تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 24

افرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي.
2 بیا فرض کړئ هغه د یو بل سړي سره واده کوي
3 او د دوهم مېړه هم هغه ښځه نه خوښیږي، نو هغه هم طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. یا فرض کړئ د هغې دوهم مېړه مړ کیږي.
4 په دواړو صورتونو کې دې د هغې اولنی مېړه بیا د هغې سره واده نه کوي، ځکه چې هغه نجسه شوې ده. که چېرې هغه ورسره بیا واده وکړي، د هغوی واده به هغه ځمکه ناپاکه کړي کومه چې خپل څښتن خدای یې درکوي او څښتن د دې کار څخه کرکه کوي.
5 که چېرې یو سړي نوی واده کړی وي، هغه دې جنګ یا کومې بلې وظیفې ته نه لېږل کیږي. هغه دې یو کال د وظیفې څخه معاف وي ترڅو هغه په کور کې پاتې شي او خپله ښځه خوشاله وساتي.
6 کله چې تاسو چاته کوم شی په قرض ورکوئ، باید د هغه د مېچنې پلونه چې د غلو دانو د میده کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي د ضمانت په توګه وانخلئ. په دې کار سره به د هغې کورنۍ هغه وسیله له منځه لاړه شي کوم چې هغوی ورباندې د ژوندي پاتې کېدلو دپاره خواړه تیاروي.
7 که چېرې یو نفر ونیول شي چې خپل اسراییلی ورور یې تښتاوه چې هغه خپل غلام کړي یا یې د غلام په توګه خرڅ کړي، نو تښتوونکی دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
8 کله چې تاسو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته شئ نو څه چې لاوي کاهنان درته وایي کټ مټ هماغسې وکړئ. د هغو لارښودنو څخه پیروي وکړئ چې ما هغوی ته ورکړي دي.
9 په یاد ساتئ کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، ستاسو څښتن خدای په مریم باندې څه وکړل.
10 کله چې تاسو چاته کوم شی په قرض ورکوئ، د هغه کور ته د دې دپاره مه ورننوزئ چې د هغه څخه کوم شی د ضمانت په توګه واخلئ.
11 بیرون انتظار وباسئ او پرېږدئ چې هغه یې په خپله تاسو ته راوړي.
12 فرض کړئ یو نفر دومره غریب وي چې یوازینی شی چې هغه یې کولی شي تاسو ته د ضمانت په توګه درکړي هغه چپنه ده، نو د هغه چپنه د شپې د خپل ځان سره ونه ساتئ.
13 هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ ترڅو د هغې خاوند وکولی شي هغه واغوندي او ویده شي او د څښتن څخه ستاسو دپاره برکت وغواړي. نو دا کار به ستاسو د څښتن خدای په نظر کې ښه عمل وګڼل شي.
14 که چېرې تاسو غریب خلک د خپل کار دپاره مزدوران ونیسئ، نو د هغوی اجوره مه ځنډوئ، که هغه اسراییلیان وي یا هغه بېګانه خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي.
15 د هرې ورځې اجوره د لمرپرېواته څخه مخکې ورکوئ. هغوی خپل ژوند په نېستۍ کې تېروي او د ژوندي پاتې کېدلو دپاره پیسو ته ضرورت لري. که چېرې هغوی ته په خپل وخت سره اجوره ورنه کړئ، هغوی به ستاسو په ضد څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
16 مور او پلار دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی مور او پلار کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.
17 بېګانه خلک او یتیمان د خپلو حقونو څخه مه محروموئ او د قرض په خاطر د یوې کونډې کالي د ضمانت په توګه مه اخلئ.
18 په یاد ساتئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو ځکه زه تاسو ته دا حکم کوم.
19 کله چې تاسو خپل فصلونه لو کوئ او په پټي کې درڅخه کومه ګېډۍ پاتې شي، د هغې پسې بېرته مه ورځئ. هغه بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته پرېږدئ ترڅو ستاسو څښتن خدای ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
20 کله چې تاسو یوځل خپل زیتون راټول کړل، نو د پاتې شویو زیتونو پسې بېرته مه ورځئ چې هغه هم راوړئ. هغه د بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره پرېږدئ.
21 کله چې تاسو یوځل خپل انګور راټول کړل، دوهم ځل تاکونو ته مه ورځئ. کوم انګور چې پاتې وي هغه د بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره دي.
22 دا خبره هیڅکله مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ، نو ځکه زه تاسو ته دا حکم کوم.