تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 7

کله چې ستاسو څښتن خدای تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو به یې ونیسئ، نو هغه به ډېر قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي یعنې حیتیان، جرجاشیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان. دا اووه قومونه ستاسو څخه لوی او ډېر قوي دي.
2 کله چې ستاسو څښتن خدای دغه قومونه تاسو ته په لاس درکړل او تاسو هغوی ته ماتې ورکړه، نو هغوی ټول به وژنئ. د هغوی سره کوم تړون مه جوړوئ او نه ورباندې رحم وکړئ.
3 د هغوی سره ودونه مه کوئ. خپلې لورګانې د هغوی زامنو ته مه ورکوئ او د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته مه کوئ،
4 ځکه چې بیا به هغوی ستاسو اولادونه د څښتن څخه د نورو خدایانو عبادت ته راواړوي. که چېرې داسې وشي نو څښتن به په تاسو باندې په قهر شي او تاسو به ژر له منځه یوسي.
5 نو بیا داسې وکړئ چې د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ، هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ، د اشیره بتان یې راچپه کړئ او نور بتان یې وسوزوئ.
6 داسې کار وکړئ ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای یئ. هغه د ځمکې پر مخ د ټولو قومونو څخه تاسو د خپل خاص قوم په توګه انتخاب کړئ.
7 څښتن د دې په خاطر ستاسو سره مینه نه کوله او د دې په خاطر یې تاسو انتخاب کړي نه یئ چې ستاسو شمېر د نورو قومونو څخه زیات ؤ، بلکه ستاسو قوم د ځمکې پر مخ ترټولو کوچنی قوم ؤ.
8 خو څښتن ستاسو سره مینه کوله او غوښتل یې چې په هغې وعدې باندې ودریږي چې ستاسو د نیکونو سره یې کړې وه. نو په دې خاطر هغه تاسو په خپل لوی قوت سره وژغورلئ او د مصر د پادشاه فرعون د غلامۍ څخه یې ازاد کړئ.
9 زه ستاسو څخه غواړم په دې پوه شئ چې هغه څښتن خدای چې عبادت یې کوئ هغه حقیقي او وفادار خدای دی. که چېرې د هغه سره مینه وکړئ او امرونه یې ومنئ نو تاسو کولی شئ په هغه باندې باور ولرئ چې هغه به همېشه په خپل لوظ باندې ولاړ وي او ستاسو سره به مینه کوي.
10 خو هغه خلک چې د هغه څخه کرکه کوي، هغوی ته به ژر داسې سزا ورکړي چې تباه شي.
11 نو اوس په غور سره د هغو ټولو قوانینو څخه چې نن مې تاسو ته درکړل پیروي وکړئ.
12 که چېرې تاسو دغو امرونو ته غوږ ونیسئ او په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، بیا به ستاسو څښتن خدای لکه څنګه یې چې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې ده په خپل هغه لوظ باندې ودریږي چې ستاسو سره یې کړی دی او هغه به ستاسو سره په دوامداره توګه مینه کوي.
13 هغه به ستاسو سره مینه وکړي او برکت به درکړي ترڅو ستاسو شمېر زیات شي او ډېر اولادونه مو پیدا شي. ستاسو په پټیو کې به برکت واچوي ترڅو تاسو غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل ولرئ او د ډېرو پادو او رمو په درکولو سره به تاسو ته برکت درکړي. هغه به دا ټول برکتونه په هغه خاوره کې درکړي چې زمونږ د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي.
14 په دنیا کې به د هیڅ قوم سره ستاسو په شان زیات برکت نه وي. ستاسو او ستاسو د حیواناتو څخه به هیڅ یو شنډ نه وي.
15 څښتن به تاسو د ټولو ناروغیو څخه وساتي او هغه به تاسو په هیڅ داسې وېروونکې ناروغۍ باندې اخته نه کړي چې تاسو په مصر کې ورسره بلد وئ، بلکه ستاسو ټول دښمنان به ورباندې اخته کړي.
16 هغه ټول قومونه له منځه یوسئ چې خپل څښتن خدای به یې تاسو ته په لاس درکړي او په هغوی باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغوی د خدایانو عبادت مه کوئ ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.
17 د ځان سره داسې مه وایئ چې د دې قومونو شمېر زمونږ څخه زیات دی او مونږ هغوی شړلی نه شو.
18 د هغوی څخه مه وېرېږئ. هغه کارونه په یاد ساتئ چې ستاسو څښتن خدای په فرعون او د مصر په ټولو خلکو باندې وکړل.
19 هغه هیبتناکه بلاګانې په یاد ساتئ چې تاسو په خپلو سترګو ولیدلې، هغه معجزې او عجیبه عجیبه کارونه او هغه لوی قدرت او قوت چې ستاسو څښتن خدای تاسو ورباندې ازاد کړئ. هغه به په هماغه ډول چې مصریان یې تباه کړل، دا ټول قومونه به چې تاسو اوس ورڅخه وېرېږئ هم تباه کړي.
20 هغه به حتیٰ د هغوی په منځ کې سخته وېره پیدا کړي او هغه ټول خلک به له منځه یوسي چې تښتي او پټیږي.
21 نو د دغو خلکو څخه مه وېرېږئ. ځکه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی، هغه لوی او هیبتناکه خدای دی.
22 ستاسو څښتن خدای به دا قومونه ورو ورو ستاسو له مخې څخه لېرې کړي. تاسو به ونشئ کولی چې هغوی په یو وار سره له منځه یوسئ ځکه که چېرې داسې وکړئ، د وحشي حیواناتو شمېر به زیات شي او دا به تاسو ته د خطر سبب وګرځي.
23 څښتن به تاسو ته خپل دښمنان په لاس درکړي او په هغوی باندې به داسې سخته وېره راولي ترڅو چې تباه شي.
24 هغه به د هغوی پادشاهان تاسو ته په لاس درکړي او تاسو به د هغوی نوم او نښان د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ. هیڅوک به ونه شي کولی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي، تاسو به هغوی له منځه یوسئ.
25 د هغوی بتان وسوزوئ. هغو سرو او سپینو زرو ته چې دا بتان ورڅخه جوړ شوي دي د طمعې په سترګه مه ګورئ او هغه د خپلو ځانونو دپاره مه اخلئ. که چېرې داسې وکړئ، دا به وژونکی دام وي ځکه چې څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي.
26 د دغو بتانو څخه هیڅ یو یې خپلو کورونو ته مه راوړئ. که نه، نو په تاسو باندې به هم هماغسې لعنت وویل شي لکه څنګه چې په هغو باندې ویل شوی دی. تاسو باید له دغو بتانو څخه کرکه وکړئ او په سپکه سترګه ورته وګورئ، ځکه چې په هغو باندې د څښتن لعنت ویل شوی دی.