تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 6

څښتن ماته وفرمایل چې تاسو ته دغه ټول قوانین درکړم، ترڅو وکولی شئ په هغې خاورې کې د هغو اطاعت وکړئ کومه چې هغه یې درکوي. تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ.
2 ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، تاسو او ستاسو اولاده باید د خپل څښتن خدای عزت کوئ او د هغه د ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې درکوم، ترڅو تاسو په هغه خاوره کې زیات عمر ولرئ.
3 ای د اسراییلو خلکو، غوږ ونیسئ او په غور سره هغو قوانینو ته غاړه کېږدئ! بیا به ستاسو هر کار سم شي او ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ شي او زمونږ د نیکونو د څښتن خدای د وعدې سره سم به په هغې غني او حاصلخېزې خاوره کې واوسېږئ.
4 ای د اسراییلو خلکو، غوږ ونیسئ! یوازینی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.
5 د زړه له کومي په خپل ټول ځان او ټول قوت سره د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ.
6 دا قوانین چې زه یې نن تاسو ته درکوم هغه هیڅکله مه هېروئ.
7 هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ هغه بیا بیا ووایئ.
8 هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي.
9 دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ.
10 څښتن خدای ستاسو د نیکونو یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره وعده کړې وه چې هغه به تاسو ته دا ځمکه درکړي. اوس به هغه تاسو هلته ورولي او تاسو ته به لوی لوی ښارونه چې داسې ښې ودانۍ په کې وي چې تاسو خپله نه دي جوړې کړې درکړي.
11 کورونه به د ښو ښو شیانو څخه ډک وي چې تاسو په کې نه وي ایښي او کوهیان به وي چې تاسو به نه وي کیندلي او د انګورو او د زیتونو باغونه به وي چې تاسو به نه وي کرلي. کله چې څښتن تاسو دې ځمکې ته ورولي او تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي،
12 پام کوئ چې څښتن به نه هېروئ چا چې تاسو د مصر څخه چې په کې غلامان وئ، راوویستلئ.
13 د خپل څښتن خدای څخه ووېرېږئ. یوازې د هغه عبادت کوئ او یوازې د هغه په نوم قسم خورئ.
14 نورو خدایانو یعنې د هغو قومونو خدایانو ته عبادت مه کوئ چې ستاسو په شاوخوا کې دي.
15 که چېرې تاسو د نورو خدایانو عبادت وکړئ، د څښتن قهر به د اور په شان درباندې نازل شي او تاسو به د ځمکې له مخ څخه ورک کړي ځکه ستاسو څښتن خدای چې ستاسو په منځ کې حاضر دی، هغه غیرتي خدای دی.
16 خپل څښتن خدای مه ازمایئ، لکه څنګه چې تاسو په مسا کې وازمایه.
17 همېشه په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې تاسو ته یې درکړي دي.
18 ‏-
19 هغه کارونه کوئ چې د څښتن په نظر کې صحیح او ښه دي، نو ستاسو هر کار به سم شي. بیا به وکولی شئ چې د هغې حاصلخېزې ځمکې ملکیت ترلاسه کړئ ځکه چې څښتن به ستاسو دښمنان وشړي، لکه څنګه چې هغه ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده.
20 په راتلونکي کې به ستاسو اولادونه پوښتنه وکړي چې زمونږ څښتن خدای ولې په مونږ باندې امر کړی دی چې دغو ټولو قوانینو ته غاړه کېږدو؟
21 بیا هغوی ته ووایئ: مونږ په مصر کې د فرعون غلامان وو او څښتن په خپل لوی قدرت ازاد کړو.
22 مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې معجزې یې وکړې او په مصریانو او فرعون او د هغه په ټولو درباریانو باندې یې وېروونکي کارونه وکړل.
23 هغه مونږ د مصر څخه ازاد کړو چې دلته مو راولي او دا ځمکه راکړي لکه څنګه چې هغه زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه.
24 بیا زمونږ څښتن خدای په مونږ باندې امر وکړ چې دغو ټولو قوانینو ته غاړه کېږدو او د هغه څخه ووېرېږو. که چېرې مونږ داسې وکړو، نو هغه به همېشه زمونږ په قوم باندې پام کوي او هغه به خوشبخته وساتي.
25 که چېرې مونږ په وفادارۍ سره د خدای پاک هر امر ته غاړه کېږدو، هغه به زمونږ څخه خوشاله شي.