تثنیه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31 32 33 34


څپرکی 32

<ای ځمکې او اسمانه زما خبرې واورئواورئ په غور سره چې زه څه وایم
2 زما تعلیم دې راپرېوزي لکه څاڅکو د باران په شاناو په ځمکه دې راپرېوزي لکه د پرخې په شاند باران په شان دې اوري زما خبرې په تنکیو بوټو باندېد نري باران په شان دې رااوریږي په تنکیو واښو باندې
3 زه به کړمه د څښتن د نوم ستاینهاو خپل قوم دې یې لویي بیانوي
4 څښتن دی د غښتلي ګټ په شانټول کارونه یې کامل دي او عادل ديستاسو خدای دی وفادار او دی رښتینیکړي کارونه دی صحیح او باانصافه
5 مګر تاسو بې وفا یئ او د دغې لایق نه یئچې قوم د هغه اوسئستاسو قوم ګناهکار او چلباز قوم دی
6 ای احمقانو بې شعوره خلکوآیا دا لار ده چې څښتن سره کوئ دا رویه؟ستاسو پلار دی او هغه ستاسو خالق دیدی جوړ کړی هغه ستاسو څخه قوم
7 د تېر شوي وخت په هکله فکر وکړئهغه وخت چې دی تېر شوی ډېر پخواد خپل مور او پلار نه وکړئ تپوسونه چې څه وشولد تېر وخت په هکله وکړئ تپوسونه له سپین ږیرو
8 قومونو ته ورکړې خدای تعالیٰ دي خپلې ځمکېد قومونو د هستوګنې په خاطر هغه ټاکلي دي ځایونههر یو قوم ته یې مقررې کړې ساتونکې فرښتې
9 خو خپل ځان ته یې انتخاب کړه اولاده د یعقوب
10 هغه وموندل په دښته کې هغویچې سرګردانه ګرځېدلیوه خوشې او یوه داسې صحراچې زیات بادونه لريده ساتنه د هغو کړه او په هغوی یې پام کاوهلکه د خپلو سترګو د کسیو په شان
11 څښتن دی لکه عقاب چې خپله ځاله ساتياو الوتل کوي په سر باندې د خپلو بچوهمېشه څښتن تیار دی چې خپاره کړي خپل وزرونهاو چې راونیسي خپل خلک چې کله لویږي هغوی
12 په سفر کې د خپل قوم مشري وکړله څښتن خپله یوازېمرسته نه وه د هغه سره د بل خدای
13 څښتن پرېښودل هغوی چې حکومت وکړيد کنعان په لوړو ځمکو باندېاو څه چې پټیو کې شنه کېدل دوی به خوړلهغه هغوی ته د ګټونو منځ کې شات ورکړلد زیتون ونې یې شوې شنې په ډبرینه ځمکه
14 د هغوی غواوو او وزو به ورکولې شیدې او مستېهغوی لرل ډېر ښه پسونه او وزې او پادېاو هغوی لرل ډېر ښه غنم او شراب
15 د څښتن قوم شتمن شو خو یاغي شوهغوی چاغ وو او ډوډۍ یې ډېره خوړلههغوی مخ واړاوه له خپل خالقه خدایهاو هغوی خپل قوي نجات ورکوونکی رد کړ
16 بت پرستۍ د هغوی څښتن کړ په غضبپه خپلو بدو عملونو یې هغه کړ په قهر
17 هغوی وړاندې قربانۍ کړې شیطانانو تهخوشې خدایانو ته چې هیڅکله یې کومک ورسره نه دی کړیهغو نویو خدایانو ته چې هیڅکله یې نیکونو عبادت د هغو نه ؤ کړی
18 هغوی هېر کړلو خپل خدایخپل قوي نجات ورکوونکیهغه څوک چا چې ژوند ورکړی دوی ته
19 چې څښتن کله دا ولیدل په قهر شواو کړل رد یې خپل زامن او خپلې لوڼې
20 هغه وویل زه نور نه کومه مرسته د هغویبیا به وګورم څه کیږي په دې قومچې سرزوری بې وفا دی
21 هغوی زما قهر د خپلو بتانو په سبب راپارولی دیزما غیرت یې د خپل تش په نامه خدایانو په سبب راپارولی دیهغه داسې خدایان دي چې رښتیني خدایان نه دينو زه به کار واخلم د یو تش په نامه قوم څخه چې یې په قهر کړمزه به غیرت د دوی راوپاروم د احمقانو په قوم
22 زما قهر به د اور په شان لمبې ووهياو فصلونه به په ځمکه باندې وسوزويهغه به ورسیږي د مړو دنیا تهاو د غرونو تهدابونه به وسوزوي
23 نه ختمېدونکي آفتونه به نازل کړم په هغوی باندېاو خپل ټول غشي به ګوزار کړم په هغوی باندې
24 له لوږې او تبې به هغوی مړه شيد هیبتناکو ناروغیو له کبله به هغوی مړه شيزه به نازل کړمه وحشي حیواناتچې حمله وکاندي هغوی باندېاو زه به نازل کړم زهرجن ماران چې هغوی وچیچي
25 په سبب د جنګ به مړي وي پراته کوڅو کېاو په کورونو به راپرېوزي وحشتپېغلې او ځوانان به مړه شينه به کوچنیان پاتې شي نه به سپین ږیري
26 ما به بېخي وای تباه کړي هغویترڅو چې پاتې نه وای د هیچا یاد کې هغوی
27 خو زه له دې نه وېرېدم چې دښمنان به د هغوی وایيچې هغوی ماتې ورکړې زما قوم تهخو دا زه وم چې په خپله مې هغوی ته ماتې ورکړه
28 اسراییل یو بې شعوره قوم دیهیڅ عقل نشته دوی کې
29 په دې نه پوهیږي دوی چې ولې ماتې وخوړلهپه دې نه پوهیږي دوی چې څه ورپېښ شول
30 د اسراییلو زرو تنو ولې ماتې وخوړلهد دښمن د یوه تن له لاسهاو لسو زرو وخوړله ماتې له دوه تنو؟خپل څښتن خدای له هغوی څخه خپل مخ ؤ اړولیهغوی خپل قوي خدای وو پریښي
31 دښمنان د دوی پوهیږي چې د هغوی خپل خدایان کمزوري دياو د اسراییلو د خدای په شان قوي نه دي
32 د سدوم او عموره په شان فاسد دي د هغوی دښمنانهغوی دي په شان د هغو تاکونو چې زهرجن او ترخه انګور نیسي
33 داسې شرابو په شان چې وي جوړ شويد چمچه مار له زهرو
34 دا د څښتن په یاد دي چې دښمنانو د هغوی څه وکړلهغه کوي انتظار صحیح موقعې تهچې سزا ورکړي ورته
35 څښتن به واخلي بدله له هغویاو سزا به ورکړي ورتهوخت به راشي د هغوی د پرزېدلود هغوی د تباهۍ ورځ رانژدې ده
36 چې کله وویني څښتنچې قوت د ده د قوم له منځه تللینو د هغوی سره به وکړي انصافکله چې وویني څښتنچې هغوی څومره بې وزلي ديهغه به وکړي دلسوزي په هغو خلکوچې خدمت د هغه کاندي
37 بیا به څښتن وکړي پوښتنه داسې له خپله قومه څخهچېرته دي هغه غښتلي خدایان چې مو باور پرې درلود؟
38 تاسو هغوی ته ورکوله د خوراک دپارهد خپلو قربانیو وازګهاو د څښاک دپاره مو شراب ورکولاوس پرېږدئ چې دوی راشياو کومک درسره وکړياو راشي چې ساتنه ستاسو وکړي
39 آیا دا نه پوهېږئ؟یوازینی خدای یم زه چې بل خدای نشتهمرګ او ژوند زما په لاس کې دیټپي کول او روغول زما په لاس کې دياو نه شي کولی هیڅوک مخالفت زما د کار سره
40 لکه څنګه چې زه یمه تل ژوندی خدایزه خپل لاس پورته کوم او دا وعده کومه
41 زه به تېره کړمه خپله ځلانده تورهاو زه به انصاف وکړمزه به له خپلو دښمنانو څخه واخلم بدلاو هغو خلکو ته به ورکړمه سزاڅوک چې کرکه کړي له ما
42 وبه څڅیږي د دوی وینه زما د غشو څخهاو وبه وژني زما توره هغه خلکچې زما مخالفت کړيزه به ټول اسیران مړه کړماو زه به پرې کړمه سرونهد دښمنانو د مشرانو
43 ای اسمانونو! خوشالي وکړئ د څښتن د قوم سرهټولو خدایانو! د څښتن په مخکې وکړئ سجدههغه له خپلو دښمنانو څخه اخلي بدلچا چې وژلی دی قوم د هغهاو پاکوي د خپل قوم ځمکه د هغې ناپاکۍ څخهچې پیدا شوې په سبب د ګناهونو د دوی>
44 ‏-
45 حضرت موسیٰ دا سندره وویله ترڅو د اسراییلو خلک یې واوري او یوشع ورسره مرسته وکړه. کله چې حضرت موسیٰ وزګار شو،
46 هغه وفرمایل: <تاسو به هرو مرو د دغو ټولو امرونو اطاعت کوئ چې نن ما درکړي دي. دا خپلو اولادونو ته تکراروئ ترڅو هغوی په وفادارۍ سره د خدای پاک ټولو تعلیمونو ته غاړه کېږدي.
47 دا تعلیم تشې خبرې نه دي بلکه ستاسو ژوند دی. د هغه په وسیله کولی شئ چې په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او تاسو به یې ژر ونیسئ.>
48 په هماغه ورځ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
49 <د عباریم غرونو ته چې د اریحا ښار ته مخامخ د موآب په خاوره کې دي لاړ شه. د نبو غره ته وروخېژه او د کنعان خاورې ته وګوره چې زه به یې ژر د اسراییلو قوم ته ورکړم.
50 ته به په هغه غره باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د هور په غره باندې مړ شو.
51 ځکه چې تاسو دواړو زما سره د اسراییلو د قوم په حضور کې د مریبه د چینې سره د صین په دښته کې چې د قادش ښار ته نژدې ده بې وفایي وکړه. زه خدای یم، خو تاسو هلته د اسراییلیانو په مخکې زما سره داسې د عزت او احترام له مخې رویه ونه کړه چې زه یې لایق یم.
52 ته به هغه خاوره چې زه یې د اسراییلو قوم ته ورکوم د یو لېرې ځای څخه ووینې، مګر هغې ته به ورداخل نه شې.>