تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 28

که چېرې تاسو په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه د ټولو امرونو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي وکړئ، هغه به ستاسو قوم د دنیا د نورو ټولو قومونو څخه لوی کړي.
2 د خپل څښتن خدای اطاعت کوئ، نو دا ټول برکتونه به ستاسو شي:
3 څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو کې برکت واچوي.
4 څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، پرېمانه فصلونه او ډېرې پادې او رمې درکړي.
5 څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خواړو کې برکت واچوي چې تاسو یې د هغو فصلونو څخه تیاروئ.
6 څښتن به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
7 کله چې ستاسو دښمنان په تاسو باندې حمله کوي، څښتن به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ. هغوی به د یوې لارې څخه حمله کوي، مګر هرې خواته به ستاسو څخه تښتي.
8 ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي او ستاسو ګودامونه به د غلو دانو څخه ډک کړي. هغه به تاسو ته په هغه ځمکه کې چې تاسو ته یې درکوي برکت درکړي.
9 که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه هر امر په ځای کړئ، هغه به د خپلې وعدې سره سم ستاسو څخه خپل خاص قوم جوړ کړي.
10 بیا به د دنیا ټول قومونه وویني چې څښتن تاسو د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یاست او هغوی به ستاسو څخه ووېریږي.
11 څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، ډېر حیوانات او پرېمانه فصلونه په هغې خاوره کې درکړي چې ستاسو د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي.
12 هغه به په صحیح وخت د خپلو غني اسماني زېرمو څخه په تاسو باران اوروي او ستاسو په ټولو کارونو کې به برکت واچوي ترڅو تاسو ډېرو قومونو ته قرض ورکړئ، مګر د هیڅ قوم څخه به څه شی په قرض نه اخلئ.
13 که چېرې تاسو د څښتن هغو ټولو امرونو ته چې زه یې نن درکوم په وفادارۍ سره غاړه کېږدئ، ستاسو څښتن خدای به ستاسو قوم د نورو قومونو په منځ کې پیرو نه بلکه مشر کړي، تاسو به همېشه بریالي یاست او هیڅکله به نه ناکامېږئ.
14 مګر تاسو باید هیڅکله او په هیڅ ډول د دغو امرونو څخه سرغړونه ونه کړئ او نه د نورو خدایانو عبادت او خدمت وکړئ.
15 مګر که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای نافرماني وکړئ او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي ونه کړئ، دا ټول لعنتونه به په تاسو باندې راشي:
16 څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو باندې لعنت ووایي.
17 څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خواړو باندې لعنت ووایي چې تاسو یې ورڅخه تیاروئ.
18 څښتن به تاسو ته د لږو اولادونو، خرابو فصلونو او لږو پادو او رمو په درکولو سره په تاسو باندې لعنت ووایي.
19 څښتن به ستاسو په هر کار باندې لعنت ووایي.
20 که چېرې تاسو بد کارونه وکړئ او څښتن رد کړئ، هغه به تر هغه وخته پورې ستاسو په هر کار کې آفت، وارخطایي او تکلیف رامنځته کوي ترڅو تاسو ژر او په بشپړه توګه تباه شئ.
21 هغه به تر هغه وخته پورې تاسو په پرله پسې ناروغیو باندې اخته کوي ترڅو ستاسو څخه هیڅوک په هغې خاورې کې پاتې نه شي چې تاسو به یې ژر ونیسئ.
22 څښتن به تاسو په ساري ناروغیو، پړسوب او تبې باندې اخته کړي. هغه به وچکالي او چڼاسکې رامنځته کړي او سوزوونکي بادونه به رانازل کړي چې ستاسو فصلونه له منځه یوسي. دا آفتونه به په تاسو باندې تر هغه وخته پورې وي ترڅو مړه شئ.
23 باران به هیڅ نه اوریږي او ستاسو ځمکه به د اوسپنې په شان کلکه شي.
24 د باران په ځای به څښتن د ګردونو او شګو طوفانونه تر هغه وخته پورې په تاسو باندې نازلوي ترڅو تاسو تباه شئ.
25 څښتن به ستاسو دښمنانو ته په تاسو باندې بری ورکړي. تاسو به د یوې لارې څخه په هغوی باندې حمله کوئ، مګر د هغوی څخه به هرې خواته تښتئ او کله چې د دنیا ټول خلک دا پېښې وویني چې په تاسو باندې تېریږي، نو هغوی به سخت ووېریږي.
26 کله چې تاسو مړه شئ، مرغان او وحشي حیوانات به راځي او ستاسو مړي به خوري او هیڅوک به نه وي چې هغوی وشړي.
27 څښتن به په تاسو باندې دانې راوخېژوي لکه څنګه چې هغه په مصریانو باندې راخېژولې وې. هغه به ستاسو په بدنونو باندې زخمونه راپیدا کړي. تاسو به د داغونو څخه ډک شئ او خارښت به درباندې ولګیږي، مګر هیڅ علاج به یې نه وي.
28 څښتن به تاسو لېوني کړي، هغه به تاسو ړانده او وارخطا کړي.
29 تاسو به په رڼا ورځ د ړانده په شان لاس او پښې وهئ او خپله لاره به نه شئ پیدا کولی. په خپل هیڅ کار کې به نه کامیابېږئ. په تاسو باندې به همېشه ظلم کیږي او لوټل کېږئ به او هیڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي.
30 تاسو به د یوې پېغلې سره کوژدن کوئ، مګر بل څوک به په زور د هغې سره څملي. تاسو به کور جوړوئ، مګر هیڅکله به په کې ونه اوسېږئ. تاسو به د انګورو باغ جوړوئ، مګر هیڅکله به د هغه انګور ونه خورئ.
31 ستاسو غوایان به ستاسو په مخکې حلال کړای شي، مګر تاسو به د هغو غوښه ونه خورئ. خره به مو په زور بیول کیږي او تاسو به ورته ګورئ خو بېرته به تاسو ته نه درکول کیږي. ستاسو دښمنان به ستاسو پسونه بوځي او هیڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي.
32 ستاسو زامن او لورګانې به ستاسو په مخکې بېګانه خلکو ته د غلامانو په توګه ورکول کیږي. هره ورځ به تاسو خپلې اوښکې تویوئ او بې ځایه به خپلو اولادونو ته سترګې په لاره یئ چې راستانه به شي.
33 یو بېګانه قوم به ستاسو ټول فصلونه چې تاسو په ډېر زحمت سره کرلي دي اخلي خو تاسو به د دوامداره ظلم او بدې رویې څخه پرته هیڅ شی ترلاسه نه کړئ.
34 څه چې تاسو وینئ هغه به دومره وېروونکي وي چې تاسو به لېوني شئ.
35 څښتن به تاسو ته داسې سزا درکړي چې د سر څخه نیولې تر پښو پورې له دردناکو دانو څخه ډک شئ چې هیڅ علاج به یې نه وي.
36 څښتن به تاسو او هغه پادشاه چې تاسو به یې انتخاب کړئ پرېږدي چې یو داسې بېګانه هېواد ته د اسیرانو په توګه یوړل شئ چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو پېژانده. هلته به تاسو د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي.
37 په هغو هېوادونو کې چې څښتن به تاسو په کې خپاره کړي، د هغو ځایونو خلک به د دې پېښو په لیدلو سره چې په تاسو باندې تېریږي له وېرې ولړزیږي او په تاسو باندې به ملنډې وهي.
38 تاسو به په کافي اندازه تخم وکرئ، مګر لږ حاصل به ورېبئ ځکه چې ملخان به ستاسو فصلونه وخوري.
39 تاسو به د انګورو باغونه جوړ کړئ او د هغو ساتنه به وکړئ، مګر انګور به ورڅخه راټول نه کړئ او د هغو شراب به ونه څښئ، ځکه چې تاکونه به چینجي وخوري.
40 ستاسو په وطن کې به په هرځای کې د زیتونو ونې شنې کیږي، مګر د هغو په تېلو باندې به خپل ځانونه غوړ نه کړئ ځکه چې زیتون به له پخېدلو څخه مخکې راغورزیږي.
41 تاسو به زامن او لورګانې ولرئ، مګر هغوی به له لاسه ورکړئ ځکه چې هغوی به د جنګي اسیرانو په توګه یوړل شي.
42 ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د ملخانو له خوا له منځه یوړل شي.
43 هغه بېګانه خلک چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي هغوی به نور هم شتمن او قدرتمند شي، خو تاسو به نور هم غریبان او بې وزلي شئ.
44 هغوی به پیسې ولري چې تاسو ته یې په قرض درکړي، مګر تاسو به هیڅ شی نه لرئ چې هغوی ته یې په قرض ورکړئ. په آخر کې به هغوی ستاسو مشران شي.
45 که چېرې تاسو د هغو ټولو قوانینو چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي اطاعت ونه کړئ، نو هغه به دا ټول آفتونه په تاسو باندې نازل کړي. دا آفتونه به تر هغه پورې په تاسو باندې وي ترڅو تباه شئ.
46 دا به د تل دپاره په تاسو او ستاسو په اولادې باندې د څښتن د قضاوت نښه وي.
47 څښتن تاسو ته په هر لحاظ برکت درکړ، مګر تاسو په خوشاله زړونو د هغه خدمت ونه کړ.
48 په دې خاطر به څښتن ستاسو دښمنان راولېږي چې په تاسو باندې حمله وکړي او تاسو به د غلامانو په توګه د هغوی خدمت کوئ. تاسو به وږي، تږي، لوڅ او د هر شي دپاره به حاجتمند یاست. څښتن به ستاسو دښمنان دې ته پرېږدي چې په تاسو باندې سخت ظلم وکړي ترڅو مړه شئ.
49 څښتن به د دنیا د بل سر څخه ستاسو په ضد یو داسې قوم راولي چې تاسو به یې په ژبه نه پوهېږئ. هغوی به د عقاب په شان په تاسو باندې راکوز شي.
50 هغوی به بې رحمه وي او په هیچا به رحم نه کوي، نه په ځوانانو او نه په زړو خلکو.
51 هغوی به ستاسو حیوانات او فصلونه واخلي او تاسو به له لوږې مړه شئ. هغوی به تاسو ته هیڅ غلې دانې، شراب، د زیتونو تېل، پادې او رمې پرېنږدي او تاسو به مړه شئ.
52 هغوی به ټول ښارونه چې په هغه خاوره کې دي چې خپل څښتن خدای یې درکوي محاصره کړي او هغه لوړ او قوي دېوالونه به راوغورزوي چې تاسو ورباندې ډاډه یئ.
53 د هغو تکلیفونو له امله چې ستاسو دښمنان به یې د محاصرې په وخت کې په تاسو باندې راولي، تاسو به دومره وږي شئ چې حتیٰ خپل اولادونه به چې خپل څښتن خدای درکړي دي هم وخورئ.
54 ‏-
55 حتیٰ ترټولو مهربان او نرم سړی به هم د محاصرې په وخت کې دومره وږی شي چې د نورو خواړو د نشتوالي له کبله به د خپلو اولادونو غوښې وخوري. هغه به خپل ورور یا خپلې ښځې ته چې مینه ورسره کوي او خپلو پاتې اولادونو ته د هغې د ورکولو څخه په کلکه انکار کوي.
56 ‏-
57 حتیٰ ترټولو مهربانه او نازکه ښځه چې دومره شتمنه وي چې د نازه خپله پښه په ځمکه نه ږدي، هغه به هم همداسې چلند وکړي. کله چې دښمن د هغې ښار محاصره کړي، هغه ښځه به دومره وږې شي چې په پټه به خپل نوی زېږېدلی ماشوم او د هغه پېروان هم وخوري. هغه به خپل مېړه چې ورسره مینه کوي یا خپل نور اولادونه په هغې کې شریک نه کړي.
58 که چېرې تاسو د خدای پاک د ټولو قوانینو څخه چې په دې کتاب کې لیکلي دي په وفادارۍ سره اطاعت ونه کړئ او د خپل څښتن خدای د جلالي او هیبتناکه نوم احترام ونه کړئ،
59 هغه به تاسو او ستاسو اولاده په وېروونکو بلاګانو او داسې خطرناکو ناروغیو اخته کړي چې علاج به یې نه کیږي.
60 هغه به په تاسو باندې هغه ټول مرضونه راولي چې په مصر کې ورڅخه وېرېدلئ او هیڅکله به روغ نه شئ.
61 حتیٰ هغه به تاسو په هر ډول ناروغیو او بلاګانو باندې چې د خدای پاک د قوانینو په دې کتاب کې ورڅخه یادونه نه ده شوې هم اخته کړي او تباه به شئ.
62 که څه هم یو وخت ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات ؤ، مګر ستاسو څخه به یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت ونه کړ.
63 لکه څنګه چې څښتن خوشاله ؤ چې ستاسو سره نېکي وکړي او ستاسو شمېر زیات کړي، همداسې به هغه خوشاله شي چې تاسو له منځه یوسي او تباهي درباندې راولي. تاسو به د هغې خاورې څخه چې ژر به یې ونیسئ بېخي وویستل شئ.
64 څښتن به تاسو د دنیا د یو سر څخه تر بل سره پورې په ټولو قومونو کې خپاره کړي او هلته به د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي، د داسې خدایانو چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو مخکې د هغو عبادت کړی وي.
65 تاسو به په هیڅ ځای کې ارامي نه مومئ، همېشه به د کور په ارمان یئ. څښتن به تاسو په اندېښنو، ناامیدۍ او مایوسۍ کې غرق کړي.
66 ستاسو ژوند به همېشه په خطر کې وي. تاسو به شپه او ورځ سخت وېرېږئ او د مرګ په دوامداره وېره کې به ژوند کوئ.
67 تاسو چې هر شي ته ګورئ زړونه به مو د وېرې له لاسه درزیږي. هر سهار به وایئ، کاشکې شپه وای او هره شپه به وایئ، کاشکې سهار وای.
68 څښتن به تاسو بېرته په کشتیو کې مصر ته ولېږي که څه هم هغه فرمایلي دي چې تاسو به هیڅکله نه مجبوره کېږئ چې بیا هلته لاړ شئ. هلته به تاسو د دې هڅه کوئ چې خپل ځانونه په خپلو دښمنانو باندې د غلامانو په توګه خرڅ کړئ، مګر هیڅوک به تاسو نه اخلي.>