متى

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28


څپرکی 9

عیسی په کشتۍ کې سپور شو او د دریاب څخه تېر شو او بېرته خپل ښار کپرناحوم ته راغی.
2 په دې وخت کې څو کسانو یو شل سړی چې په کټ کې پروت ؤ هغه ته راوست. عیسی چې د هغوی ایمان ولیده، نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زویه! ډاډه اوسه، ستا ګناهونه وبخښل شول.»
3 په دې خبرې د شریعت ځینې عالمانو د خپلو ځانونو سره وویل: «دا سړی کفر وایي.»
4 خو عیسی پوهېده چې د هغوی په زړه کې څه دي او ورته ویې ویل: «ستاسو په زړونو کې ولې داسې بد فکرونه ګرځي؟
5 ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي ستا ګناهونه وبخښل شول او یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟
6 خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا واک او اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.»
7 هغه پاڅېد او کور ته لاړ.
8 کله چې خلکو دا پېښه ولیدله نو ووېرېدل او د خدای ثنا یې وویله چې انسان ته یې داسې واک او اختیار ورکړی دی.
9 کله چې عیسی له هغه ځای څخه تېرېده، نو په لاره کې یې د متي په نوم یو سړی ولید چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» متي راپاڅېد او په هغه پسې روان شو.
10 بیا عیسی د متي په کور کې ډوډۍ ته ناست ؤ چې ډېر مالیه ټولوونکي او نور ګناهکاران راغلل او د عیسی او د هغه د شاګردانو سره دسترخوان ته کښېناستل.
11 کله چې فریسیانو دا ولیدل، نو د عیسی د شاګردانو نه یې پوښتنه وکړه: «ستاسو استاذ ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای ډوډۍ خوري؟»
12 عیسی د هغوی خبرې واورېدلې او ویې ویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري بلکې ناروغان یې لري.
13 لاړ شئ او د خدای د کلام د دې لیکنو په معنی باندې ځانونه پوه کړئ: ‹زه ستاسو څخه غواړم چې په نورو رحم وکړئ، نه د قربانۍ وړاندې کول.› ځکه چې زه د دې دپاره نه یم راغلی چې پرهېزګاران راوبولم بلکې ګناهکاران راوبولم.»
14 بیا د یحیی شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «ولې مونږ او فریسیان روژه نیسو او ستا شاګردان یې نه نیسي؟»
15 عیسی هغوی ته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي خفه ناست وي؟ بې له شکه چې نه. خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی نه بوتلل شي، نو بیا به روژه نیسي.
16 هېڅوک په زړو کالیو باندې نوی پیوند نه لګوي. که داسې وکړي نو هغه پیوند به د زړو کالیو څخه راوشلیږي او له مخکې څخه به یو لوی سوری په کې جوړ شي.
17 او نه هم څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې اچوي، ځکه که واچول شي، نو مشکونه شکیږي او شراب ترې توییږي او مشکونه به له منځه لاړ شي. خو تازه شراب په نویو مشکونو کې اچول کیږي او په دې ډول هم شراب او هم مشک دواړه روغ پاتې کیږي.»
18 عیسی لا دا خبرې کولې چې په دې وخت کې د کنیسې یو مشر ورته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «همدا اوس زما لور مړه شوه، خو که چېرې ته راشې او خپل لاس ورباندې کېږدې، نو هغه به ژوندۍ شي.»
19 عیسی پاڅېد او ورسره روان شو او شاګردان یې هم ورپسې روان شول.
20 په دې وخت کې یوه ښځه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله، د شا له خوا راغله او د عیسی لمنې ته یې لاس وروړ.
21 ځکه چې هغې باور درلود چې که زه یوازې د هغه چپنې ته هم لاس وروړم نو روغه به شم.
22 عیسی مخ ورواړاوه او هغه یې ولیدله او ورته ویې ویل: «لورې! ډاډه اوسه، ته خپل ایمان روغه کړې.» او په هماغه ساعت ښځه روغه شوه.
23 کله چې عیسی د هغه مشر کور ته ورغی او د جنازې دپاره د غم ساز غږوونکي او د خلکو شور یې ولید،
24 نو هغه وویل: «ووځئ، ځکه چې انجلۍ مړه نه ده، بلکې ویده ده.» نو هغوی ورپورې وخندل.
25 خو کله چې ټول خلک دباندې وویستل شول، نو هغه د انجلۍ کوټې ته ورننوت، هغه یې له لاسه ونیوله او هغه راپاڅېدله.
26 دا خبر په هغې ټولې سیمې کې خپور شو.
27 کله چې عیسی د هغه ځای نه روان شو، نو دوه ړانده ورپسې روان شول او چیغې یې وهلې: «ای د داود زویه، په مونږ رحم وکړه.»
28 کله چې عیسی کور ته دننه شو، نو هغه ړانده ورته راغلل. عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ایمان لرئ چې زه کولای شم تاسو بینا کړم؟» هغوی وویل: «هو، ښاغلیه!»
29 بیا عیسی د هغوی سترګو ته لاس وروړ او ویې ویل: «څنګه چې ستاسو ایمان دی، نو همداسې دې وشي.»
30 او د هغوی سترګې بینا شوې. عیسی هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړ چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایي.
31 خو کله چې هغوی لاړل، نو په هغه ټوله سیمه کې یې د هغه په هکله خبر خپور کړ.
32 کله چې عیسی او شاګردان یې په وتلو کې وو چې یو سړی یې عیسی ته راوست چې خبرې یې نه شوې کولای ځکه چې پېریانو نیولی ؤ.
33 کله چې عیسی د هغه څخه پېری وویست، نو هغه سړي په خبرو پیل وکړ. خلک ډېر حیران شول او ویې ویل: «په اسراییلو کې هېڅکله همداسې کار نه دی لیدل شوی.»
34 خو فریسیانو وویل: «هغه د پېریانو د مشر یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي.»
35 عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده او د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د اسماني پاچاهۍ زېری یې خپراوه او د خلکو هر ډول ناروغۍ او کمزورتیاوې یې روغولې.
36 کله چې هغه د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې شپونه پسونو په شان پرېشانه او بې وسه وو.
37 بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «فصل ډېر دی، خو مزدوران لږ دي.
38 نو تاسو د فصل خاوند ته زاري وکړئ چې د خپلو حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.»