تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 20

کله چې تاسو د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شئ او ووینئ چې د هغوی جنګي ګاډۍ او اسونه او لښکر ستاسو په پرتله زیات دي، د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای چې تاسو یې د مصر څخه ازاد کړئ هغه به ستاسو سره مل وي.
2 مخکې له دې چې تاسو جګړه پیل کړئ، یو کاهن دې مخکې راشي او لښکر ته دې داسې ووایي:
3 د اسراییلو خلکو، واورئ! تاسو نن جګړې ته روان یئ. د خپلو دښمنانو څخه ونه وېرېږئ او جرأت له لاسه ورنه کړئ او وارخطا نه شئ.
4 ځکه چې ستاسو سره خپل څښتن خدای روان دی چې ستاسو په خاطر ستاسو د دښمنانو په مقابل کې وجنګیږي او تاسو ته بری درکړي.
5 بیا دې منصبداران لښکرو ته وینا وکړي او ودې وایي: آیا دلته داسې سړی شته چې نوی کور یې ودان کړی وي مګر لا تر اوسه پورې یې ورته کډه نه وي وروړې؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به د هغه په کور کې واوسیږي.
6 آیا دلته داسې سړی شته چې د انګورو باغ یې جوړ کړی وي، مګر لا تر اوسه یې دا موقع نه وي موندلې چې د هغه څخه انګور راټول کړي؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به یې د مېوو څخه خوند واخلي.
7 آیا دلته داسې څوک شته چې کوژدن یې کړې وي او تر اوسه پورې یې واده نه وي کړی؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به د هغه د کوژدن شوې ښځې سره واده وکړي.
8 منصبداران به لښکرو ته دا هم ووایي: آیا دلته داسې سړی شته چې خپل جرأت یې له لاسه ورکړی وي او وېریږي؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو هغه به د نورو رویه کمزورې کړي.
9 کله چې منصبداران د لښکرو سره خپلې خبرې خلاصې کړي، نو قوماندانان دې د لښکرو مشري په غاړه واخلي.
10 کله چې تاسو په یو ښار باندې د حملې کولو دپاره لاړ شئ، اول د هغه ځای خلکو ته د تسلیمېدلو موقع ورکړئ.
11 که چېرې هغوی دروازې خلاصې کړي او تسلیم شي، هغوی ټول دې ستاسو غلامان شي او ستاسو دپاره دې سخت کارونه کوي.
12 مګر که چېرې د هغه ښار خلک تسلیم نه شي بلکه وجنګیږي، د خپلو لښکرو په وسیله هغه ښار محاصره کړئ.
13 کله چې هغه ښار تاسو ته خپل څښتن خدای په لاس درکړي، بیا د هغه ټول سړي ووژنئ.
14 مګر تاسو کولی شئ چې د هغه ښار ښځې، ماشومان، حیوانات او نور ټول شیان د غنیمت په توګه د ځان دپاره واخلئ. تاسو کولی شئ چې د خپلو دښمنانو هر شی استعمال کړئ. څښتن هغه تاسو ته درکړی دی.
15 تاسو باید د هغو ښارونو سره چې د وعده شوې ځمکې څخه لېرې دي همداسې چلند وکړئ.
16 مګر کله چې تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي، ښارونه ونیسئ د هغه ځای ټول خلک او حیوانات ووژنئ.
17 د څښتن د حکم په مطابق ټول خلک په بشپړه توګه له منځه یوسئ یعنې حیتیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان.
18 هغوی ووژنئ، ترڅو په تاسو باندې د هغو ټولو ناوړه شیانو په درزده کولو سره د څښتن په مقابل کې ګناه ونه کړي چې هغوی یې خپلو خدایانو ته په عبادت کې کوي.
19 کله چې تاسو یو ښار د زیات وخت دپاره تر محاصرې لاندې نیسئ او د هغه په مقابل کې جنګېږئ چې ویې نیسئ، نو د هغه ځای د مېوې ونې مه وهئ ځکه چې تاسو کولی شئ د هغو مېوه وخورئ. ونې یې له منځه مه وړئ ځکه چې ونې ستاسو دښمنان نه دي.
20 کېدای شي چې تاسو د زینو او برجونو د جوړولو دپاره لرګیو ته اړتیا ولرئ چې دېوالونو ته په ختلو او د ښار په نیولو کې درسره مرسته وکړي. خو یوازې د هغو ونو څخه کار واخلئ چې په دې پوهېږئ چې هغه د مېوې ونې نه دي.