تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 4

بیا حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <د هغو ټولو قوانینو اطاعت وکړئ چې زه یې تاسو ته درزده کوم ترڅو تاسو ژوندي پاتې شئ او هغې ځمکې ته به ورداخل شئ او وبه یې نیسئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای یې درکوي.
2 زما امرونو ته هیڅ شی ورزیات او هیڅ شی ورڅخه کم نه کړئ. د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې ما درکړي دي اطاعت وکړئ.
3 تاسو په خپله ولیدل چې څښتن د فغور غره ته نژدې څه وکړل. څښتن هغه ټول خلک له منځه یوړل چې هلته یې د بعل عبادت کاوه،
4 مګر له تاسو څخه چې څوک ستاسو څښتن خدای ته وفادار وو، هغوی تر نن ورځې پورې ژوندي دي.
5 ما د خپل څښتن خدای د وینا سره سم تاسو ته ټول قوانین درزده کړي دي. د هغو اطاعت په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو به ورداخل شئ او هغه به ونیسئ.
6 په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، نو دا کار به نورو قومونو ته دا خبره په ډاګه کړي چې تاسو څومره پوه خلک یئ. کله چې هغوی د دغو ټولو قوانینو په هکله واوري، داسې به وایي: دا لوی قوم څومره حکمت او پوهه لري!
7 بل هیڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې خدای نه لري چې هغوی ته د ضرورت په وخت کې دومره نژدې وي لکه څنګه چې مونږ ته خپل څښتن خدای نژدې دی. هرکله چې مونږ د مرستې دپاره سوال وکړو، هغه یې قبلوي.
8 بل هیڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې عادلانه قوانین نه لري لکه کوم چې ما تاسو ته نن درزده کړي دي.
9 ‏-
10 ډېر پام کوئ ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ هغه څه چې تاسو په خپلو سترګو لیدلي دي هېر یې نه کړئ. خپلو اولادونو او لمسیو ته د هغې ورځې په باره کې ووایئ چې کله تاسو د سینا د غره سره د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ وئ چې هغه ماته وفرمایل: د اسراییلو قوم راغونډ کړه. زه غواړم چې هغوی زما خبرې واوري چې ترڅه وخته پورې هغوی ژوندي وي زما احترام او اطاعت به کوي او خپلو اولادونو ته یې هم ورزده کړي چې همداسې وکړي.
11 خپلو اولادونو ته ووایئ چې تاسو څرنګه لاړئ او د هغه غره په لمنه کې ودرېدلئ چې هلته ټینګه ورېځ او توره تیاره وه او اور ورڅخه اسمان ته پورته کېده.
12 هغوی ته ووایئ چې څښتن څنګه ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، څنګه تاسو د هغه خبرې واورېدلې مګر د هغه څېره مو ونه لیدله.
13 هغه درته وفرمایل د دې دپاره چې په هغه لوظ باندې ودرېږئ چې هغه ستاسو سره کړی دی څه باید وکړئ. تاسو باید د هغو لسو حکمونو اطاعت وکړئ چې هغه د تیږو په دوو لوحو باندې لیکلي دي.
14 څښتن ماته وفرمایل چې تاسو ته هغه ټول قوانین درزده کړم چې باید په هغه خاوره کې یې اطاعت وکړئ چې نژدې ده چې حمله ورباندې وکړئ او هغه ونیسئ.
15 ‏-
18 کله چې څښتن د سینا په غره باندې ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، تاسو هیڅ یوه څېره ونه لیدله. نو بیا پام کوئ چې تاسو به د ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل کې بت نه جوړوئ، که هغه د سړي په شکل وي یا د ښځې، د حیوان یا مارغه، خزندې یا د ماهي په شکل او په دې کار به ځانونه نه ګناهکاروئ.
19 کله چې تاسو اسمان ته ګورئ او لمر، سپوږمۍ او ستوري وینئ نو وسوسه کېږئ مه چې هغو ته سجده وکړئ یا یې عبادت وکړئ. ستاسو څښتن خدای دا شیان د دنیا د نورو قومونو دپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي.
20 مګر تاسو هغه قوم یئ چې هغه د مصر څخه راوویست، یعنې له اوره ډک داش څخه. هغه د دې دپاره راوویستلئ چې ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړي لکه څنګه چې نن یئ.
21 څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر شو، قسم یې وخوړ او ویې فرمایل: ته نه شې کولی د اردن د سیند څخه هغې حاصلخېزې ځمکې ته واوړې چې زه یې خپل قوم ته ورکوم.
22 نو زه موسیٰ به په دې خاوره کې مړ شم او هیڅکله به د سیند څخه تېر نه شم، مګر تاسو دې ته نژدې یئ چې ورڅخه تېر شئ او هغه حاصلخېزه ځمکه ونیسئ.
23 پام کوئ هغه لوظ به نه هېروئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو سره کړی دی. د هغه د امر اطاعت وکړئ چې تاسو به د خپل ځانونو دپاره هیڅ ډول بت نه جوړوئ،
24 که چېرې تاسو د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای غیرتي خدای دی او هغه د داسې اور په شان دی چې هر شی یې مخې ته ورشي له منځه یې وړي.
25 کله چې په هغه وطن کې ډېره موده واوسېږئ او اولادونه او لمسیان مو پیدا شي نو د هیڅ شي په شکل کې به د بت په جوړولو سره ګناه نه کوئ. دا د څښتن په نظر کې بد کار دی او هغه به په دې کار په قهر شي.
26 زه همدا نن اسمان او ځمکه ستاسو په مقابل کې شاهدان نیسم، که چېرې زما څخه نافرماني وکړئ، نو ژر به د هغې ځمکې له مخ څخه ورک شئ. تاسو به په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند ونه کړئ کومه چې د اردن په بله غاړه باندې پرته ده او تاسو یې نیسئ. تاسو به بېخي تباه شئ.
27 څښتن به تاسو په نورو قومونو کې خپاره کړي چې ستاسو څخه به یوازې څو تنه په کې ژوندي پاتې شي.
28 تاسو به هلته د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوي وي، داسې خدایان چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي چې لیدلی یا اورېدلی نه شي او څه خوړلی یا بوی کولی نه شي.
29 مګر که چېرې هلته د خپل څښتن خدای د لټولو پرېکړه وکړئ او تاسو هغه د زړه له کومي ولټوئ، نو هغه به ومومئ.
30 کله چې تاسو د ستونزو سره مخامخ شئ او دا ټول شیان درباندې راشي، نو آخر به څښتن ته رجوع وکړئ او د هغه اطاعت به وکړئ.
31 هغه زړه سواندی خدای دی. هغه به ستاسو څخه مخ نه اړوي او نه به تاسو تباه کړي او هغه لوظ به هېر نه کړي چې هغه په خپله ستاسو د نیکونو سره کړی دی.
32 تېر شوي وخت ته وګورئ یعنې هغه وخت چې تاسو پیدا شوي نه وئ او له هغه وخت څخه چې خدای پاک د ځمکې په مخ انسانان پیدا کړل. ټوله دنیا ولټوئ، آیا داسې لوی لوی کارونه مخکې کله شوي دي؟ آیا داسې شیان چا کله اورېدلي دي؟
33 آیا داسې قوم شته چې کوم خدای د هغه سره د اور له منځ څخه خبرې کړې وي او هغه یې ستاسو په شان اورېدلې وي او ژوندی پاتې شوی وي؟
34 آیا کوم خدای داسې جرأت کړی دی چې لاړ شي او د بل قوم څخه هغه قوم راواخلي کوم چې د هغوی سره غلامان وو او خپل قوم ورڅخه جوړ کړي لکه څنګه چې ستاسو څښتن خدای په مصر کې ستاسو دپاره وکړ؟ هغه ستاسو د سترګو په وړاندې د خپل لوی قدرت او قوت څخه کار واخیست. هغه آفتونه او جنګ راوست، معجزې یې وښودلې او عجیبه عجیبه کارونه یې وکړل او وېروونکې پېښې یې رامنځته کړې.
35 څښتن دا شیان د دې دپاره دروښودل چې تاسو ته دا خبره ثابته کړي چې یوازې هغه خدای دی او بل خدای نشته.
36 هغه تاسو پرېښودئ چې د اسمان څخه د هغه غږ واورئ، ترڅو تاسو په سمه لاره برابر کړي. هغه په ځمکه باندې تاسو ته خپل وېروونکی اور وښود او تاسو د اور له منځ څخه د هغه خبرې واورېدلې.
37 د دې په خاطر چې هغه ستاسو د نیکونو سره مینه درلودله، نو د هغوی څخه وروسته یې د هغوی اولاده یعنې تاسو انتخاب کړئ او په خپل لوی قدرت یې په خپله د مصر څخه راوویستلئ.
38 اوس تاسو د نورو قومونو سره چې ستاسو څخه قوي دي مخامخ یئ، خو څښتن لا د مخه د خپلې خاورې څخه د هغوی په شړلو شروع کړې ده او هغه تاسو ته درکوي.
39 نو همدا نن یاد ساتئ او هیڅکله دا خبره هېره نه کړئ چې څښتن د اسمانونو او ځمکې خدای دی. بل خدای نشته.
40 د هغه د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې تاسو ته درکړل، نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم وي. تاسو به په هغه وطن کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته د تل دپاره درکوي اوږد ژوند ولرئ.>
41 بیا حضرت موسیٰ د اردن د سیند په ختیځ کې درې ښارونه جدا کړل
42 چې داسې سړی هلته وتښتي او خوندي پاتې شي چې په سهوې سره یې یو داسې نفر وژلی وي چې دښمن یې نه وي. هغه کولی شي چې د دغو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
43 د روبین د قبیلې دپاره د باصر ښار ؤ چې د دښتې په لوړه جلګه باندې پروت ؤ. د جاد د قبیلې دپاره راموت ؤ چې د جلعاد په سیمه کې پروت ؤ او د منسي د قبیلې دپاره د جولان ښار ؤ چې د باشان په سیمه کې پروت ؤ.
44 حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته د خدای پاک قوانین ورکړل.
45 ‏-
46 هغه دا قوانین هغوی ته د هغه وخت څخه وروسته ورکړل چې هغوی د مصر څخه راوتلي وو او د اردن د سیند ختیځ خواته په دره کې وو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. دا د اموریانو د پادشاه یعنې د سیحون په سیمه کې وه چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ. مګر حضرت موسیٰ او د اسراییلو قوم هغه ته ماتې ورکړه.
47 هغوی د سیحون او د باشان د پادشاه یعنې د عوج خاوره ونیوله. عوج د اموریانو بل پادشاه ؤ چې د اردن په ختیځ کې اوسېده.
48 دا خاوره د عروعیر د ښار څخه چې د ارنون د سیند په غاړه پروت ؤ، په شمال کې د سریون یعنې د حرمون تر غره پورې غزېدلې وه.
49 په هغې کې د اردن د سیند ټوله ختیځه سیمه د ارام تر دریاب او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامله وه.