متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 25

عیسی زیاته کړه: «په هغه وخت کې به اسماني پاچاهي د هغو لسو پېغلو په شان وي چې خپل څراغونه یې واخیستل او د زوم لیدلو ته لاړلې.
2 په هغوی کې پنځه یې کم عقلې وې او پنځه یې هوښیارې وې.
3 کم عقلو انجونو خپل څراغونه د ځان سره واخیستل خو تېل یې ورسره وانه خیستل.
4 خو هوښیارو انجونو د خپلو څراغونو سره د تېلو نه ډک بوتلونه هم د ځان سره واخیستل.
5 کله چې زوم د راتللو په وخت کې ځنډ شو، نو هغوی ټولو ته خوب ورغی او ویدې شوې.
6 خو په نیمه شپه کې چیغې شوې: ‹وګورئ زوم راروان دی. راځئ چې مخې ته یې ورشو.›
7 نو ټولې انجونې راپاڅېدلې او خپل څراغونه یې تیار کړل.
8 کم عقلو انجونو هوښیارو انجونو ته وویل: ‹د خپلو تېلو څخه مونږ ته لږ راکړئ، ځکه چې زمونږ څراغونه مړه کیږي.›
9 هوښیارو انجونو ورته ځواب ورکړ: ‹نه، زمونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار ورباندې وشي، دا به ښه وي چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او خپل ځان ته تېل واخلئ.›
10 کله چې هغوی د تېلو اخیستلو پسې لاړلې، نو زوم راورسېد. هغه انجونې چې تیارې وې د هغه سره د واده مېلمستیا ته لاړلې او دروازې بندې شوې.
11 وروسته بیا هغه نورې پنځه انجونې راغلې او چیغې یې کړې: ‹ای ښاغلیه! ای ښاغلیه! مونږ ته دروازه خلاصه کړه.›
12 زوم وویل: ‹په یقین سره زه تاسو ته وایم چې تاسو نه پېژنم.›
13 نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د انسان زوی به په کومه ورځ او په کوم ساعت راځي.
14 اسماني پاچاهي د هغه سړي په مثال ده چې غوښتل یې په سفر لاړ شي، نو خپل نوکران یې راوغوښتل او خپل مال او شتمني یې ورته وسپارله.
15 هر یو ته یې د هغوی د توان سره سم یو څه ورکړل. یو ته یې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړې، بل ته یې دوه د سرو زرو کڅوړې او درېم ته یې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړه. بیا په سفر روان شو.
16 هغه نوکر چې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې ورته ورکړې وې سمدلاسه لاړ او کار یې ورباندې پیل کړ او په هغو باندې یې نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې وګټلې.
17 همدارنګه هغه نوکر چې د سرو زرو دوه کڅوړې یې درلودلې هغه ورباندې نورې د سرو زرو دوه کڅوړې وګټلې.
18 خو کوم نوکر ته چې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړل شوې وه، هغه لاړ او ځمکه یې وکیندله او د خپل بادار پیسې یې په کې ښخې کړلې.
19 ډېر وخت وروسته د هغو نوکرانو بادار راغی او د هغوی څخه یې حساب وغوښت.
20 کوم نوکر ته چې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړل شوې وې راغی او نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې د ځان سره راوړلې او ویې ویل: ‹باداره، تا ماته د سرو زرو پنځه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې پنځه نورې کڅوړې وګټلې.›
21 بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، زما نېک او وفادار نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ. نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ کې شریک شه.›
22 بیا هغه نوکر چې دوه کڅوړې سره زر ورته ورکړل شوي وو راغی او ویې ویل: ‹باداره! تا ماته دوه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې دوه نورې هم وګټلې.›
23 بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، ای نېک او وفاداره نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ، نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ کې شریک شه.›
24 بیا هغه نوکر چې یوه کڅوړه ورته ورکړل شوې وه راغی او ویې ویل: ‹باداره! زه پوهېدم چې ته یو سخت سړی یې، ته هغه فصل رېبې چې کرلی دې نه دی او د هغه ځای حاصل راټولوې چې تخم دې په کې نه دی شیندلی.
25 نو زه ووېرېدم او لاړم او ستا سره زر مې په ځمکه کې ښخ کړل. هغه دا دي، بېرته یې واخله.›
26 خو بادار یې ورته په ځواب کې وویل: ‹ای بېکاره او لټ نوکره! کله چې تاته معلومه وه چې زه هغه فصل رېبم چې کرلی مې نه دی او له هغه ځای څخه حاصل راټولوم چې تخم مې په کې نه دی شیندلی،
27 نو تا باید زما پیسې صرافانو ته ورکړې وای او کله چې زه بېرته راغلی وم نو هغه به مې بېرته د سود سره اخیستې وای.
28 د هغه څخه هغه د سرو زرو کڅوړه واخلئ او هغه چاته یې ورکړئ چې لس کڅوړې ورسره دي.
29 ځکه د چا سره چې څه وي هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نورې هم زیاتې شي. خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي.
30 دا بېکاره نوکر دباندې تیارې ته وغورځوئ یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›
31 کله چې د انسان زوی د خپل جلال سره د ټولو فرښتو سره راشي نو بیا به هغه په خپل شاهانه تخت باندې کښېني،
32 او د ټولو قومونو خلک به د هغه په حضور کې راټول شي او هغه به هغوی داسې یو له بل نه بېل کړي لکه څنګه چې شپانه پسونه له وزو نه بېلوي.
33 نو په دې ډول به هغه نېک خلک خپل ښي لاس ته او بد خلک خپل چپ لاس ته ځای په ځای کړي.
34 بیا به پاچا هغو خلکو ته چې د هغه ښي لاس ته دي ووایي چې ای هغو خلکو چې زما د پلار له خوا درته برکت درکړل شوی دی، راشئ او د هغې پاچاهۍ وارثان شئ چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې ستاسو دپاره تیاره شوې وه.
35 ځکه کله چې زه وږی وم نو تاسو راته خواړه راکړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته راکړې، کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
36 کله چې زه لوڅ وم نو کالي مو راته راکړل او کله چې ناروغه وم نو تاسو راباندې پام کاوه او کله چې زه بندي وم نو تاسو زما لیدلو ته راغلي وئ.
37 بیا به نېکان خلک ورته په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی لیدلی یې او موړ کړی مو یې او یا تږی وې او مونږ درته اوبه درکړې وي؟
38 کله مونږ لیدلی چې ته مسافر وې او کور ته مو بېولی یې او یا لوڅ وې او مونږ درته کالي درکړي دي؟
39 یا مونږ کله ته ناروغه یا بندې لیدلی یې او لیدلو ته دې راغلي یو؟›
40 پاچا به ورته ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو زما د دې پیروانو څخه چې عادي خلک دي، د کوم یو سره هم څه کړي دي، هغه مو زما سره کړي دي.›
41 بیا به هغو خلکو ته چې د هغه چپ لاس ته دي ووایي: ‹ای لعنتیانو! زما څخه لېرې شئ او هغه تلپاتې اور ته لاړ شئ چې د شیطان او د هغه د پیروانو دپاره تیار شوی دی.
42 ځکه کله چې زه وږی وم تاسو راته خواړه رانه کړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته رانه کړې،
43 کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته راونه بللم، کله چې لوڅ وم نو تاسو راته کالي رانه کړل او کله چې زه ناروغه او بندې وم نو تاسو مې لیدلو ته رانغلئ.›
44 هغوی به هم په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی، تږی، مسافر، لوڅ، ناروغه یا بندي لیدلی یې او مرسته مو درسره نه ده کړې؟›
45 بیا به هغه ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم کله چې تاسو زما د پیروانو سره که څه هم هغوی عادي خلک دي، د یوه سره هم مرسته نه ده کړې نو تاسو زما سره مرسته نه ده کړې.›
46 او هغوی به هغه ځای ته لېرې وشړل شي چې هلته به هغوی ته د تل دپاره سزا ورکول کیږي، خو نېکان خلک به تلپاتې ژوندون ومومي.»