متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 26

کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو شاګردانو ته یې وویل:
2 «لکه څنګه چې تاسو خبر یئ چې دوه ورځې وروسته به د فسحې اختر وي او د انسان زوی به دښمنانو ته په لاس ورکړل شي چې په صلیب باندې وځړول شي.»
3 په همدې وخت کې مشران کاهنان او د قوم مشران د لوی کاهن قیافا په کور کې سره راټول شول
4 او هغوی یوه دسیسه جوړه کړه چې عیسی په یو چل راونیسي او ویې وژني.
5 خو هغوی وویل: «دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې د خلکو په منځ کې شور او غوغا جوړه شي.»
6 کله چې عیسی په بیت عنیا کې د شمعون کور ته لاړ چې مخکې د جذام په ناروغي اخته ؤ،
7 یوه ښځه چې د قیمتي عطرو ‎څخه ډک د مرمرو بوتل ورسره ؤ راغله او په داسې حال کې چې عیسی ډوډۍ ته ناست ؤ هغه عطر یې د هغه په سر باندې واچول.
8 کله چې شاګردانو دا ولیدل نو خفه شول او ویې ویل: «دا عطر ولې بېځایه مصرف شول؟
9 کېدای شول چې هغه په لوړه بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.»
10 عیسی پوه شو چې هغوی څه وویل او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې هغه ښځه تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی.
11 غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم.
12 هغې چې دا عطر زما په بدن باندې واچول نو زه یې ښخولو ته تیار کړم.
13 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې دا زېری ورکول کیږي نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»
14 بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ مشرانو کاهنانو ته ورغی
15 او پوښتنه یې وکړه: «که زه عیسی تاسو ته دروسپارم نو ماته به څه راکړئ؟» نو هغوی ورته د سپینو زرو دېرش سکې ورکړې.
16 د هماغه وخت نه هغه په دې لټه کې ؤ چې یوه موقع پیدا کړي او عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
17 د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟»
18 هغه وویل: «په ښار کې فلاني سړي ته ورشئ او ورته ووایئ: استاذ وایي چې زما ټاکل شوی وخت رانژدې شوی دی، زه به د فسحې اختر د خپلو شاګردانو سره ستا په کور کې ولمانځم.»
19 نو څنګه چې عیسی ورته ویلي وو شاګردانو هماغسې وکړل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.
20 کله چې ماښام شو نو عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره دسترخوان ته کښېناست.
21 د ډوډۍ په وخت کې عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.»
22 شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی نه پوښتنه کوله: «استاذه! ایا هغه زه یم؟»
23 عیسی ځواب ورکړ: «چا چې زما سره په دې کاسه کې لاس ښکته کړ هغه به زما سره خیانت کوي.
24 لکه څنګه چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي. د هغه سړي دپاره به دا ښه وای چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»
25 بیا یهودا خاین وویل: «استاذه! ایا هغه زه یم؟» عیسی په ځواب کې وویل: «تا په خپله وویل.»
26 د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست او هغه یې ماته کړه او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ او ویې خورئ، دا زما بدن دی.»
27 بیا هغه پیاله راواخیستله، د خدای شکر یې وویست او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «تاسو ټول دا وڅښئ.
28 دا زما وینه ده چې د ډېرو خلکو د ګناهونو د بخښنې دپاره توییږي. دا د خلکو سره د خدای د لوظ نښه ده.
29 زه تاسو ته وایم چې زه به بیا تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خپل پلار په پاچاهۍ کې یې ستاسو سره بیا ونه څښم.»
30 بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.
31 بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «همدا نن شپه به تاسو ټول ما به پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:زه به شپون ووهم او د رمې پسونه به خواره واره شي.
32 خو کله چې بیا راژوندی شم نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.»
33 پطروس په ځواب کې وویل: «که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله پرې نږدم.»
34 عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به د چرګ د اذان نه مخکې درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.»
35 پطروس ورته وویل: «که زه تا سره مړ هم شم خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.
36 بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېده او شاګردانو ته یې وویل: «ترڅو پورې چې زه هلته ځم او دعا کوم، تاسو دلته کښېنئ.»
37 هغه د پطروس او د زبدي دوه زامن د ځان سره بوتلل. هغه ډېر غمجن شو او زړه یې خفه شو.
38 او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. تاسو دلته پاتې شئ او زما سره بېداره اوسئ.»
39 هغه لږ لېرې لاړ، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او دا دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې کېدای شي نو دا د مصیبت پیاله زما څخه لېرې کړه! خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
40 بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي، نو پطروس ته یې وویل: «ایا زما سره یو ساعت هم ویښ نه شوئ پاتې کېدلی؟
41 بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې وسوسه نه شئ. زړه غواړي خو بدن کمزوری دی.»
42 عیسی یوځل بیا لاړ او دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې بله لاره نه وي بې له دې چې دا پیاله وڅښم نو ستا رضا دې پوره شي.»
43 عیسی بیا راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي او سترګې یې له خوبه ډکې وې.
44 بیا عیسی هغوی پرېښودل او لاړ او د درېم ځل دپاره یې هماغه شان دعا وکړه.
45 بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ورته ویې ویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ ګورئ، هغه ساعت رارسېدلی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي.
46 پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»
47 عیسی لا خبرې کولې چې یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ د ګڼ شمېر خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو او د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوي وو، راورسېد.
48 هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم نو دا هماغه سړی دی، هغه راونیسئ.»
49 یهودا سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «سلام ای استاذه! او هغه یې ښکل کړ.»
50 عیسی هغه ته وویل: «ای ملګریه! خپل کار دې زر وکړه.» بیا هغوی رامخکې شول، عیسی ته یې لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه.
51 په دې وخت کې د عیسی په ملګرو کې یو کس خپله توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ.
52 عیسی هغه ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده، ځکه څوک چې د تورې څخه کار اخلي نو په توره وژل کیږي.
53 ایا ته نه پوهېږې چې زه کولای شم د خپل پلار څخه مرسته وغواړم او هغه به سمدلاسه د فرښتو دولس لښکرې راولېږي؟
54 خو بیا به د خدای په کلام کې چې څه لیکل شوي دي هغه څنګه رښتیا کیږي چې وایي دا کار به خامخا کیږي؟»
55 په هماغه وخت کې عیسی خلکو ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ زه به هره ورځ د خدای په کور کې کښېناستم او تعلیم به مې ورکاوه خو تاسو ونه نیولم؟
56 خو دا هرڅه ځکه وشول ترڅو هغه څه چې پیغمبرانو لیکلي دي پوره شي.» بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل.
57 بیا هغو خلکو چې عیسی یې نیولی ؤ، هغه د لوی کاهن قیافا کور ته چې د شریعت عالمان او د قوم مشران هلته راټول شوي وو، بوتو.
58 خو پطروس په یوې لېرې فاصله کې په عیسی پسې روان ؤ ترڅو د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورسېده او دننه ورغی او د ساتونکو سره کښېناست ترڅو وویني چې اخر به څه کیږي.
59 مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف د دروغو کوم شاهد پیدا کړي، ترڅو هغه ووژل شي.
60 سره له دې چې ډېر کسان راوړاندې شول او د دروغو شاهدي یې ورکړه خو هغوی ونه شو کولای چې کوم ثبوت پیدا کړي. په پای کې دوه تنه راوړاندې شول
61 او ویې ویل: «دې سړي ویلي دي چې زه کولای شم د خدای کور وران کړم او په درې ورځو کې یې بېرته آباد کړم.»
62 لوی کاهن راپاڅېد او عیسی ته یې وویل: «ایا ته دې ټولو تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟»
63 خو عیسی غلی پاتې شو. بیا لوی کاهن وویل: «زه د ژوندي خدای په نوم تاته قسم درکوم، مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟ ته د خدای زوی یې؟»
64 عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې. خو زه تاسو ټولو ته وایم چې د نن نه وروسته به تاسو ووینئ چې د انسان زوی به د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.»
65 په دې خبره لوی کاهن خپل ګرېوان وشلاوه او ویې ویل: «هغه کفر وایي. مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟ تاسو همدا اوس دا کفر واورېد.
66 ستاسو پرېکړه څه ده؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه د مرګ لایق دی.»
67 بیا هغوی د هغه په مخ لاړې ورتو کړې او هغه یې په سوکانو وواهه او ځینو په څپېړو واهه
68 او ویل یې: «ای مسیح! که ته پیغمبر یې نو ووایه چې چا ووهلې.»
69 په دې وخت کې پطروس دباندې په حوېلۍ کې ناست ؤ چې یوه وینځه ورغله او ورته ویې ویل: «ته هم د جلیلي عیسی سره وې.»
70 پطروس د ټولو په مخکې منکر شو او ویې ویل: «زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.»
71 بیا کله چې پطروس د حوېلۍ د دروازې خواته لاړ نو هلته یوې بلې وینځې ولید او هلته چې کوم خلک وو ورته ویې ویل: «دا سړی د عیسی ناصري سره ؤ.»
72 هغه یوځل بیا منکر شو او ویې ویل: «زه قسم خورم چې هغه سړی نه پېژنم.»
73 لږه شېبه وروسته په هغه ځای کې ولاړ خلک پطروس ته راغلل او ورته ویې ویل: «بې له شکه چې ته هم د هغو خلکو څخه یې، ځکه چې ستا د لهجې څخه معلومیږي.»
74 بیا پطروس وویل: «زه قسم خورم چې رښتیا وایم. که زه دروغ وایم نو په ما دې د خدای لعنت وي. زه هغه سړی نه پېژنم.» او سمدلاسه چرګ اذان وکړ.
75بیا پطروس ته د عیسی خبره وریاد شوه چې ویلي یې وو: «مخکې له دې چې چرګ اذان وکړي ته به درې ځلې ووایې چې ته ما نه پېژنې.» بیا هغه دباندې لاړ او په چیغو چیغو یې وژړل.