تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 14

تاسو د خپل څښتن خدای اولادونه یئ. نو کله چې د مړو دپاره ژاړئ، خپل ځانونه مه غوڅوئ یا د خپل کاکل ویښتان مه خرایئ.
2 تاسو د خپل څښتن خدای یئ، هغه د هغو ټولو قومونو څخه چې د ځمکې په مخ باندې ژوند کوي تاسو د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ.
3 هیڅ داسې شیان مه خورئ چې څښتن هغه حرام اعلان کړي دي.
4 تاسو کولی شئ چې د دغو حیواناتو غوښه وخورئ: غوایان، پسونه، وزې،
5 هر ډول هوسۍ، غرني پسونه، ځنګلي وزې یا غرڅې
6 یعنې هر هغه حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند هم وهي.
7 مګر د هیڅ داسې حیوان غوښه باید ونه خوړل شي چې خلاص سومان نه لري او شخوند نه وهي. تاسو باید د اوښانو، سویو، یا د غرنیو سویو غوښه ونه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي، هغه شخوند وهي مګر خلاص سومان نه لري.
8 د خوګ غوښه مه خورئ. خوګ باید ناپاکه وګڼل شي، هغه خلاص سومان لري مګر شخوند نه وهي. د دغو حیواناتو غوښه مه خورئ او حتیٰ د هغو مړو ته لاس هم مه وروړئ.
9 تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ،
10 مګر بل داسې شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري خوړل یې روا نه دي، هغه باید ناپاک وګڼل شي.
11 تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک مرغان وخورئ.
12 ‏-
18 مګر دا هغه ډول مرغان دي چې تاسو یې باید ونه خورئ: عقاب، ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.
19 ټول وزر لرونکي حشرات ناپاک دي، هغه مه خورئ.
20 تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک حشرات وخورئ.
21 د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې په خپل مرګ مړ شي. تاسو کولی شئ چې دا هغو بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري یا تاسو کولی شئ چې په نورو بېګانه خلکو باندې یې خرڅه کړئ. مګر تاسو د خپل څښتن خدای یئ، تاسو د هغه قوم یئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.
22 تاسو باید هر کال د خپلو پټیو د ټولو حاصلاتو لسمه برخه جدا کړئ.
23 بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو څښتن خدای به یې د خپل عبادت دپاره انتخاب کړي او هلته د هغه په حضور کې د خپلو غلو دانو، شرابو او زیتونو د تېلو عشر او د خپلو پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان وخورئ. دا کار وکړئ ترڅو د همېش دپاره خپل څښتن خدای ته احترام کول زده کړئ.
24 که چېرې د عبادت ځای ستاسو د کور څخه ډېر لېرې وي چې د خپلو هغو محصولاتو عشر چې څښتن تاسو ته په کې برکت درکړی دی هلته وړلی نه شئ، بیا داسې وکړئ
25 چې خپل حاصلات خرڅ کړئ او د هغو پیسې د عبادت ځای ته یوسئ.
26 په هر شي باندې چې تاسو غواړئ دا پیسې مصرف کړئ یعنې په غواګانو، پسونو، وزو، شرابو او بیرو باندې او د خپلو کورنیو سره یې هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې وخورئ او خوشالي وکړئ.
27 هغه لاویان مه هېروئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي، هغوی خپله ځمکه نه لري.
28 د هر دریم کال په پای کې د خپلو ټولو حاصلاتو عشر راوړئ او په خپلو ښارونو کې یې ذخیره کړئ.
29 هغه لاویانو ته چې ستاسو په منځ کې خپله ځمکه نه لري او همدارنګه هغو بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري او ورباندې ماړه شي. نو بیا به ستاسو څښتن خدای تاسو ته په ټولو کارونو کې برکت درکړي.