تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 10

بیا څښتن ماته وفرمایل: د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه او د لرګیو یو صندوق جوړ کړه چې هغه په کې کېږدې. بیا ماته غره ته راوخېژه.
2 زه به په دې لوحو باندې هغه خبرې ولیکم کومې چې په هغو لوحو باندې لیکلې شوې وې چې تا ماتې کړې او بیا هغه په صندوق کې کېږده.
3 نو ما د غز له لرګیو څخه یو صندوق جوړ کړ او د اولنیو لوحو په شان مې د تیږو دوه لوحې تیارې کړې او غره ته مې وخېژولې.
4 بیا څښتن په دې لوحو باندې هماغه خبرې ولیکلې کومې چې هغه اول ځل لیکلې وې، یعنې هغه لس حکمونه چې په هغه وخت کې هغه درکړل کله چې ستاسو سره یې د اور له منځ څخه خبرې وکړې. دا کار په هغه ورځ وشو چې تاسو د غره تر څنګ راغونډ شوي وئ. څښتن هغه لوحې ماته راکړې،
5 بیا زه بېرته د غره څخه راکوز شوم. د څښتن د امر سره سم مې هغه لوحې په هماغه صندوق کې کېښودلې کوم چې ما جوړ کړی ؤ او د هماغه وخته راهیسې په کې پرتې دي.>
6 (اسراییلیان د یعقان د خلکو د کوهیانو څخه روان شول او موسیره ته لاړل. هلته حضرت هارون وفات شو او ښخ کړای شو او د هغه زوی العازار د هغه په ځای کاهن شو.
7 هغوی د هغه ځای څخه جدجوده ته او بیا یطبات ته سفر وکړ یعنې یوې خاورې ته چې د اوبو ویالې په کې وې.
8 په هغه وخت کې څښتن د لاوي قبیله انتخاب کړله چې د لوظ صندوق یوسي، د کاهنانو په توګه د څښتن خدمت وکړي او د هغه په نوم برکت ورکړي. تر اوسه پورې دا د هغوی وظیفې دي.
9 نو ځکه د لاوي قبیلې د نورو قبیلو په شان ځمکه ترلاسه نه کړه. ستاسو د څښتن خدای د وعدې سره سم څه چې هغوی ترلاسه کړل هغه د څښتن د کاهنتوب امتیاز ؤ.)
10 <زه د لومړي ځل په شان څلوېښت شپې او ورځې په غره کې پاتې شوم. څښتن یو ځل بیا زما دعا قبوله کړه او په دې راضي شو چې تاسو تباه نه کړي.
11 بیا هغه ماته وفرمایل چې لاړ شم او ستاسو مشري وکړم ترڅو تاسو وکولی شئ هغه ځمکه ترلاسه کړئ چې هغه وعده کړې وه چې ستاسو نیکونو ته به یې ورکړي.
12 د اسراییلو خلکو، ستاسو څخه خپل څښتن خدای څه غواړي؟ د هغه څخه ووېرېږئ او ټول امرونه یې په ځای کوئ. د هغه سره مینه کوئ او د زړه له کومي یې خدمت کوئ
13 او د هغه د ټولو قوانینو اطاعت کوئ. زه نن دا قوانین تاسو ته ستاسو د ګټې په خاطر درکوم.
14 ټول اسمانونه ستاسو د څښتن خدای دي. ځمکه او هرڅه چې په کې دي هغه هم د څښتن دي.
15 خو څښتن ستاسو د نیکونو سره دومره زیاته مینه کوله چې تاسو یې د ځمکې په مخ د ټولو قومونو څخه انتخاب کړئ او تر نن ورځې پورې د هغه انتخاب شوی قوم یئ.
16 نو بیا د څښتن اطاعت کوئ او نور سرزوري مه کوئ.
17 ستاسو څښتن خدای د ټولو خدایانو او حاکمانو څخه ډېر قدرتمند دی. هغه لوی او قوي دی او د هغه څخه وېره په کار ده. هغه د چا پلوي نه کوي او همېشه عادلانه فیصلې کوي.
18 څښتن د یتیمانو او کونډو د حقونو څخه دفاع کوي. هغه د هغو بېګانه خلکو سره مینه کوي چې زمونږ د قوم سره اوسیږي او هغوی ته خواړه او کالي ورکوي.
19 نو بیا د هغو بېګانه خلکو سره مینه کوئ ځکه چې تاسو خپله یو وخت په مصر کې بېګانه وئ.
20 د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ او یوازې د هغه عبادت کوئ. هغه ته وفادار اوسئ او یوازې د هغه په نوم قسم خورئ.
21 د هغه ستاینه کوئ. هغه ستاسو خدای دی او تاسو هغه لوی لوی او عجیبه کارونه په خپلو سترګو ولیدل چې ستاسو دپاره یې کړي دي.
22 کله چې ستاسو نیکونه مصر ته لاړل چې هلته واوسیږي، هغوی یوازې اویا تنه وو. مګر اوس ستاسو څښتن خدای ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات کړی دی.