تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 25

فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي.
2 که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د هغه په جرم پورې اړه ولري.
3 هغه به د څلوېښتو ګوزارونو څخه زیات نه وهل کیږي، د هغې څخه زیات به په عام محضر کې د هغه د سپکاوي سبب شي.
4 د غلو دانو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.
5 که چېرې دوه ورونه په یو جایداد باندې ژوند کوي او د هغو څخه یو تن مړ شي او هیڅ زوی ورڅخه پاتې نه شي، بیا دې د هغه کونډه د کورنۍ څخه بیرون د بل چا سره واده نه شي. دا د مړه شوي سړي د ورور وظیفه ده چې د هغې سره واده وکړي.
6 د هغوی اول زوی چې پیدا شي، هغه به د مړ شوي سړي زوی ګڼل کیږي ترڅو د هغه نوم د اسراییلو له قوم څخه ورک نه شي.
7 مګر که چېرې د مړ شوي سړي ورور نه غواړي چې د هغې سره واده وکړي، نو هغه ښځه دې د ښار مشرانو ته چې د ښار په دروازه کې غونډه کوي ورشي او داسې دې ورته ووایي: زما لېور زما په حق کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي، هغه د دې خبرې څخه انکار کوي چې د هغه ورور دې د اسراییلو په قوم کې اولاده ولري.
8 بیا دې د ښار مشران د هغې لېور راوغواړي او خبرې دې ورسره وکړي. که چېرې بیاهم د هغې سره د واده کولو څخه انکار کوي،
9 نو د هغه د ورور کونډه دې د ښار د مشرانو په حضور کې هغه ته ورشي، د هغه یوه څپلۍ دې وباسي، په مخ دې ورته لیاړې توکړي او داسې دې ووایي: د هغه سړي سره چې نه غواړي د خپل مړ ورور کور یې ودان شي داسې کیږي.
10 پس له دې به د هغه سړي کورنۍ په اسراییلو کې د څپلۍ ویستل شوي د کورنۍ په نوم مشهوره شي.
11 که چېرې دوه نفره یو د بل سره جنګ کوي او د یو سړي ښځه هڅه وکړي چې خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونیسي،
12 نو په هغې باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغې لاس پرې کړئ.
13 ‏-
14 دوه قسمه وزنونه یا اندازې چې خلک ورباندې وغولوئ مه استعمالوئ چې یو یې د کوم شي د اخیستلو دپاره استعمال کړئ چې زیاته ګټه ترلاسه کړئ او بل یې د خرڅلاو دپاره چې خلکو ته کم شی ورکړئ.
15 د صحیح وزنونو او اندازو څخه کار اخلئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي زیات عمر ولرئ.
16 څښتن د داسې خلکو څخه چې ټګي او منافقت کوي، کرکه کوي.
17 در په یاد کړئ کله چې تاسو د مصر څخه راتللئ، عمالیقیانو په تاسو باندې څه وکړل.
18 هغوی د خدای پاک څخه هیڅ وېره نه درلودله، په داسې حال کې چې تاسو ډېر ستړي وئ نو د شا له خوا یې درباندې حمله وکړه او هغه نفر چې شاته پاتې وو هغه ټول یې ووژل.
19 نو بیا کله چې خپل څښتن خدای تاسو ته هغه وطن درکړي او د خپلو ټولو دښمنانو څخه مو چې ستاسو په شاوخوا کې اوسیږي خوندي وساتي، دا خبره هېره نه کړئ چې عمالیقیان باید په بشپړه توګه د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ، ترڅو هیڅوک نور هغوی یاد نه کړي.