تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 31

حضرت موسیٰ د اسراییلو د قوم سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ
2 او ویې فرمایل: <زه اوس د یوسلو شل کالو په عمر یم او نور د دې توان نه لرم چې ستاسو مشري وکړم او څښتن ماته فرمایلي دي چې ته به د اردن له سیند څخه تېر نه شې.
3 ستاسو څښتن خدای به په خپله ستاسو په مخ کې روان وي او هغه قومونه به چې هلته اوسیږي له منځه یوسي، ترڅو تاسو د هغوی خاوره ونیسئ. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي دي یوشع به ستاسو مشر وي.
4 څښتن به هغه خلک داسې له منځه یوسي لکه څنګه چې هغه د اموریانو پادشاهانو سیحون او عوج ته ماتې ورکړه او د هغوی هېواد یې وران کړ.
5 څښتن به تاسو ته په هغوی باندې بری درکړي او تاسو باید د هغوی سره هماغه شان عمل وکړئ لکه څنګه چې ما درته ویلي دي.
6 قوي او زړور اوسئ. د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای به همېشه ستاسو سره وي او تاسو به هیڅکله یوازې نه پرېږدي.>
7 بیا حضرت موسیٰ یوشع راوغوښت او د اسراییلو د ټول قوم په حضور کې یې ورته وفرمایل: <قوي او زړور اوسه. د هغې خاورې په نیولو کې به ته د دغو خلکو مشري کوې چې څښتن یې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده.
8 څښتن به په خپله تاته لارښودنه کوي او درسره مل به وي. هغه به ستا سره مرسته کوي او تا به یوازې نه پرېږدي. نو جرأت له لاسه مه ورکوه او وېرېږه مه.>
9 نو حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه ولیکل او هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه او د اسراییلو ټولو مشرانو ته یې ورکړل.
10 حضرت موسیٰ هغوی ته داسې امر وکړ: <د هر اووم کال په آخر کې یعنې کله چې د قرضونو د بخښلو کال راځي هغه د جونګړو په اختر کې په لوړ اواز لولئ.
11 دا په هغه وخت کې د اسراییلو قوم ته لولئ کله چې هغوی د څښتن خدای د عبادت دپاره هغه ځای ته راځي چې هغه یې انتخابوي.
12 ټول سړي، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي راوغواړئ، ترڅو هرڅوک هغه واوري او د خپل څښتن خدای احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړي.
13 په دې ډول به ستاسو اولاده چې د خپل څښتن خدای شریعت یې نه دی اورېدلی واوري. نو هغوی به ټول ژوند په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر د اردن د سیند په بله غاړه ونیسئ د څښتن اطاعت کول زده کړي.>
14 بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ستا د مړینې وخت رانژدې شوی دی. یوشع راوغواړه او مقدسې خېمې ته یې راوله ترڅو هغه د اسراییلو مشر وټاکم.> حضرت موسیٰ او یوشع خېمې ته لاړل
15 او څښتن هغوی ته هلته په یوې ورېځې کې چې د خېمې د دروازې په سر باندې ولاړه وه ښکاره شو.
16 څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته به ژر مړ شې او ستا د مړینې څخه وروسته به خلک زما سره بې وفایي وکړي او هغه لوظ به مات کړي چې ما د هغوی سره کړی دی. هغوی به ما پرېږدي او په هغه هېواد کې به چې هغوی ورداخلیږي د پردیو خدایانو عبادت کوي.
17 کله چې داسې وشي نو زه به په هغوی باندې په قهر شم، د هغوی څخه به مخ واړوم او هغوی به تباه شي. ډېر هیبتناکه آفتونه به په هغوی باندې نازل شي او هغوی به په دې پوه شي چې دا پېښې ځکه ورباندې راځي چې زه یعنې د هغوی خدای نور د هغوی سره نه یم.
18 په هغه وخت کې به زه د هغوی سره د مرستې کولو څخه انکار وکړم ځکه چې هغوی بد کار کړی دی او د نورو خدایانو عبادت یې کړی دی.
19 موسیٰ او یوشع، اوس دا روحاني سندره ولیکئ. موسیٰ، هغه اسراییلیانو ته ورزده کړه. که چېرې هغوی دا سندره زده کړه نو هغوی به پوه شي چې زه ورڅخه څه غواړم چې ویې کړي او هغوی سره به کومه بهانه نه وي چې زما د امر څخه سرغړونه وکړي.
20 لکه څنګه چې مې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده، زه به هغوی دې غني او حاصلخېزې ځمکې ته بوځم. څومره خواړه چې هغوی غواړي هلته به ورته ورسیږي او هغوی به ارام ژوند لري. مګر هغوی به زما څخه مخ واړوي او د نورو خدایانو عبادت به کوي. هغوی به زما څخه منکر شي او زما لوظ به مات کړي
21 او ډېر هیبتناکه آفتونه به ورباندې نازل شي. مګر بیاهم دا سندره به ویل کیږي او دا به د هغوی په ضد یوه نښه وي. حتیٰ اوس، مخکې له دې چې زه هغوی هغه هېواد ته بوځم چې ما یې د ورکولو وعده ورسره کړې ده، زه پوهېږم چې هغوی څه پلان سنجوي.>
22 په هماغه ورځ حضرت موسیٰ سندره ولیکله او د اسراییلو قوم ته یې ورزده کړله.
23 بیا څښتن د نون زوی یوشع مشر وټاکه او ورته ویې فرمایل: <قوي او زړور اوسه. ته به د اسراییلو قوم هغه هېواد ته بوځې چې ما یې د هغوی سره وعده کړې ده او زه به ستا سره مل یم.>
24 حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه په کتاب کې ولیکل او پام یې کاوه چې څه شی ورڅخه پاتې نه شي.
25 کله چې هغه وزګار شو، هغه هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه داسې وفرمایل:
26 <د شریعت دا کتاب یوسئ او د خپل څښتن خدای د لوظ د صندوق په څنګ کې یې کېږدئ. دا کتاب به د دې خبرې یو ثبوت وي چې تاسو پوهېږئ چې څښتن ستاسو څخه څه غواړي چې ویې کړئ.
27 زه په دې پوهېږم چې هغوی څومره سرزوري او سرکش خلک دي. هغوی زما د ژوندانه په دوران کې د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده او زما د مړینې څخه وروسته به نور هم سرکش شي.
28 خپل ټول قبیلوي مشران او ماموران زما په مخکې راغونډ کړئ ترڅو هغوی ته دا خبرې وکړم. زه به اسمان او ځمکه د اسراییلو د قوم په مقابل کې خپل شاهدان ونیسم.
29 زه په دې پوهېږم چې زما د مرګ څخه وروسته به قوم بېخي فاسد شي او د هغې لارې څخه به چې ما ورته حکم کړی دی وګرځي. د وخت په تېرېدو سره به هغوی د آفت سره مخامخ شي ځکه چې هغوی به څښتن د هغو کارونو په سبب کوم چې هغه منع کړي دي په قهر کړي.>
30 بیا حضرت موسیٰ ټوله سندره وویله او د اسراییلو ټول قوم ورته غوږ نیولی ؤ.