تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 22

که چېرې تاسو د خپل اسراییلي ورور غویی یا پسه ووینئ چې لاره یې ورکه کړې وي، نو خپلې سترګې ورباندې مه پټوئ، هغه حیوان بېرته د هغه خاوند ته بوځئ.
2 مګر که چېرې د هغه خاوند لېرې اوسیږي یا تاسو نه پوهېږئ چې هغه حیوان د چا دی، بیا یې خپل کور ته بوځئ. کله چې خاوند یې د هغه د لټولو دپاره راشي، هغه ورته بېرته ورکړئ.
3 که چېرې یو خر، ټوکر، یا بل داسې شی پیدا کړئ چې د یو اسراییلي ورور څخه ورک شوی وي، همدا ډول کار ورسره وکړئ.
4 که چېرې د یو اسراییلي ورور خر یا غویی په لاره باندې لوېدلی وي، په هغه باندې خپلې سترګې مه پټوئ، بلکه د هغه سره مرسته وکړئ چې خپل حیوان بېرته پورته کړي.
5 ښځې دې د سړیو کالي نه اغوندي او سړي دې د ښځو کالي نه اغوندي. ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه چې داسې کارونه کوي کرکه کوي.
6 که چېرې تاسو په یوه ونه کې یا په ځمکه باندې د مرغیو یوه ځاله پیدا کړئ چې د مرغیو مور په هګیو باندې یا د خپلو بچیانو سره ناسته وي، تاسو باید د مرغیو مور وانخلئ.
7 تاسو کولی شئ چې د مرغۍ بچیان واخلئ، مګر د مرغیو مور باید خوشې کړئ ترڅو اوږد او خوشبخته ژوند ولرئ.
8 کله چې تاسو یو نوی کور جوړوئ، د بام ګردچاپېره یو دېوال جوړ کړئ. بیا که چېرې څوک ورڅخه راغورزیږي او وژل کیږي، مسئولیت به یې ستاسو په غاړه نه وي.
9 که چېرې تاسو د انګورو باغ جوړوئ نو په هغه کې د نورو مېوو ونې یا فصل مه کرئ، که چېرې داسې وکړئ نو تاسو ته د انګورو یا د نورو حاصلاتو استعمالول حرام کیږي.
10 یو غویی او خر د قلبې دپاره د یو بل سره یوځای مه تړئ.
11 داسې کالي مه اغوندئ چې د دوه مختلفو ډولونو تار څخه یعنې د اوبدل شویو وړیو او کتان دواړو څخه ګډ جوړ شوي وي.
12 د خپلې چپنې په څلورو کنجونو پورې زونډي وګنډئ.
13 فرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده کوي او د هغې سره یوځای کیږي خو وروسته یې هغه نه خوښیږي
14 او په هغې باندې د درواغو تور ولګوي او هغه بدنامه کړي ووایي: ما د دې نجلۍ سره واده وکړ، مګر کله چې مونږ سره څملاستو نو ماته معلومه شوه چې هغه پېغله نه وه.
15 که چېرې داسې وشي، نو د نجلۍ مور او پلار دې د واده هغه روجایي چې په وینه باندې ککړه وي واخلي چې دا خبره ثابته کړي چې هغه پېغله وه. هغوی دې دا روجایي د ښار مشرانو ته د هغه ښار په دروازه کې وروښایي.
16 د هغې پلار به هغوی ته داسې ووایي: ما خپله لور دې سړي ته په نکاح ورکړې ده او اوس زما لور د هغه نه خوښیږي.
17 په هغې باندې یې د درواغو تور لګولی دی او داسې وایي: کله چې ما د هغې سره واده وکړ هغه پېغله نه وه. مګر دا زما د لور د پېغلتوب ثبوت دی. د واده په روجایي باندې د وینې داغونه وګورئ!
18 بیا دې د ښار مشران د هغې مېړه په قمچینه باندې ووهي.
19 هغوی دې هغه سړی سل مثقاله سپین زر جریمه هم کړي او هغه دې د ښځې پلار ته ورکړي ځکه چې هغه یوه اسراییلۍ ښځه بدنامه کړې ده. له دې سره سره به هغه د هغه سړي ښځه پاتې شي او ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نه شي ورکولی.
20 مګر که چېرې دا تور حقیقت ولري او د هغې د پېغلتوب هیڅ ثبوت نه وي،
21 بیا دې هغوی هغه ښځه د خپل پلار د کور د دروازې خولې ته وباسي او د هغه ښار خلک دې هغه هلته سنګساره کړي چې مړه شي. ځکه چې هغې په داسې حال کې چې لا د خپل پلار په کور کې اوسېدله د واده څخه مخکې د کوم سړي سره د زنا کولو په سبب زمونږ د قوم په منځ کې له شرمه ډک کار کړی دی. نو د هغې په وژلو سره باید تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
22 که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره د زنا کولو په حال کې ونیول شي، هغوی دواړه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
23 فرض کړئ په یو ښار کې یو سړی د یوې داسې پېغلې سره د زنا کولو په حال کې نیول کیږي چې د بل چا سره یې کوژدن شوې وي.
24 تاسو باید هغوی دواړه د ښار څخه بیرون وباسئ او سنګسار یې کړئ چې مړه شي. هغه پېغله دې ځکه مړه شي چې د مرستې دپاره یې چیغې نه دي وهلې، که څه هم هغه په ښار کې وه او کېدای شو چې هلته د هغې چیغې اورېدل شوې وای. او سړی دې ځکه مړ شي چې هغه د هغه چا سره زنا کړې ده چې کوژدن شوې وه. تاسو باید خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
25 فرض کړئ یو سړی د ښار څخه بیرون په یوه بانډه کې یوه داسې پېغله بې عزته کړي چې د بل چا سره یې کوژدن شوې وي. بیا دې یوازې سړی ووژل شي،
26 پېغلې ته دې هیڅ شی ونه ویل شي ځکه چې هغې داسې ګناه نه ده کړې چې د مرګ لایقه وي. دا هماغه شان دعوه ده لکه څنګه چې یو سړی په بل سړي باندې حمله وکړي او هغه په قتل ورسوي.
27 هغه سړي په بانډه کې کوژدن شوې پېغله بې عزته کړه او که څه هم هغې د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خو هلته هیڅوک نه ؤ چې د هغې سره مرسته وکړي او هغه وژغوري.
28 فرض کړئ یو سړی د یوې داسې پېغلې په بې عزته کولو نیول کیږي چې کوژدن شوې نه وي.
29 هغه سړی دې د هغې پلار ته د مهر بیه یعنې پنځوس مثقاله سپین زر ورکړي او د هغې پېغلې سره دې واده وکړي، ځکه چې هغه یې مجبوره کړې وه چې ورسره څملي. ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نه شي ورکولی.
30 هیڅ سړی دې د خپل پلار د کومې ښځې سره د زنا کولو په سبب خپل پلار نه سپکوي.