکو ته رڼا ورکړي.
16 پرېږده چې ستاسو رڼا په خلکو باندې همداسې وځلیږي، ترڅو ستاسو نېک کارونه وویني او ستاسو پلار ته چې په اسمان کې دی جلال ورکړي.
17 داسې فکر مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې شریعت او د پیغمبرانو لیکنې باطلې کړم. د هغو د باطل کولو دپاره نه یم راغلی بلکې د هغو د پوره کولو دپاره راغلی یم.
18 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان موجود وي، نو د شریعت یو ډېر وړوکی ټکی به هم له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا هرڅه سرته ونه رسیږي.
19 که چېرې څوک د دې حکمونو څخه یو ډېر وړوکی حکم هم مات کړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو په اسماني پاچاهۍ کې به ډېر کوچنی مقام ولري، خو څوک چې په هغو حکمونو باندې عمل وکړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو هغه به په اسماني پاچاهۍ کې لوړ مقام ولري.
20 زه تاسو ته دا وایم تر هغې پورې چې تاسو د خدای د رضا په پوره کولو کې د فریسیانو او د شریعت د عالمانو څخه بهتر ونه اوسئ، نو هېڅکله به په اسماني پاچاهۍ کې وردننه نه شئ.
21 تاسو اورېدلي دي چې زمونږ نیکونو ته ویل شوي وو: ‹قتل مه کوئ.› که څوک قتل وکړي، نو هغه به تر محاکمې لاندې نیول کیږي.
22 خو زه تاسو ته وایم چې که چېرې څوک خپل ورور باندې په قهر شي، نو هغه به محاکمه کیږي. که څوک خپل ورور ته سپکاوی وکړي، نو هغه به شورا ته د محاکمې دپاره بیول کیږي. که هغه ورته ووایي چې ته کم عقل یې، نو هغه به د دوزخ اور ته ځي.
23 که چېرې ته د قربانۍ ځای ته کوم نذر راوړې او هلته در په یاد شي چې ورور دې درڅخه خفه دی،
24 نو خپل نذر دې د قربانۍ په ځای کې پرېږده او لاړ شه لومړی خپل ورور پخلا کړه او بیا راشه او خپل نذر دې وړاندې کړه.
25 کله چې د خپل مدعي سره محکمې ته روان یې، نو په لاره کې ورسره روغه جوړه وکړه، هسې نه چې هغه دې قاضي ته په لاس ورکړي او قاضي به دې پولیس ته وسپاري او ته به په زندان کې واچول شې.
26 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې به خلاص نه شې ترڅو پورې چې دې د خپل جېب وروستنۍ روپۍ نه وي ورکړې.
27 تاسو اورېدلي دي چې داسې ویل شوي دي: ‹زنا مه کوئ.›
28 خو تاسو ته وایم چې که یو سړی کومې ښځې ته په بد نیت وګوري، نو په زړه کې یې د هغې سره زنا کړې ده.
29 که چېرې ستا ښي سترګه ستا د ګناهکارېدلو سبب شي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه. ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو اندام له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته وغورځول شي.
30 که چېرې ستا ښي لاس ستا د ګناه سبب شي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو اندام له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته لاړ شي.
31 همدارنګه ویل شوي دي: ‹کله چې څوک خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، نو باید هغې ته طلاقنامه ورکړي.›
32 خو زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه د زنا کولو نه پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي، نو د هغې څخه زنا کاره جوړوي او هرڅوک چې د داسې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.
33 همدارنګه تاسو اورېدلي دي چې په پخوا زمانه کې خلکو ته ویل شوي وو: ‹خپل قسم مه ماتوئ، خو د څښتن په نوم مو چې کوم قسم خوړلی دی هغه سرته ورسوئ.›
34 خو زه تاسو ته وایم چې هېڅکله قسم مه خورئ، نه په اسمان ځکه چې هغه د خدای تخت دی،
35 نه په ځمکه ځکه چې دا د هغه د پښو ایښودلو چوکۍ ده، نه په اورشلیم ځکه چې دا د لوی پاچا ښار دی.
36 همدارنګه مه په خپل سر قسم خورئ ځکه چې تاسو نه شئ کولای د هغه یو ویښته هم تور یا سپین کړئ.
37 ستاسو ‹هو› دې ‹هو› وي او ‹نه› مو ‹نه› وي. د دې نه زیات د شیطان کار دی.
38 تاسو اورېدلي دي چې ویل شوي دي: ‹د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ.›
39 خو زه تاسو ته وایم څوک چې درسره بدي کوي، نو ته ترې بدل مه اخله. که څوک درته په ښي مخ څپېړه درکړي، نو کیڼ مخ دې هم ورته ورواړوه.
40 که چېرې څوک ستا په کمیس باندې دعوه وکړي نو خپله چپنه هم ورته ورکړه.
41 که چېرې څوک تا دې ته مجبور کړي چې یونیم کیلومتر ورسره لاړ شې، نو درې کیلومتره ورسره لاړ شه.
42 که څوک درڅخه کوم څه وغواړي نو هغه ورته ورکړه او څوک چې درڅخه پور غواړي، نو انکار ورته مه کوه.
43 تاسو اورېدلي چې ویل شوي دي: ‹د خپلو ګاونډیانو سره مینه کوئ او د خپل دښمن څخه کرکه کوئ.›
44 خو زه تاسو ته وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ او څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره دعا کوئ.
45 نو په دې به تاسو د خپل اسماني پلار زامن شئ، ځکه چې هغه په بدو او ښو خلکو باندې یوشان لمر راخېژوي او په نېکو او بدو خلکو باندې یو شان باران وروي.
46 که تاسو یوازې د هغو خلکو سره مینه کوئ چې ستاسو سره مینه کوي، نو په دې کې به تاسو ته څه اجر وي؟ ایا مالیه ټولوونکي همداسې نه کوي؟
47 که چېرې تاسو یوازې په خپلو ورونو سلام اچوئ، نو د نورو سره ستاسو فرق څه دی؟ ایا کافران همداسې نه کوي؟
48 نو تاسو باید کامل اوسئ لکه څنګه چې ستاسو اسماني پلار کامل دی.