تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 30

تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یاست، نو زما هغه خبره به در په یاده شي.
2 که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو امرونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ،
3 بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یاست بېرته راولي او بېرته به مو خوشبخته کړي.
4 حتیٰ که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي،
5 ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره ترلاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم خوشبخته او زیاته کړي.
6 تاسو او ستاسو اولادې ته به خپل څښتن خدای منونکي زړونه درکړي ترڅو د زړه له کومي د هغه سره مینه وکړئ او په هغه خاوره کې خپل ژوند وکړئ.
7 هغه به دا ټول لعنتونه ستاسو په دښمنانو باندې چې ستاسو څخه یې کرکه کوله او تاسو یې ځورولئ راولي
8 او تاسو به بیا د څښتن او د هغه د ټولو امرونو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.
9 څښتن به تاسو ته په خپلو ټولو کارونو کې زیات بریالیتوبونه درکړي. تاسو به ډېر اولادونه او حیوانات لرئ او ستاسو پټي به پرېمانه فصلونه کوي. هغه به ستاسو په خوشبخته کولو باندې هماغسې خوشاله وي لکه څنګه چې ستاسو د نیکونو په خوشبخته کولو باندې خوشاله ؤ،
10 مګر تاسو به مجبور یئ چې د څښتن اطاعت وکړئ او د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. تاسو به مجبور یئ چې د زړه له کومي هغه ته رجوع وکړئ.
11 هغه امرونه چې نن یې تاسو ته درکوم په هغو باندې پوهېدل او عمل کول ډېر سخت کار نه دی.
12 هغه امرونه پورته په اسمان کې نه دي ترڅو تاسو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به پورته وخېژي چې هغه مونږ ته لاندې راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟
13 نه هغه د دریاب په بلې غاړې باندې دي ترڅو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به د دریاب څخه تېر شي چې هغه مونږ ته راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟
14 نه، هغه دلته ستاسو سره دي. په هغو باندې پوهېږئ او هغه ویلی شئ، نو تاسو باید ورباندې عمل وکړئ.
15 نن زه تاسو ته د خوشبختۍ او بدبختۍ او ژوند او مرګ د انتخابولو حق درکوم.
16 که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای امرونو ته چې زه یې نن درکوم غاړه کېږدئ، که چېرې د هغه سره مینه وکړئ، اطاعت یې وکړئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ، بیا به تاسو خوشبخته شئ او یو لوی قوم به درڅخه جوړ شي. تاسو ته به خپل څښتن خدای په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ برکت درکړي.
17 مګر که چېرې سرغړونه وکړئ او غوږ ورته ونه نیسئ او نور خلک تاسو بې لارې کړي او د نورو خدایانو عبادت وکړئ،
18 نو تاسو به تباه شئ. زه تاسو ته اوس همدلته خبرداری درکوم. تاسو به په هغه خاوره کې چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او ژر به یې ونیسئ ډېره موده ژوند ونه کړئ.
19 زه اوس تاسو ته د ژوند او مرګ، د خدای پاک د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکوم او زه اسمان او ځمکه د دې خبرې دپاره شاهدان نیسم چې تاسو کوم شی انتخابوئ. تاسو ژوند انتخاب کړئ ترڅو تاسو او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شئ.
20 خپل څښتن خدای ته پوره وفادار اوسئ، د هغه سره مینه کوئ او څه چې درته فرمایي هغه کوئ. یوازې څښتن دی چې ژوندون ورکولی شي. هغه به تاسو ته په هغه خاوره کې چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې وعده کړې ده زیات عمر درکړي.>